আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- চাৰফৰাজ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
28 : 17

وَاِمَّا تُعْرِضَنَّ عَنْهُمُ ابْتِغَآءَ رَحْمَةٍ مِّنْ رَّبِّكَ تَرْجُوْهَا فَقُلْ لَّهُمْ قَوْلًا مَّیْسُوْرًا ۟

او که تاسې له اړو خلکو نه په دې تکل څنګ وکړ چې د خپل رب د رحمت او مهربانۍ د ترلاسه کولو هڅه کوئ نو هغوی ته خورا نرم ځواب ورکړه. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 17

وَلَا تَجْعَلْ یَدَكَ مَغْلُوْلَةً اِلٰی عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُوْمًا مَّحْسُوْرًا ۟

مه خپل لاس له غاړې سره تړه او مه يې داسې پراخوه چې بالاخره په خپله بې وسي او پښیمانه پاتې شي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 17

اِنَّ رَبَّكَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ بِعِبَادِهٖ خَبِیْرًا بَصِیْرًا ۟۠

ستا رب چې چاته وغواړي روزي ور پراخوي او چاته يي چې خوښه شي پرې تنګوي يې هغه له خپلو بنده ګانو نه ښه خبر او ښه یې ویني. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 17

وَلَا تَقْتُلُوْۤا اَوْلَادَكُمْ خَشْیَةَ اِمْلَاقٍ ؕ— نَحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَاِیَّاكُمْ ؕ— اِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْاً كَبِیْرًا ۟

او خپل اولادونه د بې وزلۍ له ډاره مه وژنئ. مونږ هغوی او تاسو ټولو ته روزي درکوو. بې له شکه د هغوی وژل لویه ګناه ده. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 17

وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنٰۤی اِنَّهٗ كَانَ فَاحِشَةً ؕ— وَسَآءَ سَبِیْلًا ۟

او زنا ته مه نژدې [۵] کیږي. بې له شکه چې هغه ډیر ناوړه کار. او ډیره بده لار ده. info

[۵] هغه څه مکوئ چې د زنا په لور مو بیايي.

التفاسير:

external-link copy
33 : 17

وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِیْ حَرَّمَ اللّٰهُ اِلَّا بِالْحَقِّ ؕ— وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُوْمًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِیِّهٖ سُلْطٰنًا فَلَا یُسْرِفْ فِّی الْقَتْلِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ مَنْصُوْرًا ۟

او هغه نفس مه وژنئ چې الله يې وژل حرام کړي دي. مګر په حق[۶] سره يي وژلی شئ. او څوک چې مظلوم وژل شوی وي مونږ يي وارث ته د غچ غوښتنې توان [۷] ورکړی دی نو باید په وژنه کې له پولي وانه وړي.[۸] بې له شکه له ده سره کومک کړی شوی دی. info

[۶] فقهاوو دری ځایه ښوولي: الف: قصاص ب: د واده والا چې زنا وکړي ج: مرتد.
[۷] د الله له خوا قانوني حق ورکړ شو او حکومت مکلف دی چې حق يي پوره کړي.
[۸] اسراف یعنې چې د یو پر ځای ډیر ووژنۍ یا د قاتل پر ځای د قاتل د کورنۍ بل غړی ووژنئ ( تفسیر الماوردی).

التفاسير:

external-link copy
34 : 17

وَلَا تَقْرَبُوْا مَالَ الْیَتِیْمِ اِلَّا بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ حَتّٰی یَبْلُغَ اَشُدَّهٗ ۪— وَاَوْفُوْا بِالْعَهْدِ ۚ— اِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْـُٔوْلًا ۟

او د یتیم مال ته تر څو چې هغه خپلې ځوانۍ ته رسیږي پرته له ښه والي مه ورنژدې کیږئ. او وعده مو پوره کړئ بې له شکه چې د وعدې په هکله پوښتنه کیدای شي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 17

وَاَوْفُوا الْكَیْلَ اِذَا كِلْتُمْ وَزِنُوْا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِیْمِ ؕ— ذٰلِكَ خَیْرٌ وَّاَحْسَنُ تَاْوِیْلًا ۟

او چې پيمانه ورکوئ نو پوره يي ورکوئ او ټول په سمه تله وکړئ. دا ډیر غوره او ښه پای لري. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 17

وَلَا تَقْفُ مَا لَیْسَ لَكَ بِهٖ عِلْمٌ ؕ— اِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ اُولٰٓىِٕكَ كَانَ عَنْهُ مَسْـُٔوْلًا ۟

په هغه څه پسې مه ځه چې پرې پوه نه يې. بې له شکه چې غوږ، سترګه او زړه هر یو پوښتل کیدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 17

وَلَا تَمْشِ فِی الْاَرْضِ مَرَحًا ۚ— اِنَّكَ لَنْ تَخْرِقَ الْاَرْضَ وَلَنْ تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُوْلًا ۟

په خیال سره په ځمکه مه ځه ، ته نه ځمکه څیرلی او نه د غرونونو څوکو رسیدای شي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 17

كُلُّ ذٰلِكَ كَانَ سَیِّئُهٗ عِنْدَ رَبِّكَ مَكْرُوْهًا ۟

ددې ټولو کارونو بد اړخ ستا د رب په وړاندې خورا ناکاره دی. info
التفاسير: