আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
40 : 26

لَعَلَّنَا نَتَّبِعُ السَّحَرَةَ اِنْ كَانُوْا هُمُ الْغٰلِبِیْنَ ۟

چې ښايې موږ كوډګرو پسې لاړ شو، كه چېرې هغوى برلاسي شول. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 26

فَلَمَّا جَآءَ السَّحَرَةُ قَالُوْا لِفِرْعَوْنَ اَىِٕنَّ لَنَا لَاَجْرًا اِنْ كُنَّا نَحْنُ الْغٰلِبِیْنَ ۟

نو كوډګر چې راغلل فرعون ته يې وويل: موږ ته خو به څه بدله وي كه چېرې موږ بريالي شولو؟ info
التفاسير:

external-link copy
42 : 26

قَالَ نَعَمْ وَاِنَّكُمْ اِذًا لَّمِنَ الْمُقَرَّبِیْنَ ۟

وېلې هو او بيا به تاسي (زموږ) له نېږدې كسانو ياستئ. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 26

قَالَ لَهُمْ مُّوْسٰۤی اَلْقُوْا مَاۤ اَنْتُمْ مُّلْقُوْنَ ۟

موسى ورته وويل: څه چې غورځوئ هغه وغورځوئ. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 26

فَاَلْقَوْا حِبَالَهُمْ وَعِصِیَّهُمْ وَقَالُوْا بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ اِنَّا لَنَحْنُ الْغٰلِبُوْنَ ۟

نو (له واره يې) خپلې رسۍ او لکړې (امساګانې) وغورځولې او ويې ويل: په عزت د فرعون (قسم چې) همدا موږ به بريالي يو! info
التفاسير:

external-link copy
45 : 26

فَاَلْقٰی مُوْسٰی عَصَاهُ فَاِذَا هِیَ تَلْقَفُ مَا یَاْفِكُوْنَ ۟ۚۖ

بيا موسى خپله امسا وغورځوله نو په ناڅاپي ډول هغې د هغو د دروغو كارنامې خوړلې تيرولې. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 26

فَاُلْقِیَ السَّحَرَةُ سٰجِدِیْنَ ۟ۙ

نو كوډګر (سملاسي) په سجده پرېوتل. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 26

قَالُوْۤا اٰمَنَّا بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

وېلې: موږ په رب العالمين ايمان راوړ. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 26

رَبِّ مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟

د موسى او هارون پر رب. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 26

قَالَ اٰمَنْتُمْ لَهٗ قَبْلَ اَنْ اٰذَنَ لَكُمْ ۚ— اِنَّهٗ لَكَبِیْرُكُمُ الَّذِیْ عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ ۚ— فَلَسَوْفَ تَعْلَمُوْنَ ؕ۬— لَاُقَطِّعَنَّ اَیْدِیَكُمْ وَاَرْجُلَكُمْ مِّنْ خِلَافٍ وَّلَاُوصَلِّبَنَّكُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۚ

وېلې (فرعون): (ښه) تاسي بيا د هغه ومنله مخكې لدې چې زه اجازه درته وكړم؟ خامخا همدى ستاسو هماغه مشر دى چې كوډې يې در زده كړي دي، نو زر به پوه شئ، زه به هرومرو ستاسي لاسونه او پښې چپه غوڅ كړم او ټول به په دار وځړوم. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 26

قَالُوْا لَا ضَیْرَ ؗ— اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا مُنْقَلِبُوْنَ ۟ۚ

هغوى وويل هېڅ تاوان نه دى، موږ د خپل رب لور ته ورتلونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 26

اِنَّا نَطْمَعُ اَنْ یَّغْفِرَ لَنَا رَبُّنَا خَطٰیٰنَاۤ اَنْ كُنَّاۤ اَوَّلَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ۠

او موږ هيله من يو چې زموږ رب به زموږ ګناهونه وبخښي ځكه چې موږ تر ټولو مخكې ايمان راوړی دى. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 26

وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰۤی اَنْ اَسْرِ بِعِبَادِیْۤ اِنَّكُمْ مُّتَّبَعُوْنَ ۟

او موسى ته مو وحى وكړه چې (شپه په شپه) زما بندګان درسره روان كړه، (او) تاسو به هرومرو له څټه پلټل كېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 26

فَاَرْسَلَ فِرْعَوْنُ فِی الْمَدَآىِٕنِ حٰشِرِیْنَ ۟ۚ

بيا نو فرعون (ټولو) ښارونو ته ماسلان ولېږل. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 26

اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَشِرْذِمَةٌ قَلِیْلُوْنَ ۟ۙ

چې دغه (بني اسرائيل) يوه ډله لږ كسان دي. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 26

وَاِنَّهُمْ لَنَا لَغَآىِٕظُوْنَ ۟ۙ

او بې شكه موږ يې ډېر په غوسه كړي يو. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 26

وَاِنَّا لَجَمِیْعٌ حٰذِرُوْنَ ۟ؕ

او موږ يوه چمتو بيداره ډله يو. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 26

فَاَخْرَجْنٰهُمْ مِّنْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ

پس وویستل دوی لره موږ له باغونو او چینو څخه. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 26

وَّكُنُوْزٍ وَّمَقَامٍ كَرِیْمٍ ۟ۙ

او له خزانو او ښه هستوګنځي څخه. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 26

كَذٰلِكَ ؕ— وَاَوْرَثْنٰهَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

همدارنګه وشول او بني اسرائيل مو د هغو (شيانو) وارثان وګرځول. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 26

فَاَتْبَعُوْهُمْ مُّشْرِقِیْنَ ۟

پس روان شول (فرعونیان) هغوی پسې د لمر ختو پر مهال. info
التفاسير: