আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

علق

external-link copy
1 : 96

اِقْرَاْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِیْ خَلَقَ ۟ۚ

ولوله د خپل هغه پالونکي پر نوم چې پيدا يې کړ. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 96

خَلَقَ الْاِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ ۟ۚ

انسان يې د وينې له ټوټې پيداکړ. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 96

اِقْرَاْ وَرَبُّكَ الْاَكْرَمُ ۟ۙ

ولوله! او ستا پالونکی ډېر مهربانه دی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 96

الَّذِیْ عَلَّمَ بِالْقَلَمِ ۟ۙ

هغه چې پر قلم يې ښوونه ورکړه. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 96

عَلَّمَ الْاِنْسَانَ مَا لَمْ یَعْلَمْ ۟ؕ

انسان يې پر هغه څه پوه کړ چې نه پرې پوهېدلو. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 96

كَلَّاۤ اِنَّ الْاِنْسَانَ لَیَطْغٰۤی ۟ۙ

نه داسې نه ده، انسان هرومرو سرکښي کوي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 96

اَنْ رَّاٰهُ اسْتَغْنٰی ۟ؕ

کله چې ځان مالدار وویني. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 96

اِنَّ اِلٰی رَبِّكَ الرُّجْعٰی ۟ؕ

بېشکه ستا د پالونکي لوري ته ورګرځېدل دي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 96

اَرَءَیْتَ الَّذِیْ یَنْهٰی ۟ۙ

آيا هغه څوک دې ليدلی چې ايساروي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 96

عَبْدًا اِذَا صَلّٰی ۟ؕ

بنده لره کله لمونځ کوي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 96

اَرَءَیْتَ اِنْ كَانَ عَلَی الْهُدٰۤی ۟ۙ

آيا ته يې وينې که هغه پر سمه لار وي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 96

اَوْ اَمَرَ بِالتَّقْوٰی ۟ؕ

آو يا پر ځان ساتنه (تقوا) امر کوي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 96

اَرَءَیْتَ اِنْ كَذَّبَ وَتَوَلّٰی ۟ؕ

آيا پام دې دی که هغه سړی درواغ ګني يا مخ اړوي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 96

اَلَمْ یَعْلَمْ بِاَنَّ اللّٰهَ یَرٰی ۟ؕ

آيا هغه نه پوهيږي چې الله هرڅه ويني. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 96

كَلَّا لَىِٕنْ لَّمْ یَنْتَهِ ۙ۬— لَنَسْفَعًا بِالنَّاصِیَةِ ۟ۙ

هيڅکله نه، داسې نه ده، که هغه ترې ايسار نه شو، موږ به يې هرومرو د تندي له وېښتانو را ونيسو. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 96

نَاصِیَةٍ كَاذِبَةٍ خَاطِئَةٍ ۟ۚ

له درواغجن خطا کار تندي څخه. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 96

فَلْیَدْعُ نَادِیَهٗ ۟ۙ

بيا دې خپل مجلسي ياران راوبولي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 96

سَنَدْعُ الزَّبَانِیَةَ ۟ۙ

زر ده چې موږ به هم د عذاب پرېښتې را وغواړو. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 96

كَلَّا ؕ— لَا تُطِعْهُ وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ ۟

نه؛ داسې نه ده د هغه خبره مه منه، (اوخپل الله ته) سجده کوه، ور نېږدې شه. info
التفاسير: