আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
74 : 43

اِنَّ الْمُجْرِمِیْنَ فِیْ عَذَابِ جَهَنَّمَ خٰلِدُوْنَ ۟ۚ

بېشكه مجرمان به د جهنم عذاب كې تلپاتې اوسېدونكي وي. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 43

لَا یُفَتَّرُ عَنْهُمْ وَهُمْ فِیْهِ مُبْلِسُوْنَ ۟ۚ

هغه به نه ورباندې سپكيږي او ناهيلي به پكې پراته وي. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 43

وَمَا ظَلَمْنٰهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْا هُمُ الظّٰلِمِیْنَ ۟

او موږ څه ظلم نه دى پرې كړى، خو هغوى خپله ظالمان وو. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 43

وَنَادَوْا یٰمٰلِكُ لِیَقْضِ عَلَیْنَا رَبُّكَ ؕ— قَالَ اِنَّكُمْ مّٰكِثُوْنَ ۟

او وايي به: اې مالكه (د جهنم څوكيداره)! ستا رب دې پر موږ پرېکړه (دمرګ ) وكړي! وايي به (نه) تاسي (همدلته) ځنډېدونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 43

لَقَدْ جِئْنٰكُمْ بِالْحَقِّ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كٰرِهُوْنَ ۟

موږ خو تاسي ته حق دروړى، خو ستاسي زياتره د حق بد ګڼونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 43

اَمْ اَبْرَمُوْۤا اَمْرًا فَاِنَّا مُبْرِمُوْنَ ۟ۚ

كه نه، هغوى د يوه كار پوخ تدبير نيولى؟ نو په رېښتيا موږ هم د پاخه تدبير جوړوونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 43

اَمْ یَحْسَبُوْنَ اَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوٰىهُمْ ؕ— بَلٰی وَرُسُلُنَا لَدَیْهِمْ یَكْتُبُوْنَ ۟

يا كه هغوى ګومان كوي چې موږ يې پټې خبرې او پټې مشورې نه اورو؟ ولې نه، چې زموږ استازي يې په خوا كې (ناست) ليكل كوي. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 43

قُلْ اِنْ كَانَ لِلرَّحْمٰنِ وَلَدٌ ۖۗ— فَاَنَا اَوَّلُ الْعٰبِدِیْنَ ۟

ورته ووايه: كه د رحمان (الله) اولاد واى، نو زه خو تر ټولو لومړی لمانځونكى يم. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 43

سُبْحٰنَ رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟

د آسمانونو او ځمكې رب لره له هغه څه پاكي ده چې هغوى يې بيانوي. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 43

فَذَرْهُمْ یَخُوْضُوْا وَیَلْعَبُوْا حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ یُوْعَدُوْنَ ۟

نو پرېږده يې، خپل بحثونه او ساعت تېرى دې كوي تر څو له هغه ورځې سره يې مخامخ شي چې ژمنه وركول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 43

وَهُوَ الَّذِیْ فِی السَّمَآءِ اِلٰهٌ وَّفِی الْاَرْضِ اِلٰهٌ ؕ— وَهُوَ الْحَكِیْمُ الْعَلِیْمُ ۟

او همغه په آسمان كې هم الله دى [په حقه معبود دی] او په ځمكه كې هم الله دى او هغه حكمت والا ډېر پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 43

وَتَبٰرَكَ الَّذِیْ لَهٗ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۚ— وَعِنْدَهٗ عِلْمُ السَّاعَةِ ۚ— وَاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

او هغه ذات لوی او بركت اچولو والا دى چې هغه لره د آسمانونو، ځمكې او (ټولو) ترمنځ شيانو پاچايي ده او د قيامت پوهه همغه سره ده او تاسي هغه ته ورګرځول كيږئ. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 43

وَلَا یَمْلِكُ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهِ الشَّفَاعَةَ اِلَّا مَنْ شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ یَعْلَمُوْنَ ۟

او هغه شيان چې له الله پرته يې هغوى رابولي، د سپارښتنې هيڅ واك نه لري، پرته له هغه چې د حق شاهدي يې وېلې وي او هغوى (په زړه كې هم) پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 43

وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَهُمْ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ فَاَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟ۙ

او كه ودې پوښتل چې هغوى چا پيدا كړي، هرومرو به وايي: الله، (ښه) نو بيا كوم لور ته اړول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 43

وَقِیْلِهٖ یٰرَبِّ اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ قَوْمٌ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۘ

او (الله ته معلومه ده) د هغه دا وينا چې: زما ربه! په رېښتيا هغوى يو داسې قوم دى چې ايمان نه راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 43

فَاصْفَحْ عَنْهُمْ وَقُلْ سَلٰمٌ ؕ— فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟۠

نو مخ ترې اړوه او دا وايه چې سلام دې وي، زر به هغوى پوه شي. info
التفاسير: