আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

حجرات

external-link copy
1 : 49

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تُقَدِّمُوْا بَیْنَ یَدَیِ اللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟

اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ! مه وړاندې کیږئ د الله تعالی او د هغه د رسول نه او له الله نه ووېرېږئ پرته له شکه الله اورېدونكى ښه پوه دی. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 49

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَرْفَعُوْۤا اَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِیِّ وَلَا تَجْهَرُوْا لَهٗ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ اَنْ تَحْبَطَ اَعْمَالُكُمْ وَاَنْتُمْ لَا تَشْعُرُوْنَ ۟

اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ! خپل غږ مو د نبي (عليه السلام) له غږ نه مه پورته کوئ او مه داسې په زوره خبره ورته كوئ لكه تاسي يې چې يو بل ته كوئ، هسې نه چې (ټول) عملونه مو برباد شي او تاسي خبر هم نه ياست. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 49

اِنَّ الَّذِیْنَ یَغُضُّوْنَ اَصْوَاتَهُمْ عِنْدَ رَسُوْلِ اللّٰهِ اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ امْتَحَنَ اللّٰهُ قُلُوْبَهُمْ لِلتَّقْوٰی ؕ— لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّاَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟

بېشكه هغه كسان چې د رسول الله پر وړاندې خپل آوازونه ټيټ ساتي، هغوى داسې كسان دي چې الله (تعالى) يې زړونه د تقوى لپاره ازمويلي دي، د هغوى لپاره بخښنه او ستر اجر دى. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 49

اِنَّ الَّذِیْنَ یُنَادُوْنَكَ مِنْ وَّرَآءِ الْحُجُرٰتِ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ ۟

بېشکه هغه كسان چې اوازونه کوي تا ته د دېوالونو تر شا، ډیری د دوی نه پوهیږي. info
التفاسير: