আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
52 : 15

اِذْ دَخَلُوْا عَلَیْهِ فَقَالُوْا سَلٰمًا ؕ— قَالَ اِنَّا مِنْكُمْ وَجِلُوْنَ ۟

کله چې دوی ننوتل (ابراهیم -علیه السلام) ته نو وویل دوی موږ سلام کوو، هغه ورته وویل یقینا موږ له تاسي څخه ویریدونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 15

قَالُوْا لَا تَوْجَلْ اِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلٰمٍ عَلِیْمٍ ۟

نو وویل (ملاېکو) مه ویریږه بې شکه موږ زیری کوو تا ته په هلک ډیر پوه سره. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 15

قَالَ اَبَشَّرْتُمُوْنِیْ عَلٰۤی اَنْ مَّسَّنِیَ الْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُوْنَ ۟

ابراهيم علیه السلام وويل: آيا تاسي په دې زوړوالي كې ماته زېرى راكوئ؟ نو د څه زېرى راكوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
55 : 15

قَالُوْا بَشَّرْنٰكَ بِالْحَقِّ فَلَا تَكُنْ مِّنَ الْقٰنِطِیْنَ ۟

وویل (ملائکو ابراهیم -علیه السلام- ته) چې زیری کړی دی موږ تا ته په یقیني خبره نو مه کیږه ته د ناهیلي کېدونکو څخه. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 15

قَالَ وَمَنْ یَّقْنَطُ مِنْ رَّحْمَةِ رَبِّهٖۤ اِلَّا الضَّآلُّوْنَ ۟

وویل (ابراهیم -علیه السلام-) ناهیلي نه ښکاره کوي د خپل رب له رحمت څخه مګر ګمراهان. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 15

قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ اَیُّهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟

وويل (ابراهيم -علیه السلام-) نو څه دی لوی کار ستاسو ای رالیږل شویو ملاېکو. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 15

قَالُوْۤا اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمٍ مُّجْرِمِیْنَ ۟ۙ

وويل دوي بې شكه موږ رالیږل شوي د مجرمانو یو قوم پسې. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 15

اِلَّاۤ اٰلَ لُوْطٍ ؕ— اِنَّا لَمُنَجُّوْهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

يوازې د لوط علیه السلام كورنۍ مستثنا ده، هغوى ټول به موږ وژغورو. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 15

اِلَّا امْرَاَتَهٗ قَدَّرْنَاۤ ۙ— اِنَّهَا لَمِنَ الْغٰبِرِیْنَ ۟۠

پرته د هغه (لوط -علیه السلام-) له میرمنې، مقرر کړې موږ چې یقینا دا به خامخا د پاتې کیدونکی څخه وي (په عذاب کې). info
التفاسير:

external-link copy
61 : 15

فَلَمَّا جَآءَ اٰلَ لُوْطِ ١لْمُرْسَلُوْنَ ۟ۙ

نو کله چې راغلل کورنۍ د لوط -علیه السلام- ته رالیږل شوي ملائک. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 15

قَالَ اِنَّكُمْ قَوْمٌ مُّنْكَرُوْنَ ۟

نو هغه وويل: تاسپ نا اشنا ښكارېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 15

قَالُوْا بَلْ جِئْنٰكَ بِمَا كَانُوْا فِیْهِ یَمْتَرُوْنَ ۟

هغو ځواب وركړ: نه بلكې موږ له هماغه څه سره درته راغلې يو چې د هغه په راتګ كې دوی شک کاوه. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 15

وَاَتَیْنٰكَ بِالْحَقِّ وَاِنَّا لَصٰدِقُوْنَ ۟

او راوړې ده موږ تا ته حق خبره او یقینا موږ خامخا ریښتیا ویونکي یو. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 15

فَاَسْرِ بِاَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ الَّیْلِ وَاتَّبِعْ اَدْبَارَهُمْ وَلَا یَلْتَفِتْ مِنْكُمْ اَحَدٌ وَّامْضُوْا حَیْثُ تُؤْمَرُوْنَ ۟

نو بوځه کورنۍ خپله په یوه برخه د شپې کې او ورپسې شاته روان شه، او وروسته دې نه ګوري هیڅ یو کس ستاسو څخه، او ځئ تاسې هغه ځای ته چې تاسو ته حکم شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 15

وَقَضَیْنَاۤ اِلَیْهِ ذٰلِكَ الْاَمْرَ اَنَّ دَابِرَ هٰۤؤُلَآءِ مَقْطُوْعٌ مُّصْبِحِیْنَ ۟

او فیصله واوروله موږ دې ته دغه فیصله چې یقنیا د دې کسانو جرړي به پرې کړای شي په وخت د سبا کې. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 15

وَجَآءَ اَهْلُ الْمَدِیْنَةِ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟

او راغلل د ښار والا چې خوشحالي یې ښکاره کوله. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 15

قَالَ اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ ضَیْفِیْ فَلَا تَفْضَحُوْنِ ۟ۙ

(لوط علیه السلام) وويل: دوى زما مېلمانه دي، ما مه شرموئ. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 15

وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَلَا تُخْزُوْنِ ۟

له الله نه ووېرېږئ ما مه رسوا كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 15

قَالُوْۤا اَوَلَمْ نَنْهَكَ عَنِ الْعٰلَمِیْنَ ۟

دوی وویل: آیا ته مو نه یې منع کړی د خلکو (د میلمه پالنې) څخه؟ info
التفاسير: