আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

اعراف

external-link copy
1 : 7

الٓمّٓصٓ ۟ۚ

المص [1] info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير:

external-link copy
2 : 7

كِتٰبٌ اُنْزِلَ اِلَیْكَ فَلَا یَكُنْ فِیْ صَدْرِكَ حَرَجٌ مِّنْهُ لِتُنْذِرَ بِهٖ وَذِكْرٰی لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟

دا يو كتاب دى چې تاته نازل شوی دى نو (اى محمده!- صلی الله علیه وسلم-) ستا په زړه كې دې له ده نه څه انديښنه نه وي، د ده له نازلولو نه هدف دا دى چې ته د ده په وسيله (منكران) وويروې او د مومنانو لپاره يادونه وي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 7

اِتَّبِعُوْا مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوْا مِنْ دُوْنِهٖۤ اَوْلِیَآءَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَذَكَّرُوْنَ ۟

(اى خلكو!) څه چې ستاسي د رب له لورې پر تاسي نازل شوي دي د هغو پيروي وكړئ او له خپل رب نه پرته د نورو سرپرستانو پيروي مه كوئ، خو تاسي نصيحت ډير لږ منئ. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 7

وَكَمْ مِّنْ قَرْیَةٍ اَهْلَكْنٰهَا فَجَآءَهَا بَاْسُنَا بَیَاتًا اَوْ هُمْ قَآىِٕلُوْنَ ۟

څومره ودانۍ دي چې هغه موږ تباه كړې، پر هغو په ناڅاپي ډول د شپې زموږ عذاب پرېووت، يا په رڼا ورځ په داسې وخت كې راغى چې هغوى استراحت كړى وو. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 7

فَمَا كَانَ دَعْوٰىهُمْ اِذْ جَآءَهُمْ بَاْسُنَاۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤا اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

او كله چې پر هغوى زموږ عذاب راغى نو د هغوى (په ژبه) وېنا پرته لدې نور څه نه وه چې موږ په رښتيا سره ظالمان وو. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 7

فَلَنَسْـَٔلَنَّ الَّذِیْنَ اُرْسِلَ اِلَیْهِمْ وَلَنَسْـَٔلَنَّ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ

نو خامخا وبه وپوښتو (په قیامت کې) موږ هغه خلک چې لیږلی شوي وو هغوی ته (پیغمبران) او خامخا به له پېغمبرانو هم پوښتو. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 7

فَلَنَقُصَّنَّ عَلَیْهِمْ بِعِلْمٍ وَّمَا كُنَّا غَآىِٕبِیْنَ ۟

بيا به موږ په خپله په كامل علم سره ټوله کیسه د هغوى مخې ته وړاندې كړو، او موږ چېرته غائب نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 7

وَالْوَزْنُ یَوْمَىِٕذِ ١لْحَقُّ ۚ— فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟

او تول د (کړنو) په دغه ورځ (قیامت) حق دی، نو د چا چې تله (د نیکیو) درنده شوه همدوی کامیاب دي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 7

وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ بِمَا كَانُوْا بِاٰیٰتِنَا یَظْلِمُوْنَ ۟

او د چا چې پلې سپكې شي هغوى به په زيان كې د خپل ځان اخته كوونكي وي ځكه چې هغوى زموږ له اّيتونو سره له ظلمه ډك چلند كاوه. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 7

وَلَقَدْ مَكَّنّٰكُمْ فِی الْاَرْضِ وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِیْهَا مَعَایِشَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟۠

موږ تاسي له واك سره په ځمكه كې مېشت كړئ او ستاسي لپاره مو دلته د اوسيدو وسايل برابر كړل، خو تاسي ډېر كم شكر وېستونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 7

وَلَقَدْ خَلَقْنٰكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنٰكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلٰٓىِٕكَةِ اسْجُدُوْا لِاٰدَمَ ۖۗ— فَسَجَدُوْۤا اِلَّاۤ اِبْلِیْسَ ؕ— لَمْ یَكُنْ مِّنَ السّٰجِدِیْنَ ۟

او بې شكه تاسو مو پيدا كړئ، بيا مو صورت درجوړ كړ، بيا مو ملائكو ته وويل چې آدم ته سجده وكړئ، نو ټولو سجده وكړه پرته له ابليسه چې له سجده كونكو سره (شامل) نه شو. info
التفاسير: