আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
10 : 92

فَسَنُیَسِّرُهٗ لِلْعُسْرٰی ۟ؕ

نو هغه لره به بد کار اسانه کړو، او د ښه کار ترسره کول به ورته سخت کړو. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 92

وَمَا یُغْنِیْ عَنْهُ مَالُهٗۤ اِذَا تَرَدّٰی ۟ؕ

او له هغه څخه به يې هغه مال چې بخيلي يې پرې کړې وه هيڅ شی ترې ايسار نه کړي کله چې هغه تباه شي او اور ته ننوځي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 92

اِنَّ عَلَیْنَا لَلْهُدٰی ۟ؗۖ

پرته له شکه پر موږ لازم دي چې د حق او باطل لارې بيان کړو. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 92

وَاِنَّ لَنَا لَلْاٰخِرَةَ وَالْاُوْلٰی ۟

او پرته له شکه چې د آخرت ژوند موږ لره دی او د دنيا ژوند هم موږ لره دی، په دواړو کې چې څنګه غواړو تصرف کوو، او له موږ پرته دا بل هيچا لره هم نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 92

فَاَنْذَرْتُكُمْ نَارًا تَلَظّٰی ۟ۚ

اې خلکو! تاسې مو له بلېدونکي اور څخه وېرولي ياست که چېرې تاسې له الله څخه سرغړونه وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 92

لَا یَصْلٰىهَاۤ اِلَّا الْاَشْقَی ۟ۙ

د دغه اور ګرمي به يوازې هغه تر ټولو بدمرغه انسان زغمي چې هغه کافر دی. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 92

الَّذِیْ كَذَّبَ وَتَوَلّٰی ۟ؕ

هغه څوک چې هغه څه يې درواغ وګڼل چې رسول صلی الله عليه وسلم ورسره راغلی و، او د الله د امرونو له منلو يې مخ واړولو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 92

وَسَیُجَنَّبُهَا الْاَتْقَی ۟ۙ

او له هغه (اوره) به د خلکو ډېر پرهېزګاره ابوبکر رضي الله عنه په څنګ کړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 92

الَّذِیْ یُؤْتِیْ مَالَهٗ یَتَزَكّٰی ۟ۚ

هغه چې خپل مال د نېکيو او له ګناهونو څخه د پاکوالي په لارو کې لګوي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 92

وَمَا لِاَحَدٍ عِنْدَهٗ مِنْ نِّعْمَةٍ تُجْزٰۤی ۟ۙ

او له خپل مال څخه چې څه لګوي د دې لپاره يې نه لګوي چې د هغه چا بدله پرې ورکړي چې پر هغه يې احسان کړی وي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 92

اِلَّا ابْتِغَآءَ وَجْهِ رَبِّهِ الْاَعْلٰی ۟ۚ

خپل مال يوازې د دې لپاره لګوي چې د هغه پالونکي خوښي يې ترلاسه کړي چې پر مخلوق يې لوړ دی. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 92

وَلَسَوْفَ یَرْضٰی ۟۠

او ژر ده چې هغه به پر هغه څه راضي شي چې الله کومه عزتمنه بدله ورکوي. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• منزلة النبي صلى الله عليه وسلم عند ربه لا تدانيها منزلة.
د نبي صلی الله عليه وسلم مرتبه د خپل پالونکي په وړاندې داسې ده چې هيڅ مرتبه ورته نېږدې کېدای نه شي. info

• شكر النعم حقّ لله على عبده.
پر نعمت شکر اېستل د الله پر خپل بنده حق دی. info

• وجوب الرحمة بالمستضعفين واللين لهم.
پر کمزورو خلکو د لورېينې لازموالی او له هغه سره نرمي کول. info