আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- চাৰফৰাজ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
20 : 26

قَالَ فَعَلْتُهَاۤ اِذًا وَّاَنَا مِنَ الضَّآلِّیْنَ ۟ؕ

موسی وویل: هو! هغه کار له ما نه په خطايې سره وشو. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 26

فَفَرَرْتُ مِنْكُمْ لَمَّا خِفْتُكُمْ فَوَهَبَ لِیْ رَبِّیْ حُكْمًا وَّجَعَلَنِیْ مِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟

او بیا ستاسې له ډار نه وتښتیدم. نو زما رب ما ته پوهه را په برخه او زه يي له رسولانو نه وګرځولم. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 26

وَتِلْكَ نِعْمَةٌ تَمُنُّهَا عَلَیَّ اَنْ عَبَّدْتَّ بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

او دا ستا لورینه ده چې په ما يې باروې چې بني اسرائیل دې خپل غلامان ګرځولي وو؟ info
التفاسير:

external-link copy
23 : 26

قَالَ فِرْعَوْنُ وَمَا رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

فرعون وویل: رب العالمین څه شی دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
24 : 26

قَالَ رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؕ— اِنْ كُنْتُمْ مُّوْقِنِیْنَ ۟

موسی وویل: د اسمانونو او ځمکې او د هغه څه رب دی چې ددې دواړو په مینځ کې دي. که تاسې باور کوونکي یاست. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 26

قَالَ لِمَنْ حَوْلَهٗۤ اَلَا تَسْتَمِعُوْنَ ۟

فرعون چاپیریال ته وویل: ایا نه اورئ چې دا سړی څه وايې؟ info
التفاسير:

external-link copy
26 : 26

قَالَ رَبُّكُمْ وَرَبُّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

موسی وویل: ستاسې رب دی او ستاسې د نیکونو رب هم دی. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 26

قَالَ اِنَّ رَسُوْلَكُمُ الَّذِیْۤ اُرْسِلَ اِلَیْكُمْ لَمَجْنُوْنٌ ۟

فرعون وویل: په رښتیا چې تاسې ته رالیږل شوی استازی لیونی دی. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 26

قَالَ رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَمَا بَیْنَهُمَا ؕ— اِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟

موسی وویل: ختیځ او لویدیځ او د هغه څه چې د دواړو په مینځ کې دي د ټولو رب دی که تاسې عقلمن یاست. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 26

قَالَ لَىِٕنِ اتَّخَذْتَ اِلٰهًا غَیْرِیْ لَاَجْعَلَنَّكَ مِنَ الْمَسْجُوْنِیْنَ ۟

فرعون وویل: قسم دی که چیرې پرته له ما بل څه په خدايي ونیسې نو خامخا به دې په زندان کې واچوم. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 26

قَالَ اَوَلَوْ جِئْتُكَ بِشَیْءٍ مُّبِیْنٍ ۟ۚ

موسی وویل: که څه هم یو ښکاره دلیل وړاندې کړم؟ info
التفاسير:

external-link copy
31 : 26

قَالَ فَاْتِ بِهٖۤ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

فرعون وویل: را وړاندې يې کړه که ته له رښتینو څخه يې. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 26

فَاَلْقٰی عَصَاهُ فَاِذَا هِیَ ثُعْبَانٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚۖ

موسی خپله امسا وغورځوله ناببره هغه یو لوی ښامار شو. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 26

وَّنَزَعَ یَدَهٗ فَاِذَا هِیَ بَیْضَآءُ لِلنّٰظِرِیْنَ ۟۠

او چې لاس يې را وویست نو د کتونکو لپاره سپین پړکیدونکی وو. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 26

قَالَ لِلْمَلَاِ حَوْلَهٗۤ اِنَّ هٰذَا لَسٰحِرٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ

فرعون خپلو نژدې درباریانو ته وویل: په رښتیا چې دا سړی یو پوه ساحر دی. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 26

یُّرِیْدُ اَنْ یُّخْرِجَكُمْ مِّنْ اَرْضِكُمْ بِسِحْرِهٖ ۖۗ— فَمَاذَا تَاْمُرُوْنَ ۟

غواړي چې په خپل سحر تاسې له خپل وطن نه وشړي. نو مشوره او نظر مو څه دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
36 : 26

قَالُوْۤا اَرْجِهْ وَاَخَاهُ وَابْعَثْ فِی الْمَدَآىِٕنِ حٰشِرِیْنَ ۟ۙ

هغوی وویل: ده او ورور ته يي وخت ورکړه او ښارونو ته جارچیان ولیږه. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 26

یَاْتُوْكَ بِكُلِّ سَحَّارٍ عَلِیْمٍ ۟

چې ډير زیات پوه او رسیدلی ساحران درته راولي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 26

فَجُمِعَ السَّحَرَةُ لِمِیْقَاتِ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟ۙ

نو ساحران ټاکلې ورځې ته راټول کړای شول. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 26

وَّقِیْلَ لِلنَّاسِ هَلْ اَنْتُمْ مُّجْتَمِعُوْنَ ۟ۙ

او خلکو ته وویل شو چې ایا راټولیدونکي یاست؟ info
التفاسير: