আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
15 : 29

فَاَنْجَیْنٰهُ وَاَصْحٰبَ السَّفِیْنَةِ وَجَعَلْنٰهَاۤ اٰیَةً لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟

نو هغه او د بېړۍ خلک مو وژغورل او د نړيوالو لپاره مو نښانه وګرځول. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 29

وَاِبْرٰهِیْمَ اِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَاتَّقُوْهُ ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

او لیږلی و موږ ابراهيم كله چې هغه خپل قوم ته وويل: د الله بندګي وكړئ او له هغه نه وويرېږئ، دا ستاسي لپاره ډيره ښه ده كه تاسي پوهيږئ. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 29

اِنَّمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْثَانًا وَّتَخْلُقُوْنَ اِفْكًا ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَا یَمْلِكُوْنَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوْا عِنْدَ اللّٰهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوْهُ وَاشْكُرُوْا لَهٗ ؕ— اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

تاسو چې له الله پرته د چا عبادت كوئ هغه يوازې بتان دي او تاسي (هسې) درواغ جوړوئ، بې شكه له الله پرته چې د چا عبادت کوئ هغوى ستاسي لپاره د روزۍ واك نه لري، نو الله سره روزي ولټوئ او د همغه عبادت او شكر وکړئ، تاسي ټول به هغه ته ورګرځول كيږئ. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 29

وَاِنْ تُكَذِّبُوْا فَقَدْ كَذَّبَ اُمَمٌ مِّنْ قَبْلِكُمْ ؕ— وَمَا عَلَی الرَّسُوْلِ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟

او كه تاسي د دروغو نسبت كوئ نو له تاسي وړاندې ډیرو قومونو د دروغو نسبتوته كړي دي او نشته پر پيغمبر پرته له څرګند پېغام رسولو بل مسؤولیت. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 29

اَوَلَمْ یَرَوْا كَیْفَ یُبْدِئُ اللّٰهُ الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ ۟

آيا هغوى نه دي ليدلي چې الله څرنګه د پيدايښت پيل كوي، بيا يې (څنګه) دوهم ځلي كوي؟ يقيناً دا پر الله (ډېره) آسانه ده. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 29

قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ بَدَاَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللّٰهُ یُنْشِئُ النَّشْاَةَ الْاٰخِرَةَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰى كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟ۚ

ورته ووايه: په زمكه كې وګرځئ، بيا وګورئ چې پيدايښت يې څرنګه پيل كړى بيا يې وروستى ځل هم پيدا كوي بې شكه الله په هر څه قادر دى. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 29

یُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ وَیَرْحَمُ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَاِلَیْهِ تُقْلَبُوْنَ ۟

چا ته چې وغواړي عذابوي يې او چا ته چې وغواړي رحم پرې كوي او تاسي به همغه ته ورګرځول كېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 29

وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا فِی السَّمَآءِ ؗ— وَمَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟۠

او تاسي نه په زمكه كې (د هغه) بې وسه كوونكي ياست، نه په اسمان كې او تاسو لپاره له الله پرته نه كوم دوست شته او نه مرستندوى. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 29

وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَلِقَآىِٕهٖۤ اُولٰٓىِٕكَ یَىِٕسُوْا مِنْ رَّحْمَتِیْ وَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

او هغه كسان چې د الله له آيتونو او مخامخ کېدو منكر شوي، هغوى زما له رحمته ناهيلي شوي او د هغوى لپاره دردناك عذاب دى. info
التفاسير: