আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

شمس

ছুৰাৰ উদ্দেশ্য:
التأكيد بأطول قسم في القرآن، على تعظيم تزكية النفس بالطاعات، وخسارة دسّها بالمعاصي.
په قرآن کې تر ټولو په اوږد قسم سره تاکيد چې د نفس تزکيه (پاکي) په پيرویو او تر پښولاندې کولو زيان يې په ګناهونو سره کيږي. info

external-link copy
1 : 91

وَالشَّمْسِ وَضُحٰىهَا ۟

الله پر لمر لوړه وکړه، او له ختيځه له راختلو وروسته يې د پورته کېدلو پر وخت لوړه وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 91

وَالْقَمَرِ اِذَا تَلٰىهَا ۟

او پر سپوږمۍ يې لوړه وکړه چې د هغه له لوېدو وروسته ور پسې راشي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 91

وَالنَّهَارِ اِذَا جَلّٰىهَا ۟

او پر ورځ يې لوړه وکړه چې کله په خپله رڼا هغه څه روښانه کړي چې د ځمکې پر مخ وي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 91

وَالَّیْلِ اِذَا یَغْشٰىهَا ۟

او په شپه يې لوړه وکړه چې کله د ځمکې مخ وپوښي؛ نو تياره شي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 91

وَالسَّمَآءِ وَمَا بَنٰىهَا ۟

او پر اسمان يې لوړه وکړه، او د هغه پر پياوړي جوړښت يې لوړه وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 91

وَالْاَرْضِ وَمَا طَحٰىهَا ۟

او پر ځمکه يې لوړه او د هغې پر غوړېدو يې لوړه وکړه، تر څو خلک پرې و اوسيږي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 91

وَنَفْسٍ وَّمَا سَوّٰىهَا ۟

او پر هر نفس يې لوړه وکړه، او د الله له لوري د هغه په برابر پيدايښت يې لوړه وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 91

فَاَلْهَمَهَا فُجُوْرَهَا وَتَقْوٰىهَا ۟

بيا يې پرته له زده کړې پر هغه څه پوه کړ چې شر دي تر څو ترې ډډه وکړي، او څه چې ورته غوره دي ترڅو يې ترسره کړي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 91

قَدْ اَفْلَحَ مَنْ زَكّٰىهَا ۟

پرته له شکه هغه څوک په خپله موخه کې بريالی شو چې نفس يې پر فضايلو په ښايسته کولو او له رذائلو څخه په خالي کولو پاک کړ. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 91

وَقَدْ خَابَ مَنْ دَسّٰىهَا ۟ؕ

او هغه څوک زيانمن شو چې خپل نفس يې په ګناهونو او نارواوو کې په پټولو ښخ کړ. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 91

كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ بِطَغْوٰىهَاۤ ۟

ثموديانو په ګناهونو کې له بريده په اوښتلو او ګناه په ترسره کولو سره خپل نبي صالح درواغ وبللو. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 91

اِذِ انْۢبَعَثَ اَشْقٰىهَا ۟

کله چې له هغوی تر ټولو بدمرغه سړی پورته شو وروسته تردې چې قوم يې هغه انتخاب کړ. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 91

فَقَالَ لَهُمْ رَسُوْلُ اللّٰهِ نَاقَةَ اللّٰهِ وَسُقْیٰهَا ۟ؕ

هغوی ته يې رسول صالح عليه السلام وويل: د الله اوښه او په خپل ورځ کې يې نوبت سره پرېږدئ، چې هغې ته هيڅ زيان مه رسوئ. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 91

فَكَذَّبُوْهُ فَعَقَرُوْهَا— فَدَمْدَمَ عَلَیْهِمْ رَبُّهُمْ بِذَنْۢبِهِمْ فَسَوّٰىهَا ۟

خو هغوی يې خپل رسول د اوښې په اړه درواغجن وګڼلو، نو ترټولو بدمرغه سړي يې د هغوی په خوښه اوښه ووژله، چې هغوی هم په ګناه کې ورسره شريکان وو، نو الله پر هغوی خپل عذاب را کوز کړ، هغوی يې د خپلو ګناهونو له امله په يوه چېغه تباه کړل، او په هغه سزا کې يې سره برابر کړل چې هغوی يې پرې تباه کړل. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 91

وَلَا یَخَافُ عُقْبٰهَا ۟۠

الله پر هغوی عذاب راوستی چې هغوی يې تباه کړل پرته له دې هغه پاک ذات دی د هغوی له پاتې شوو نه بېريږي. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• أهمية تزكية النفس وتطهيرها.
د نفس د پاکوالي او سپېڅلتيا اهميت. info

• المتعاونون على المعصية شركاء في الإثم.
په ګناه کې له يو بل سره مرستندويان د هغې ګناه په سزا کې سره شريکان دي. info

• الذنوب سبب للعقوبات الدنيوية.
ګناهونه د دنيوي سزاوو لامل دي. info

• كلٌّ ميسر لما خلق له فمنهم مطيع ومنهم عاصٍ.
د هر چا لپاره هغه څه اسانه کړل شوي دي چې ورته پيداکړل شوی دی، نو ځينې پيروي کوونکي وي او ځينې ګناهکاره وي. info