আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
53 : 8

ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ لَمْ یَكُ مُغَیِّرًا نِّعْمَةً اَنْعَمَهَا عَلٰی قَوْمٍ حَتّٰی یُغَیِّرُوْا مَا بِاَنْفُسِهِمْ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟ۙ

دا ځكه چې الله هيڅكله د هغه نعمت بدلوونكى نه دى چې په كوم قوم يې پېرزو كړى وي تر هغه چې هغو خپله كړنلاره نه وي بدله كړي او دا چې يقيناً الله ډېر پوه اورېدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 8

كَدَاْبِ اٰلِ فِرْعَوْنَ ۙ— وَالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِ رَبِّهِمْ فَاَهْلَكْنٰهُمْ بِذُنُوْبِهِمْ وَاَغْرَقْنَاۤ اٰلَ فِرْعَوْنَ ۚ— وَكُلٌّ كَانُوْا ظٰلِمِیْنَ ۟

لكه د فرعونيانو او هغو نه مخكنيو خلكو په شان چې د خپل رب آيتونه يې دروغ وګڼل نو بيا مو هغوى په خپلو ګناهونو تباه كړل او فرعونيان مو ډوب كړل او دوى ټول ظالمان وو. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 8

اِنَّ شَرَّ الدَّوَآبِّ عِنْدَ اللّٰهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۖۚ

بې شكه د الله په وړاندې په خوځېدونكو مخلوقاتو كې تر ټولو بد هغه خلك دي چې كافر شوي او (بيا) ايمان نه راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 8

اَلَّذِیْنَ عٰهَدْتَّ مِنْهُمْ ثُمَّ یَنْقُضُوْنَ عَهْدَهُمْ فِیْ كُلِّ مَرَّةٍ وَّهُمْ لَا یَتَّقُوْنَ ۟

هغه خلك چې تا ورسره تړون كړى بيا دوى په هر ځل خپل لوز ماتوي او (الله څخه) وېره نه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 8

فَاِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِی الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَّنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ یَذَّكَّرُوْنَ ۟

نو كه دوى په جګړه كې بيا مومې نو د دوى په واسطه هغه خلك وشړه (او وډار كړه) چې تر شا يې دي، ښايي چې هغوى عبرت واخلي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 8

وَاِمَّا تَخَافَنَّ مِنْ قَوْمٍ خِیَانَةً فَانْۢبِذْ اِلَیْهِمْ عَلٰی سَوَآءٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْخَآىِٕنِیْنَ ۟۠

او كه د كوم قوم له ټګۍ وېرېږې نو (په څرګنده يې تړون) ور وغورځوه يو برابره، بې شكه الله خائنان نه خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 8

وَلَا یَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا سَبَقُوْا ؕ— اِنَّهُمْ لَا یُعْجِزُوْنَ ۟

او هغه خلك چې كافر شوي داسې دې نه انګېري چې هغوى (روغ) و تښتېدل، دوى هېڅكله (الله) نه شي كمزورى كولى. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 8

وَاَعِدُّوْا لَهُمْ مَّا اسْتَطَعْتُمْ مِّنْ قُوَّةٍ وَّمِنْ رِّبَاطِ الْخَیْلِ تُرْهِبُوْنَ بِهٖ عَدُوَّ اللّٰهِ وَعَدُوَّكُمْ وَاٰخَرِیْنَ مِنْ دُوْنِهِمْ ۚ— لَا تَعْلَمُوْنَهُمْ ۚ— اَللّٰهُ یَعْلَمُهُمْ ؕ— وَمَا تُنْفِقُوْا مِنْ شَیْءٍ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ یُوَفَّ اِلَیْكُمْ وَاَنْتُمْ لَا تُظْلَمُوْنَ ۟

او تر خپلې وسې د هغوى (د مقابلې) لپاره ښه ځواك او روزل شوي اسونه چمتو كړئ چې په هغه سره هم د الله او هم خپل غليم ووېروئ او هغه نور (غليمان) چې تاسو يې نه پېژنئ، يو الله يې پېژني او څه چې د الله په لار كې لګوئ، اجر به يې پوره پوره دركړل شي او پر تاسو به ظلم نه كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 8

وَاِنْ جَنَحُوْا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

او كه هغوى سولې ته ميلان ولري نو ته هم ورته تيار شه او پر الله بروسه وكړه يقيناً هماغه ډېر پوه اورېدونكى دى. info
التفاسير: