আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পশতু অনুবাদ- মৰ্কজ ৰুওৱাদুত তাৰ্জামাহ

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
107 : 10

وَاِنْ یَّمْسَسْكَ اللّٰهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهٗۤ اِلَّا هُوَ ۚ— وَاِنْ یُّرِدْكَ بِخَیْرٍ فَلَا رَآدَّ لِفَضْلِهٖ ؕ— یُصِیْبُ بِهٖ مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ؕ— وَهُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟

او كه الله څه كړاو در ورسوي نو بيا يې له هغه پرته څوک اېسته كوونكى نشته او كه څه ښېګڼه درته وغواړي نو بيا يې د فضل ايساروونكى څوک نشته، له خپلو بندګانو هر چاته چې وغواړي ور رسوي يې او هماغه ډېر مهربان بخښونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 10

قُلْ یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَكُمُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّكُمْ ۚ— فَمَنِ اهْتَدٰی فَاِنَّمَا یَهْتَدِیْ لِنَفْسِهٖ ۚ— وَمَنْ ضَلَّ فَاِنَّمَا یَضِلُّ عَلَیْهَا ؕ— وَمَاۤ اَنَا عَلَیْكُمْ بِوَكِیْلٍ ۟ؕ

ووايه: ای خلكو! دا دى خپل رب له لوري مو حق درته راغلى دى، نو څوک چې په سمه لار برابر شي نو صرف د ځان لپاره يې سمه لار وموندله او څوک چې بې لارې شو نو بې لارې كېدل يې يوازې پر خپل ځان دي. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 10

وَاتَّبِعْ مَا یُوْحٰۤی اِلَیْكَ وَاصْبِرْ حَتّٰی یَحْكُمَ اللّٰهُ ۚ— وَهُوَ خَیْرُ الْحٰكِمِیْنَ ۟۠

او د هغه څه متابعت كوه چې تاته وحى كيږي او تر هغه صبر وكړه چې الله فيصله وكړي او هماغه ښه فيصله كوونكى دى. info
التفاسير: