আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

انفطار

ছুৰাৰ উদ্দেশ্য:
تحذير الإنسان من الاغترار ونسيان يوم القيامة.
د انسان له غروره او د قيامت د ورځې له هېرولو څخه ډارول. info

external-link copy
1 : 82

اِذَا السَّمَآءُ انْفَطَرَتْ ۟ۙ

او کله چې آسمان د پریښتو د راکوزیدو لپاره څيرې کړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 82

وَاِذَا الْكَوَاكِبُ انْتَثَرَتْ ۟ۙ

او کله چې ستوري تيت او شيندلي را ولوېږي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 82

وَاِذَا الْبِحَارُ فُجِّرَتْ ۟ۙ

او کله چې دريابونه يو پر بل پرانېستل شي او سره ګډوډ شي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 82

وَاِذَا الْقُبُوْرُ بُعْثِرَتْ ۟ۙ

او هر کله چې د قبرونو خاورې لاندې باندې شي د هغه چا د راپورته کېدو په موخه چې پکې دي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 82

عَلِمَتْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ وَاَخَّرَتْ ۟ؕ

هغه مهال به هر نفس پر هغه عمل پوه شي چې مخکې يې کړی دی او پر هغه څه چې ترې پاتې دی او نه يې دی کړی. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 82

یٰۤاَیُّهَا الْاِنْسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِیْمِ ۟ۙ

اې پر خپل پالونکي کافر انسانه! څه شي داسې ګرځولی يې چې د خپل پالونکي له امر سرغړونه کوې کله چې هغه مهلت درکړ او په سزا درکولو کې يې له خپل لوري د مهربانۍ له مخې بيړه ونه کړه. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 82

الَّذِیْ خَلَقَكَ فَسَوّٰىكَ فَعَدَلَكَ ۟ۙ

هغه ذات چې ته يې وروسته ستا له نشتون څخه را منځته کړی يې او بيا يې د برابرو او معتدلو غړو والا ګرځولی يې. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 82

فِیْۤ اَیِّ صُوْرَةٍ مَّا شَآءَ رَكَّبَكَ ۟ؕ

په کومه بڼه يې چې ستا پيداکول غوښتل همغسې يې پيداکړې، او پر تا يې دا پېرزوينه وکړه چې د خره، بېزو، سپي يا بل څه په شکل کې پيدا نه کړې. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 82

كَلَّا بَلْ تُكَذِّبُوْنَ بِالدِّیْنِ ۟ۙ

اې دوکه شويو خلکو! داسې نه ده لکه تاسې چې فکر کړئ، بلکې تاسې د بدلې ورځ درواغ ګڼئ؛ نو د هغې لپاره عمل نه کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 82

وَاِنَّ عَلَیْكُمْ لَحٰفِظِیْنَ ۟ۙ

او پر تاسې داسې پرېښتې ګومارل شوې چې ستاسو اعمال ساتي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 82

كِرَامًا كٰتِبِیْنَ ۟ۙ

د الله په وړاندې عزتمنې دي، ليکونکې دي چې ستاسې اعمال ليکي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 82

یَعْلَمُوْنَ مَا تَفْعَلُوْنَ ۟

پر هغو کارونو پوهيږي چې تاسې يې کوئ؛ نو ليکي يې. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 82

اِنَّ الْاَبْرَارَ لَفِیْ نَعِیْمٍ ۟ۙ

او د ډېر خير او پيروۍ کوونکي به د قيامت په ورځ په تلپاتې نعمتونو کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 82

وَاِنَّ الْفُجَّارَ لَفِیْ جَحِیْمٍ ۟ۙ

او د بې لارۍ څښتنان به په داسې اور کې وي چې پرې بليږي به. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 82

یَّصْلَوْنَهَا یَوْمَ الدِّیْنِ ۟

د بدلې په ورځ به ور ننوځي چې ګرمي به يې زغمي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 82

وَمَا هُمْ عَنْهَا بِغَآىِٕبِیْنَ ۟ؕ

او هيڅکله به له هغې پټېدونکي نه وي، بلکې تل به پکې وي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 82

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا یَوْمُ الدِّیْنِ ۟ۙ

او اې رسوله! ته څه پوه يې چې د بدلې ورځ څه ده؟!. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 82

ثُمَّ مَاۤ اَدْرٰىكَ مَا یَوْمُ الدِّیْنِ ۟ؕ

بيا ته څه پوهېږې چې د بدلې ورځ څه ده؟!. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 82

یَوْمَ لَا تَمْلِكُ نَفْسٌ لِّنَفْسٍ شَیْـًٔا ؕ— وَالْاَمْرُ یَوْمَىِٕذٍ لِّلّٰهِ ۟۠

په کومه ورځ چې هيڅوک به هيچاته ګټه نه شي رسولای، او دغه ورځ به امر ټول يوازې الله لره وي، څنګه چې غواړي تصرف به کوي، بل به هيچا لره نه وي. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• التحذير من الغرور المانع من اتباع الحق.
له هغې لویۍ څخه منع کول چې د حق د پیروۍ لامل ګرځي. info

• الجشع من الأخلاق الذميمة في التجار ولا يسلم منه إلا من يخاف الله.
بد حرص په سوداګرو کې له ناوړه خويونو څخه دی يوازې هغه څوک ترې خوندي وي چې له الله څخه وېريږي. info

• تذكر هول القيامة من أعظم الروادع عن المعصية.
د قيامت سختۍ ور په يادول له ګناه څخه تر ټولو لوی منع کوونکی دی. info