আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

بروج

external-link copy
1 : 85

وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الْبُرُوْجِ ۟ۙ

پر برجونو والا اسمان قسم. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 85

وَالْیَوْمِ الْمَوْعُوْدِ ۟ۙ

او د ژمنې (ټاکل شوې) په ورځ قسم. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 85

وَشَاهِدٍ وَّمَشْهُوْدٍ ۟ؕ

او (قسم) پر شاهدي ورکوونکي او هغه چا چې شاهدې پرې ورکړل شوې ده. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 85

قُتِلَ اَصْحٰبُ الْاُخْدُوْدِ ۟ۙ

تباه کړی شول، کېندونکي د کندو. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 85

النَّارِ ذَاتِ الْوَقُوْدِ ۟ۙ

د ډېرو خشاک لرونکو اور والا. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 85

اِذْ هُمْ عَلَیْهَا قُعُوْدٌ ۟ۙ

هغه مهال چې هغوی (د کندو پر غاړو) ناست وو. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 85

وَّهُمْ عَلٰی مَا یَفْعَلُوْنَ بِالْمُؤْمِنِیْنَ شُهُوْدٌ ۟ؕ

او هغوی چې پر مومنانو څه کول د هغو ليدونکي وو. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 85

وَمَا نَقَمُوْا مِنْهُمْ اِلَّاۤ اَنْ یُّؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَمِیْدِ ۟ۙ

او له هغو سره يې په بل څه بدي نه وه، مګر دا چې هغوی پر برلاسي ستايل شوي الله ايمان راوړی و. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 85

الَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟ؕ

هغه ذات چې د اسمان او ځمکې پاچايي هغه لره ده، او الله پر هر څه حاضر ليدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 85

اِنَّ الَّذِیْنَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ثُمَّ لَمْ یَتُوْبُوْا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِیْقِ ۟ؕ

بېشکه هغه کسان چې مومنان او مومنانې يې کړولي دي بيا يې توبه هم نه ده اېستلې، هغوی لره د دوزخ سزا ده او هغوی لره د سوځولو عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 85

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ جَنّٰتٌ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ— ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْكَبِیْرُ ۟ؕ

بېشکه چا چې ايمان راوړی او ښه کارونه يې کړي دي د هغوی لپاره داسې باغونه دي چې ترې لاندې به یې ويالې بهيږي او دا ستره بريا ده. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 85

اِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِیْدٌ ۟ؕ

بېشکه ستا د پالونکي نيونه ډېره سخته ده. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 85

اِنَّهٗ هُوَ یُبْدِئُ وَیُعِیْدُ ۟ۚ

بېشکه هغه لومړی ځل پيداکوي او بيا يې راګرځوي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 85

وَهُوَ الْغَفُوْرُ الْوَدُوْدُ ۟ۙ

او هغه بخښونکی مينه ناک دی. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 85

ذُو الْعَرْشِ الْمَجِیْدُ ۟ۙ

د عرش څښتن مرتبې والا دی. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 85

فَعَّالٌ لِّمَا یُرِیْدُ ۟ؕ

څه چې غواړي د هغه ښه ترسره کوونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 85

هَلْ اَتٰىكَ حَدِیْثُ الْجُنُوْدِ ۟ۙ

ايا د لښکرو خبر درته رسېدلی دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 85

فِرْعَوْنَ وَثَمُوْدَ ۟ؕ

د فرعون او ثمود. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 85

بَلِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ تَكْذِیْبٍ ۟ۙ

بلکې چا چې کفر کړی هغوی په دروغ ګڼلو کې دي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 85

وَّاللّٰهُ مِنْ وَّرَآىِٕهِمْ مُّحِیْطٌ ۟ۚ

حال دا چې الله پر هغوی له هر لوري چاپېر دی. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 85

بَلْ هُوَ قُرْاٰنٌ مَّجِیْدٌ ۟ۙ

بلکې هغه قرآن د لوړې مرتبې والا دی. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 85

فِیْ لَوْحٍ مَّحْفُوْظٍ ۟۠

په خوندي ساتل شوې تخته کې دی. info
التفاسير: