আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

انشقاق

external-link copy
1 : 84

اِذَا السَّمَآءُ انْشَقَّتْ ۟ۙ

کله چې اسمان وچوي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 84

وَاَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ ۟ۙ

او د خپل پالونکي حکم واوري او ومني او هغه د همدې وړ دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 84

وَاِذَا الْاَرْضُ مُدَّتْ ۟ؕ

او کله چې ځمکه وغوړول شي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 84

وَاَلْقَتْ مَا فِیْهَا وَتَخَلَّتْ ۟ۙ

او څه چې پکې دي هغه را وغورځوي او خالي شي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 84

وَاَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ ۟ؕ

او د خپل پالونکي حکم واوري او ومني او هغه د همدې وړ دی. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 84

یٰۤاَیُّهَا الْاِنْسَانُ اِنَّكَ كَادِحٌ اِلٰی رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلٰقِیْهِ ۟ۚ

اې انسانه! پرته له شکه خپل پالونکي ته په زيار اېستلو سره زيار اېستونکی يې او بيا ور سره مخامخ کېدونکی يې. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 84

فَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِیَمِیْنِهٖ ۟ۙ

نو چاته چې عملنامه يې په ښي لاس ورکړل شوه. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 84

فَسَوْفَ یُحَاسَبُ حِسَابًا یَّسِیْرًا ۟ۙ

نو ژر به له هغه سره اسانه حساب وشي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 84

وَّیَنْقَلِبُ اِلٰۤی اَهْلِهٖ مَسْرُوْرًا ۟ؕ

او (جنت کې به) خپلې کورنۍ ته خوشحاله ور ستنيږي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 84

وَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ وَرَآءَ ظَهْرِهٖ ۟ۙ

او چاته چې يې عملنامه له څټه ورکړل شوه. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 84

فَسَوْفَ یَدْعُوْا ثُبُوْرًا ۟ۙ

نو ژر به مرګی (هلاکت) وغواړي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 84

وَّیَصْلٰی سَعِیْرًا ۟ؕ

او بلو لمبو ته به ور ننوځي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 84

اِنَّهٗ كَانَ فِیْۤ اَهْلِهٖ مَسْرُوْرًا ۟ؕ

پرته له شکه هغه په خپله کورنۍ کې خوشحاله و. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 84

اِنَّهٗ ظَنَّ اَنْ لَّنْ یَّحُوْرَ ۟ۚۛ

هغه ګومان کولو چې بېرته به ور ستون نه شي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 84

بَلٰۤی ۛۚ— اِنَّ رَبَّهٗ كَانَ بِهٖ بَصِیْرًا ۟ؕ

ولې نه، پرته له شکه د هغه پالونکی ورباندې ليدونکی و. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 84

فَلَاۤ اُقْسِمُ بِالشَّفَقِ ۟ۙ

خو نه زه پر شفق (سوروالی د ماښام) لوړه کوم. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 84

وَالَّیْلِ وَمَا وَسَقَ ۟ۙ

او پر شپه او څه چې هغې را غونډ کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 84

وَالْقَمَرِ اِذَا اتَّسَقَ ۟ۙ

او پر سپوږمۍ چې کله بشپړه شي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 84

لَتَرْكَبُنَّ طَبَقًا عَنْ طَبَقٍ ۟ؕ

چې تاسي به هرومرو له يو حال څخه بل حال ته رسېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 84

فَمَا لَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ

نو پر هغوی څه شوي چې ايمان نه راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 84

وَاِذَا قُرِئَ عَلَیْهِمُ الْقُرْاٰنُ لَا یَسْجُدُوْنَ ۟

او کله چې قرآن پرې لوستل کيږي سجده نه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 84

بَلِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُكَذِّبُوْنَ ۟ؗۖ

بلکې چا چې کفر کړی هغه دروغ ګڼي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 84

وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا یُوْعُوْنَ ۟ؗۖ

او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې هغوی يې را غونډوي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 84

فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟ۙ

نو هغوی ته د دردوونکې عذاب زېری ورکړه. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 84

اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ اَجْرٌ غَیْرُ مَمْنُوْنٍ ۟۠

مګر هغه کسان چې ايمان يې راوړی او نېک کارونه يې کړي دي د هغوی لپاره نه پرې کېدونکې بدله ده. info
التفاسير: