আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

ضحی

ছুৰাৰ উদ্দেশ্য:
بيان عناية الله بنبيه في أول أمره وآخره.
د الله له لوري خپل نبي ته د امر په پيل او پای کې د پاملرنې بيان. info

external-link copy
1 : 93

وَالضُّحٰی ۟ۙ

الله د ورځې پر لومړۍ برخه لوړه وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 93

وَالَّیْلِ اِذَا سَجٰی ۟ۙ

او پر شپه يې لوړه وکړه، کله چې تياره شي او خلک له خوځښته پکې آرامه شي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 93

مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلٰی ۟ؕ

اې رسوله! پالونکي دې نه پرې اېښی يې او نه يې بد اېشېدلی يې، لکه مشرکان چې وايي، کله چې وحي ( د يوڅه مودې لپاره) قطع شوه. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 93

وَلَلْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لَّكَ مِنَ الْاُوْلٰی ۟ؕ

او هرو مرو ستا لپاره آخرت تر دنيا غوره دی؛ ځکه هلته داسې تلپاتې نعمتونه دي چې نه ختميږي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 93

وَلَسَوْفَ یُعْطِیْكَ رَبُّكَ فَتَرْضٰی ۟ؕ

او ژر به تاته او امت ته دې دومره لویه بدله درکړي، چې پر هغه څه به راضي شې چې تاته او ستا امت ته يې ورکړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 93

اَلَمْ یَجِدْكَ یَتِیْمًا فَاٰوٰی ۪۟

او پرته له شکه ته يې کوچنی داسې وموندلې چې پلار دې مړ و، نو تا لره يې هستوګنځی درکړ، داسې چې ستا نيکه عبدالمطلب يې درباندې مهربانه کړ، بيا ستا تره (کاکا) ابوطالب. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 93

وَوَجَدَكَ ضَآلًّا فَهَدٰی ۪۟

او په داسې حال کې يې وموندلې چې نه دې کتاب او نه دې ايمان پېژندلو، نو له دغه يې هغه څه دروښودل چې نه پرې پوهېدلې. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 93

وَوَجَدَكَ عَآىِٕلًا فَاَغْنٰی ۟ؕ

او بې وزله يې وموندلې؛ نو شتمن يې کړلې. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 93

فَاَمَّا الْیَتِیْمَ فَلَا تَقْهَرْ ۟ؕ

نو له هغه چا سره سخته معامله مه کوه چې پلار يې په کوچنيوالي کې له لاسه ورکړی وي او مه يې سپکوه. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 93

وَاَمَّا السَّآىِٕلَ فَلَا تَنْهَرْ ۟ؕ

او اړ سوالګر مه رټه. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 93

وَاَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ ۟۠

د الله د نعمتونو شکر وباسه او ښکارندويي يې کوه. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• منزلة النبي صلى الله عليه وسلم عند ربه لا تدانيها منزلة.
د نبي صلی الله عليه وسلم مرتبه د خپل پالونکي په وړاندې داسې ده چې هيڅ مرتبه ورته نېږدې کېدای نه شي. info

• شكر النعم حقّ لله على عبده.
پر نعمت شکر اېستل د الله پر خپل بنده حق دی. info

• وجوب الرحمة بالمستضعفين واللين لهم.
پر کمزورو خلکو د لورېينې لازموالی او له هغه سره نرمي کول. info