আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

عبس

ছুৰাৰ উদ্দেশ্য:
تذكير الكافرين المستغنين عن ربهم ببراهين البعث.
هغو کافرانو ته چې له خپل پالونکي مستغني (بې پروا) دي د بېرته راژوندي کولو د دلايلو په وريادولو سره. info

external-link copy
1 : 80

عَبَسَ وَتَوَلّٰۤی ۟ۙ

رسول الله صلی الله عليه وسلم وچولیتريو کړ او مخ يې وګرځولو. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 80

اَنْ جَآءَهُ الْاَعْمٰى ۟ؕ

د عبدالله بن ام مکتوم د راتلو له امله چې د لارښوونې غوښتنې يې ترې کوله، په داسې حال کې چې ړوند و، په داسې حال کې راغی چې رسول صلی الله عليه وسلم د مشرکانو له مشرانو سره د هغوی د لارښوونې په هيله بوخت و. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 80

وَمَا یُدْرِیْكَ لَعَلَّهٗ یَزَّ ۟ۙ

اې رسوله! ته څه پوهېږې کېدای شي دغه ړوند له خپلو ګناهونو ښه پاک شي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 80

اَوْ یَذَّكَّرُ فَتَنْفَعَهُ الذِّكْرٰى ۟ؕ

او يا له هغه څه پند واخلي چې له تا کوم نصيحتونه اوري او ګټه پرې واخلي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 80

اَمَّا مَنِ اسْتَغْنٰى ۟ۙ

خو کوم څوک چې د خپل مال له امله پر هغه څه له ايمان راوړلو ځان بې پروا ګڼي چې ته ورسره راغلی يې. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 80

فَاَنْتَ لَهٗ تَصَدّٰى ۟ؕ

نو ته ور مخکې کېږې او پاملرنه ورته کوې. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 80

وَمَا عَلَیْكَ اَلَّا یَزَّكّٰى ۟ؕ

او تا ته به څه ورسيږي که هغه له خپلوګناهونو الله ته په توبه اېستلو پاک نه شي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 80

وَاَمَّا مَنْ جَآءَكَ یَسْعٰى ۟ۙ

او څوک چې د ښېګڼې په لټه کې په منډه منډه درته راشي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 80

وَهُوَ یَخْشٰى ۟ۙ

او هغه له خپل پالونکي وېريږي هم. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 80

فَاَنْتَ عَنْهُ تَلَهّٰى ۟ۚ

نو ته ورڅخه ځان پر بل چا د مشرکانو په مشرانو بوختوې. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 80

كَلَّاۤ اِنَّهَا تَذْكِرَةٌ ۟ۚ

امر داسې نه دی، بلکې دا يوازې يو نصيحت او يادونه ده د هغه چا لپاره چې قبلوي يې. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 80

فَمَنْ شَآءَ ذَكَرَهٗ ۟ۘ

نو څوک چې غواړي چې الله يې يادونه وکړي، او پر هغه څه پند واخلي چې په دغه قرآن کې دي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 80

فِیْ صُحُفٍ مُّكَرَّمَةٍ ۟ۙ

نو دغه قرآن له پرېښتو سره په عزتمنو پاڼو کې دی. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 80

مَّرْفُوْعَةٍ مُّطَهَّرَةٍ ۟ۙ

په لوړ ځای کې لوړې مرتبې والا دي، پاکې دي چې چټلي او ناپاکي نه ور رسيږي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 80

بِاَیْدِیْ سَفَرَةٍ ۟ۙ

او هغه له پرېښتو څخه د استازو په لاس کې دي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 80

كِرَامٍ بَرَرَةٍ ۟ؕ

د خپل پالونکي پر وړاندې يې عزتمنې دي، چې زياتې ښېګڼه کوونکې او پيروي کوونکې دي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 80

قُتِلَ الْاِنْسَانُ مَاۤ اَكْفَرَهٗ ۟ؕ

پر کافر انسان دې لعنت وي، څومره پر الله سخت کفر کوي! info
التفاسير:

external-link copy
18 : 80

مِنْ اَیِّ شَیْءٍ خَلَقَهٗ ۟ؕ

د څه شي څخه الله تعالی پیدا کړی دی چې دی په زمکه کې لویي او پر الله کفر کوي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 80

مِنْ نُّطْفَةٍ ؕ— خَلَقَهٗ فَقَدَّرَهٗ ۟ۙ

له لږو اوبو يې پيداکړ، نو بيا يې هغه له يوحالت وروسته پر بل حالت پيداکړ. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 80

ثُمَّ السَّبِیْلَ یَسَّرَهٗ ۟ۙ

بيا هغه لره له دغو پړاوونو څخه د مور له ګېډې د وتلو لار آسانه کړه. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 80

ثُمَّ اَمَاتَهٗ فَاَقْبَرَهٗ ۟ۙ

بيا وروسته تر هغه چې څومره عمر يې په ژوند کې ورته ټاکلی و هغه يې مړ کړ، او هغه لره يې قبر وګرځولو تر څو تر بېرته را پورته کېدو پورې پکې پاتې شي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 80

ثُمَّ اِذَا شَآءَ اَنْشَرَهٗ ۟ؕ

بيا چې کله وغواړي د حساب او بدلې لپاره يې را پاڅوي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 80

كَلَّا لَمَّا یَقْضِ مَاۤ اَمَرَهٗ ۟ؕ

امر داسې نه دی لکه دغه کافر يې چې فکر کوي چې هغه څه يې ترسره کړي کوم چې د خپل پالونکي لخوا پرې لازم و، هغه څه يې نه دي ترسره کړي چې الله کوم فرائض پرې واجب کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 80

فَلْیَنْظُرِ الْاِنْسَانُ اِلٰى طَعَامِهٖۤ ۟ۙ

نو پر الله کفر کوونکی انسان دې هغو خوړو ته وګوري چې خوري يې چې څه ډول يې ترلاسه کوي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 80

اَنَّا صَبَبْنَا الْمَآءَ صَبًّا ۟ۙ

چې اصل يې له آسمانه په ځواک او زيادت سره ورېدلی باران دی. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 80

ثُمَّ شَقَقْنَا الْاَرْضَ شَقًّا ۟ۙ

بيا مو ځمکه څيرلې ده؛ چې له شينګياوو چاودلې ده. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 80

فَاَنْۢبَتْنَا فِیْهَا حَبًّا ۟ۙ

نو په هغې کې مو له غنمو، جوارو او نورو شيانو دانې را شنې کړې دي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 80

وَّعِنَبًا وَّقَضْبًا ۟ۙ

او په هغې کې مو انګور را شنه کړي او لانده سابه تر څو يې د څارويو لپاره واښه شي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 80

وَّزَیْتُوْنًا وَّنَخْلًا ۟ۙ

او زيتون او د خرما ونې مو پکې را شنې کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 80

وَّحَدَآىِٕقَ غُلْبًا ۟ۙ

او د زياتو ونو والا باغونه مو پکې را شنه کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 80

وَّفَاكِهَةً وَّاَبًّا ۟ۙ

او په هغې کې مو مېوې را شنې کړې، او هغه څو مو پکې را شنه کړي دي چې ستاسو څاروي پکې څري. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 80

مَّتَاعًا لَّكُمْ وَلِاَنْعَامِكُمْ ۟ؕ

ستاسې د ګټې لپاره، او ستاسو د څارويو د ګټې لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 80

فَاِذَا جَآءَتِ الصَّآخَّةُ ۟ؗ

کله چې هغه لويه چېغه راشي چې غوږونه کڼوي او هغه دويم پوکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 80

یَوْمَ یَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ اَخِیْهِ ۟ۙ

په کومه ورځ چې انسان له خپله وروره تښتي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 80

وَاُمِّهٖ وَاَبِیْهِ ۟ۙ

او له خپلې مور او پلاره به تښتي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 80

وَصَاحِبَتِهٖ وَبَنِیْهِ ۟ؕ

او له خپلې مېرمنې او اولادونو به تښتي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 80

لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ یَوْمَىِٕذٍ شَاْنٌ یُّغْنِیْهِ ۟ؕ

له هغوی به هر يو لره داسې حالت وي چې له بل څخه يې بوخت کړی وي په دغه ورځ کې د سخت عذاب له امله. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 80

وُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ مُّسْفِرَةٌ ۟ۙ

د نېکانو مخونه به په دغه ورځ کې روښانه وي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 80

ضَاحِكَةٌ مُّسْتَبْشِرَةٌ ۟ۚ

خوشحاله خندېدونکي به وي پر هغه څه چې الله هغوی لره له خپلې لورېينې څه چمتو کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 80

وَوُجُوْهٌ یَّوْمَىِٕذٍ عَلَیْهَا غَبَرَةٌ ۟ۙ

په دغه ورځ به د بدبختانو پر مخونو ګرد وي. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• عتاب الله نبيَّه في شأن عبد الله بن أم مكتوم دل على أن القرآن من عند الله.
د الله له لوري د خپل نبي ملامتول د عبدالله بن ام مکتوم په حق کې پر دې خبره دليل دی چې قرآن د الله له لوري دی. info

• الاهتمام بطالب العلم والمُسْتَرْشِد.
د طالب العلم او هدايت غوښتونکي حالت ته پاملرنه کول. info

• شدة أهوال يوم القيامة حيث لا ينشغل المرء إلا بنفسه، حتى الأنبياء يقولون: نفسي نفسي.
د قيامت د ورځې د حالاتو سختوالی په داسې ډول چې هرڅوک به يوازې پر ځان بوخت وي، تر دې چې نبيان به هم وايي: نفسي نفسي.(زما ځان زما ځان). info

external-link copy
41 : 80

تَرْهَقُهَا قَتَرَةٌ ۟ؕ

توروالي به پټ کړي وي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 80

اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْكَفَرَةُ الْفَجَرَةُ ۟۠

پر دغه حالت متصف خلک همدغه کسان هغه څوک دي چې د کفر او بې لارۍ تر منځ يې جمعوالی کړی دی. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• حَشْر المرء مع من يماثله في الخير أو الشرّ.
د هر انسان په خير او شر کې له ورته انسان سره را پاڅېدل. info

• إذا كانت الموءُودة تُسأل فما بالك بالوائد؟ وهذا دليل على عظم الموقف.
کله چې له ژوندۍ خښې شوې ماشومې څخه پوښتنه کيږي؛ نو د خښوونکي حال به يې څه وي؟ دا د دريځ(د الله پر وړاندې د ودریدلو) پر لوی والي دليل دی. info

• مشيئة العبد تابعة لمشيئة الله.
د بنده خوښه د الله د خوښې تابع وي. info