[۱] بروج د لغت له مخې کلکې کلا ته وايي دلته ترې ستوري یا د لمر، سپوږمۍ او د نورو ستورو، د حرکت مدار یا د هر شمسي نظام مدار مراد دی( فتح القدیر د امام الشوکاني).
[۲] بله معنې يي ده په ځمکه کې مو ستاسې او د هغو څیزونو دروزۍ بندوبست کړی دی چې روزي يي ستاسې په غاړه نده لکه ماهیان او نور ځناور( فتح القدیر د امام الشوکاني).
[۵] دا سجده د عبادت نه بلکې د احترام سجده وه او یا ادم مو قبله کړئ او سجده ما ته وکړئ لکه مونږ چې کعبي معظمي ته سجده کوو. ( فتح القدیر د امام الشوکاني).