আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
12 : 47

اِنَّ اللّٰهَ یُدْخِلُ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ جَنّٰتٍ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ ؕ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا یَتَمَتَّعُوْنَ وَیَاْكُلُوْنَ كَمَا تَاْكُلُ الْاَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًی لَّهُمْ ۟

پرته له شکه كومو خلكو چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي الله به يې داسې جنتونو ته ننباسي چې ترې لاندې ويالې بهيږي او كوم خلك چې كافر شوي (لږه) دنيايي ګټه اخلي، د څارويو غوندې خوراكونه كوي او اور د هغوى اصلي هستوګنځى دى. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 47

وَكَاَیِّنْ مِّنْ قَرْیَةٍ هِیَ اَشَدُّ قُوَّةً مِّنْ قَرْیَتِكَ الَّتِیْۤ اَخْرَجَتْكَ ۚ— اَهْلَكْنٰهُمْ فَلَا نَاصِرَ لَهُمْ ۟

او څومره (زیات) داسې كلي وو چې هغه ستا له دې كلي نه چې ته يې بهر اېستلى يې، ډېر ځواكمن و، موږ هغوى تباه كړل، بيا يې نو څوك مرستندوى نه و. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 47

اَفَمَنْ كَانَ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّهٖ كَمَنْ زُیِّنَ لَهٗ سُوْٓءُ عَمَلِهٖ وَاتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ ۟

ايا هغه څوك چې د خپل رب له لوري په روښانه او څرګند هدايت باندې وي د هغو خلكو په څېر دی چې د هغو لپاره د هغوی بد عمل ښايسته كړى شويدى او هغوى د خپلو نفسي غوښتنو پيروان ګرځيدلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 47

مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِیْ وُعِدَ الْمُتَّقُوْنَ ؕ— فِیْهَاۤ اَنْهٰرٌ مِّنْ مَّآءٍ غَیْرِ اٰسِنٍ ۚ— وَاَنْهٰرٌ مِّنْ لَّبَنٍ لَّمْ یَتَغَیَّرْ طَعْمُهٗ ۚ— وَاَنْهٰرٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشّٰرِبِیْنَ ۚ۬— وَاَنْهٰرٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّی ؕ— وَلَهُمْ فِیْهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرٰتِ وَمَغْفِرَةٌ مِّنْ رَّبِّهِمْ ؕ— كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِی النَّارِ وَسُقُوْا مَآءً حَمِیْمًا فَقَطَّعَ اَمْعَآءَهُمْ ۟

بیان د هغه جنت چې دپرهيز ګارانو سره یې ژمنه شوې ده (داسې دی:)، په هغه كې به ويالې وي د صافو اوبو (چې بد بویه نه وي) او بهیدونکي ويالې د داسې شيدو چې بد خونده به نه وي، او ويالې د داسې شرابو چې څښونكو لپاره خوندور وي او ويالى د صافو (خالصو) شاتو، په هغه كې به د هغوی لپاره هر راز ميوې وي او د هغوی د رب لخوا بخښنه (ايا هغه څوك چې د دغه وړ دى) د هغو خلكو په څېر كيداى شي چې په دوزخ كې به تل اوسيدونكى وي او په هغو باندې به داسې ګرمې اوبه څښلى شي چې د هغوی كولمې به غوڅې غوڅې كړي؟! info
التفاسير:

external-link copy
16 : 47

وَمِنْهُمْ مَّنْ یَّسْتَمِعُ اِلَیْكَ ۚ— حَتّٰۤی اِذَا خَرَجُوْا مِنْ عِنْدِكَ قَالُوْا لِلَّذِیْنَ اُوْتُوا الْعِلْمَ مَاذَا قَالَ اٰنِفًا ۫— اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ طَبَعَ اللّٰهُ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ وَاتَّبَعُوْۤا اَهْوَآءَهُمْ ۟

او ځینې له دوی نه تا ته غوږ نيسي تر دې چې کله له تا بهر لاړ شي بيا د پوهې څښتنانو ته وايي: (لږ) وړاندې يې څه وويل؟ دوى هغه خلك دي چې الله يې په زړونو ټاپه وهلې او خپلو هوسونو پسې روان دي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 47

وَالَّذِیْنَ اهْتَدَوْا زَادَهُمْ هُدًی وَّاٰتٰىهُمْ تَقْوٰىهُمْ ۟

او كومو خلكو چې لار موندلې، الله به يې هدايت ورزيات او تقوا به وركړي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 47

فَهَلْ یَنْظُرُوْنَ اِلَّا السَّاعَةَ اَنْ تَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً ۚ— فَقَدْ جَآءَ اَشْرَاطُهَا ۚ— فَاَنّٰی لَهُمْ اِذَا جَآءَتْهُمْ ذِكْرٰىهُمْ ۟

نو اّيا دوى د هغه قیامت انتظار باسي چې په ناڅاپي ډول به ورباندې راشي؟ د هغه علامات (نښې) خو راغلي دي، كله چې هغه پخپله راشي نو اّيا د دوى لپاره به د نصيحت قبلولو څه فرصت پاتې شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
19 : 47

فَاعْلَمْ اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللّٰهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْۢبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوٰىكُمْ ۟۠

نو پوه شه چې په رېښتيا له الله پرته (په حق سره) بل معبود نشته، او د خپلې ګناه او د نورو مومنانو نارينه وو او ښځينه وو لپاره بخښنه وغواړه، او الله ته ستاسي د ګرځېدو راګرځېدو او استوګنې ځاى معلوم دى. info
التفاسير: