আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
23 : 88

اِلَّا مَنْ تَوَلّٰی وَكَفَرَ ۟ۙ

خو له هغوی چې څوک له ايمانه مخ واړوي او پر الله او د هغه پر رسول کفر وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 88

فَیُعَذِّبُهُ اللّٰهُ الْعَذَابَ الْاَكْبَرَ ۟ؕ

نو د قيامت په ورځ به الله هغه ته لويه سزا ورکړي چې د تل لپاره به يې دوزخ ته ننباسي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 88

اِنَّ اِلَیْنَاۤ اِیَابَهُمْ ۟ۙ

پرته له شکه د هغوی له مرګ وروسته يوازې زموږ لوري ته د هغوی را ګرځېدل دي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 88

ثُمَّ اِنَّ عَلَیْنَا حِسَابَهُمْ ۟۠

بيا پرته له شکه د هغوی د کړنو حساب زموږ پر غاړه دی، نه پر تا او نه له تا پرته پر بل چا. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• فضل عشر ذي الحجة على أيام السنة.
د ذوالحجې مياشتې د لسو ورځو غوراوی د ټول کال پر ورځو. info

• ثبوت المجيء لله تعالى يوم القيامة وفق ما يليق به؛ من غير تشبيه ولا تمثيل ولا تعطيل.
د قيامت په ورځ د الله د راتګ ثبوت څرنګه چې د هغه له شان سره مناسب وي، پرته له تشبيه، تمثيل او تعطيل څخه. info

• المؤمن إذا ابتلي صبر وإن أعطي شكر.
مؤمن چې کله وازمويل شي صبر کوي او کله څه ورکړل شي شکر وباسي. info