আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
112 : 9

اَلتَّآىِٕبُوْنَ الْعٰبِدُوْنَ الْحٰمِدُوْنَ السَّآىِٕحُوْنَ الرّٰكِعُوْنَ السّٰجِدُوْنَ الْاٰمِرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَالنَّاهُوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَالْحٰفِظُوْنَ لِحُدُوْدِ اللّٰهِ ؕ— وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

توبه كوونكي، لمونځونكي، حمد (ستاينه) ويونكي، د الله لپاره په ځمكه كې ګرځېدونكي، ركوع كوونكي، سجده كوونكي، په ښېګڼه امر كوونكي، له بديو ايساروونكي او د الله د حدودو ساتونكي او همداسې مومنانو ته زېرى وركړه. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 9

مَا كَانَ لِلنَّبِیِّ وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ یَّسْتَغْفِرُوْا لِلْمُشْرِكِیْنَ وَلَوْ كَانُوْۤا اُولِیْ قُرْبٰی مِنْ بَعْدِ مَا تَبَیَّنَ لَهُمْ اَنَّهُمْ اَصْحٰبُ الْجَحِیْمِ ۟

له پيغمبر او هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړي نه ښايي چې مشركانو ته بخښنه وغواړي، كه څه هم خپلوان يې وي، وروسته له هغه چې ورته څرګنده شوې ده چې هغوى دوزخيان دي. info
التفاسير:

external-link copy
114 : 9

وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ اِبْرٰهِیْمَ لِاَبِیْهِ اِلَّا عَنْ مَّوْعِدَةٍ وَّعَدَهَاۤ اِیَّاهُ ۚ— فَلَمَّا تَبَیَّنَ لَهٗۤ اَنَّهٗ عَدُوٌّ لِّلّٰهِ تَبَرَّاَ مِنْهُ ؕ— اِنَّ اِبْرٰهِیْمَ لَاَوَّاهٌ حَلِیْمٌ ۟

او د خپل پلار لپاره د ابراهيم بخښنه غوښتل خو صرف د هغې وعدې لپاره و چې له هغه سره يې كړې وه، خو كله چې ورته څرګنده شوه چې هغه د الله دښمن دى نو ترې بېزار شو، ابراهيم يقيناً الله ته ډېر عاجزي کوونکی، د زغم خاوند و. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 9

وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیُضِلَّ قَوْمًا بَعْدَ اِذْ هَدٰىهُمْ حَتّٰی یُبَیِّنَ لَهُمْ مَّا یَتَّقُوْنَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟

او الله داسې نه دى چې يو قوم له هدايت وركولو وروسته بې لارې كړي تر هغه پورې چې په څرګنده هغه څه ور ونه ښيي چې هغوى ځان ترې وساتي، بې شكه الله په هر څه پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 9

اِنَّ اللّٰهَ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— یُحْیٖ وَیُمِیْتُ ؕ— وَمَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟

د آسمانو او ځمكې پاچاهي يقيناً الله لره ده، ژوندي كوي او مړه كوي او تاسو لره هغه نه پرته څوک ملاتړ او مرستندوى نشته. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 9

لَقَدْ تَّابَ اللّٰهُ عَلَی النَّبِیِّ وَالْمُهٰجِرِیْنَ وَالْاَنْصَارِ الَّذِیْنَ اتَّبَعُوْهُ فِیْ سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِنْ بَعْدِ مَا كَادَ یَزِیْغُ قُلُوْبُ فَرِیْقٍ مِّنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّهٗ بِهِمْ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟ۙ

الله نبي (عليه السلام) او هغو مهاجرينو او انصارو ته بخښنه وكړه چې هغوى په ډېر تنګ وخت كې د ده (نبي عليه السلام) ملګرتيا وكړه، له هغه وروسته چې نږدې وو له هغوى نه د يوې ډلې زړونه كاږه شي خو بيا يې (له كوږوالي وساتل او) معاف يې كړل، بې شكه هغه پر دوى نرمي كوونكى مهربان دى. info
التفاسير: