আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

نجم

ছুৰাৰ উদ্দেশ্য:
إثبات صدق الوحي وأنه من عند الله.
د وحې د رېښتينولۍ اثبات او دا چې هغه د الله له لورې ده. info

external-link copy
1 : 53

وَالنَّجْمِ اِذَا هَوٰی ۟ۙ

په ستوري قسم چې كله وغورځيږي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 53

مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوٰی ۟ۚ

محمد-صلی الله علیه وسلم- نه د حق د لارې څخه کوږ شوی او نه یې د حق خلاف کړی لیکن هغه د رشد[هدایت] خاوند دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 53

وَمَا یَنْطِقُ عَنِ الْهَوٰی ۟ؕۚ

او نه پر دغه قرآن د خپل هوس د پيروۍ له مخې خبرې کوي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 53

اِنْ هُوَ اِلَّا وَحْیٌ یُّوْحٰی ۟ۙ

دغه قرآن نه دی مګر داسې وحي چې الله يې د جبرئيل له لارې وحي کوي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 53

عَلَّمَهٗ شَدِیْدُ الْقُوٰی ۟ۙ

هغه ته ځواکمنې پرېښتې ورښوولې ده چې هغه جبرئيل عليه السلام دی. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 53

ذُوْ مِرَّةٍ ؕ— فَاسْتَوٰی ۟ۙ

جبرئيل عليه السلام د ښکلي هيئت څښتن دی، نو بيا هغه عليه السلام نبي صلی الله عليه وسلم ته په خپل هغه شکل ښکاره ودرېدی چې الله پرې پيداکړی و. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 53

وَهُوَ بِالْاُفُقِ الْاَعْلٰی ۟ؕ

او جبرئيل د آسمان پر اوچتو څنډو و. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 53

ثُمَّ دَنَا فَتَدَلّٰی ۟ۙ

بيا جبرئيل عليه السلام نبي صلی الله عليه وسلم ته نېږدې شو، بيا نو رهم ور نېږدې شو. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 53

فَكَانَ قَابَ قَوْسَیْنِ اَوْ اَدْنٰی ۟ۚ

نو هغه ته يې ور نېږدېوالی د دوو لېنديو او يا تر هغه هم زيات و. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 53

فَاَوْحٰۤی اِلٰی عَبْدِهٖ مَاۤ اَوْحٰی ۟ؕ

نو جبرئيل د الله بنده محمد صلی الله عليه وسلم ته هغه څه وحي کړل څه يې چې وحي کړل. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 53

مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَاٰی ۟

د محمد صلی الله عليه وسلم زړه په هغه څه کې درواغ نه دي ويلي چې ليدلي يې و. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 53

اَفَتُمٰرُوْنَهٗ عَلٰی مَا یَرٰی ۟

ای مشرکانو! په هغه څه کې ورسره شخړه کوئ چې الله په هغه شپه ورښودلي چې په کومه شپه يې بولی و. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 53

وَلَقَدْ رَاٰهُ نَزْلَةً اُخْرٰی ۟ۙ

او پرته له شکه محمد صلی الله عليه وسلم جبرئيل په خپل شکل کې يوځل بل هم ليدلی و په هغه شپه چې بوول شوی و. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 53

عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهٰی ۟

د بېرې ونې له پای سره هغه ونه چې ډېره لويه ده په اووم آسمان کې ده. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 53

عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَاْوٰی ۟ؕ

له هغې ونې سره جنت الماوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 53

اِذْ یَغْشَی السِّدْرَةَ مَا یَغْشٰی ۟ۙ

کله چې د الله له امره لوی څه شي بېره پټه کړې وه، چې پرحقيقت يې يوازې الله پوهېږی. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 53

مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغٰی ۟

د هغه صلی الله عليه وسلم سترګې نه ښي او کيڼ لوري ته کږې شوې او نه له هغه ټاکلي بريده واوښتې. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 53

لَقَدْ رَاٰی مِنْ اٰیٰتِ رَبِّهِ الْكُبْرٰی ۟

پرته له شکه محمد صلی الله عليه وسلم په کومه شپه چې پورته کړل شو د خپل پالونکي داسې لويې نښانې وليدې چې د هغه پر قدرت يې دلالت کولو، جنت يې وليده، اور يې وليده او داسې نور. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 53

اَفَرَءَیْتُمُ اللّٰتَ وَالْعُزّٰی ۟ۙ

ای مشرکانو! تاسو دغه بوتان ليدلي چې له الله پرته يې لمانځئ: لات او عزی؟ info
التفاسير:

external-link copy
20 : 53

وَمَنٰوةَ الثَّالِثَةَ الْاُخْرٰی ۟

او ستاسو له بوتانو څخه دريم منات. خبر راکړئ آيا هغوی تاسو لره د څه ګټې او تاوان واک لري؟! info
التفاسير:

external-link copy
21 : 53

اَلَكُمُ الذَّكَرُ وَلَهُ الْاُ ۟

ای مشرکانو! تاسو لره به زامن وي چې مينه ورسره لرئ او هغه لره به لوڼې وي چې تاسو کرکه ترې کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 53

تِلْكَ اِذًا قِسْمَةٌ ضِیْزٰی ۟

دغه وېش چې تاسو يې د خپلو هوسونو له مخې کوئ ډېر ظالمانه دی. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 53

اِنْ هِیَ اِلَّاۤ اَسْمَآءٌ سَمَّیْتُمُوْهَاۤ اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمْ مَّاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ بِهَا مِنْ سُلْطٰنٍ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَمَا تَهْوَی الْاَنْفُسُ ۚ— وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مِّنْ رَّبِّهِمُ الْهُدٰی ۟ؕ

دغه بوتان نه دي مګر داسې له معنا خالي نومونه چې د الوهيت په صفتونو کې هغوی لره هيڅ برخه نشته، تاسو او پلرونو مو له خپل ځانه پرې اېښي دي، الله پرې هيڅ دليل نه دی نازل کړی، مشرکان په خپله عقيده کې يوازې د ګومان او هغه څه پيروي کوي چې زړونه يې غواړي او شيطان يې په زړنو کې ښايسته کړي دي، او پرته له شکه د هغوی د پالونکي له لوري لارښوونه د هغه د نبي صلی الله عليه وسلم په ژبه ورته راغله، خو هغوی په سمه لار نه شول. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 53

اَمْ لِلْاِنْسَانِ مَا تَمَنّٰی ۟ؗۖ

آيا (کافر) انسان ته به د الله پر وړاندې د بوتانو هغه سپارښتنه وي چې هيله يې لري؟! info
التفاسير:

external-link copy
25 : 53

فَلِلّٰهِ الْاٰخِرَةُ وَالْاُوْلٰی ۟۠

داسې نه ده، هغه لره به هغه څه نه وي چې هيله يې کوي، يوازې الله لره آخرت او دنيا دي، له هغو دواړو به هغه څه ورکوي چې غواړي يې او هغه څه به ترې ايساروي چې غواړي يې. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 53

وَكَمْ مِّنْ مَّلَكٍ فِی السَّمٰوٰتِ لَا تُغْنِیْ شَفَاعَتُهُمْ شَیْـًٔا اِلَّا مِنْ بَعْدِ اَنْ یَّاْذَنَ اللّٰهُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَرْضٰی ۟

او په آسمانونو کې څومره پرېښتې دي چې هغوی ته يې سپارښتنه هيڅ ګټه نه شي رسولای، که چېرې هغوی وغواړي د يو چا لپاره سپارښت وکړي مګر وروسته تردې چې الله له هغوی څخه د چا لپاره وغواړي چې د سپارښت اجازه ورکړي، او د چا سپارښت چې کيږي له هغه خوښ وي، نو هيڅکله به الله د هغه چا د سپارښت اجازه ور نه کړي چې شرک يې کړی وي، او هيڅکله به له هغه چا راضي هم نه شي چې سپارښت يې کيږي خو هغه له الله پرته د بل چا عبادت کوي. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• كمال أدب النبي صلى الله عليه وسلم حيث لم يَزغْ بصره وهو في السماء السابعة.
د نبي صلی الله عليه وسلم له بشپړ ادب څخه دا هم و چې سترګې يې هيڅ وانه ړولې په داسې حال کې چې هغه په اووم آسمان کې و. info

• سفاهة عقل المشركين حيث عبدوا شيئًا لا يضر ولا ينفع، ونسبوا لله ما يكرهون واصطفوا لهم ما يحبون.
د مشرکانو د عقل کموالی چې د داسې څه عبادت يې کړی چې نه زيان رسولای شي او نه ګټه، او الله ته يې د هغه نسبت کړی چې هغوی يې بد ګڼي او ځانونو ته يې هغه څه غوره کړي چې خوښوي يې. info

• الشفاعة لا تقع إلا بشرطين: الإذن للشافع، والرضا عن المشفوع له.
سپارښت په دوو شرطونو کېدای شي: چې د سپارښت کوونکي لپاره اجازه وشي. او د چا سپارښت چې کيږي له هغه څخه سپارښت منونکی راضي وي. info

external-link copy
27 : 53

اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ لَیُسَمُّوْنَ الْمَلٰٓىِٕكَةَ تَسْمِیَةَ الْاُ ۟

پرته له شکه هغه کسان چې د آخرت پر کور کې په بېرته را ژوندي کېدو باور نه لري، هرومرو د خپلې عقيدې له مخې پر پرېښتو ښځينه نومونه ږدي چې ګواکې هغوی د الله لوڼې دي، الله د هغوی له وينا ډېر لوړ دی. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 53

وَمَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ ۚ— وَاِنَّ الظَّنَّ لَا یُغْنِیْ مِنَ الْحَقِّ شَیْـًٔا ۟ۚ

او هغوی لره پرې د ښځينه نومونو په اېښودلو کې کومه داسې پوهه هم نشته چې استناد پرې وکړي، په دغه کې يوازې د اټکل او وهم پيروي کوي، او پرته له شکه ګومان د حق پر وړاندې هيڅ ګټه نه شي رسولای ترڅو يې ځای ناستی شي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 53

فَاَعْرِضْ عَنْ مَّنْ تَوَلّٰی ۙ۬— عَنْ ذِكْرِنَا وَلَمْ یُرِدْ اِلَّا الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ؕ

نو ای رسوله! له هغه چا مخ واړوه چې د الله له ياده يې مخ اړولی او پروا يې نه کوي، او د دنيا له ژوند پرته بل څه نه غواړي، نو هغه د آخرت لپاره هيڅ نه کوي، ځکه هغه پرې ايمان نه لري. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 53

ذٰلِكَ مَبْلَغُهُمْ مِّنَ الْعِلْمِ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ وَهُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدٰی ۟

دا څه چې دغه مشرکان يې وايي چې پر پرېښتو د ښځينه نومونه ږدي هغه يې د پوهې داسې وروستی بريد دی چې ايله ور رسيږي ځکه هغوی ناپوه دي، باور ته نه شي رسېدلای، پرته له شکه ای رسوله! الله پر هغه چا ښه پوه دی چې د حق له لارې اوښتونکی دی، او پر هغه چا هم ښه پوه دی چې د هغه لار يې غوره کړې ده، له دغه هيڅ هم ترې نه شي پټېدلای. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 53

وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ۙ— لِیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اَسَآءُوْا بِمَا عَمِلُوْا وَیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا بِالْحُسْنٰی ۟ۚ

او د ملکيت، پيدايښت او تدبير له پلوه يوازې الله لره دي څه چې په آسمانونو او څه چې په ځمکه کې دي، ترڅو هغو کسانو ته چې په دنيا کې يې بدکارونه کړي د هغه څه بدله ورکړي چې د کوم عذاب وړ ګرځېدلي دي، او هغو مؤمنانو ته په جنت سره بدله ورکړي چې ښه کارونه يې کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 53

اَلَّذِیْنَ یَجْتَنِبُوْنَ كَبٰٓىِٕرَ الْاِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ اِلَّا اللَّمَمَ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِكُمْ اِذْ اَنْشَاَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ وَاِذْ اَنْتُمْ اَجِنَّةٌ فِیْ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ ۚ— فَلَا تُزَكُّوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقٰی ۟۠

هغه کسان چې له لويو ګناهونو او ناوړه نارواوو لرې کيږي، مګر کله کوچني ګناهونه ترې کيږي، نو دغه به د لويو ګناهونو په پرېښودلو او زياتو پيرويو په کولو ورته بخښل کيږي، بېشکه ستا پالونکی اې رسوله د پراخه بخښنې څښتن دی، د بنده ګانو ګناهونه يې بښي کله چې هغوی توبه ترې وباسي، همغه پاک ذات ستاسو پر حالاتو او چارو ډېر پوه دی کله يې چې ستاسې پلار آدم له خاورې پيداکړ او کله چې تاسې د ميندو په ګېډو کې مو بار وئ، له يو پيدايښت وروسته په بل پيدايښت بدلېدلئ، له دغه هيڅ هم له هغه پټ نه دي، نو ځانونه مو د تقوی صفت په درلودلو سره مه ستايئ، همغه پاک ذات دی چې پر هغه چا ډېر پوه دی څوک چې د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ځان ساتي.
info
التفاسير:

external-link copy
33 : 53

اَفَرَءَیْتَ الَّذِیْ تَوَلّٰی ۟ۙ

آيا د هغه چا بد حالت دې وليدئ چې اسلام ته تر نېږدې کېدو وروسته يې مخ ترې واړولو. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 53

وَاَعْطٰی قَلِیْلًا وَّاَكْدٰی ۟

او لږ مال يې ورکړ بيا يې نور ايسار کړ، ځکه بخل د هغه عادت و، له دغه سره هغه د ځان پاکي بيانوي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 53

اَعِنْدَهٗ عِلْمُ الْغَیْبِ فَهُوَ یَرٰی ۟

ايا له هغه سره د پټو پوهه ده چې پټ ويني او په اړه يې خبرې کوي؟! info
التفاسير:

external-link copy
36 : 53

اَمْ لَمْ یُنَبَّاْ بِمَا فِیْ صُحُفِ مُوْسٰی ۟ۙ

يا هغه پر الله درواغ تړونکی دی؟! او يا دغه د درواغو تړونکی پر هغه څه نه دی خبر کړل شوی چې په هغو لومړنيو پاڼو کې و چې الله پر موسی نازلې کړې دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
37 : 53

وَاِبْرٰهِیْمَ الَّذِیْ وَ ۟ۙ

او د هغه ابراهيم په پاڼو کې چې هغه څه يې ادا کړل چې پالونکي يې پرې مکلف کړی و او بشپړ يې کړل. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 53

اَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ۟ۙ

دا چې يو انسان به د بل ګناه پر غاړه نه وړي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 53

وَاَنْ لَّیْسَ لِلْاِنْسَانِ اِلَّا مَا سَعٰی ۟ۙ

او دا چې انسان ته يوازې د خپل هغه کړي عمل بدله ده. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 53

وَاَنَّ سَعْیَهٗ سَوْفَ یُرٰی ۟

او پرته له شکه عمل به يې د قيامت ورځ ژر مخامخ وليدل شي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 53

ثُمَّ یُجْزٰىهُ الْجَزَآءَ الْاَوْفٰی ۟ۙ

بيا به پرته له کموالي د عمل بدله يې بشپړه ورکړی شي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 53

وَاَنَّ اِلٰی رَبِّكَ الْمُنْتَهٰی ۟ۙ

او دا چې ای رسوله! د بندګانو له خپل مرګ وروسته ستا پالونکي ته ورګرځېدل او ورتګ دی. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 53

وَاَنَّهٗ هُوَ اَضْحَكَ وَاَبْكٰی ۟ۙ

اودا چې هغه چاته وغواړي خوشحالوي يې نو خندوي يې او چاته چې وغواړي خپه کوي يې نو ژړوي يې. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 53

وَاَنَّهٗ هُوَ اَمَاتَ وَاَحْیَا ۟ۙ

او دا چې هغه په دنيا کې ژوندي مړه کوي او په بېرته را پاڅولو مړي را ژوندي کوي. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• انقسام الذنوب إلى كبائر وصغائر.
د ګناهونو لويو او کوچنيو ته وېش. info

• خطورة التقوُّل على الله بغير علم.
پرته له پوهې پر الله د درواغ تړلو خطر. info

• النهي عن تزكية النفس.
له ځان پاک بيانولو څخه منع. info

external-link copy
45 : 53

وَاَنَّهٗ خَلَقَ الزَّوْجَیْنِ الذَّكَرَ وَالْاُ ۟ۙ

اودا چې هغه دوه ډولونه پيداکړي: نارينه او ښځينه. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 53

مِنْ نُّطْفَةٍ اِذَا تُمْنٰی ۪۟

له مني څخه کله چې په رحم کې کښېښودل شي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 53

وَاَنَّ عَلَیْهِ النَّشْاَةَ الْاُخْرٰی ۟ۙ

او دا چې پر هغه د خپلو دواړو مخلوقاتو د هغوی له مړينې وروسته په بيا را ژوندي کولو را ګرځول دي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 53

وَاَنَّهٗ هُوَ اَغْنٰی وَاَقْنٰی ۟ۙ

اودا چې هغه له خپلوبندګانو چاته وغواړي د مال په څښتن ګرځولو سره يې شتمن کوي، او له ماله هغه څه ورکوي چې خلک د پانګې په ډول پانګونه پرې کوي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 53

وَاَنَّهٗ هُوَ رَبُّ الشِّعْرٰی ۟ۙ

او هغه د شعری پالونکی دی، چې هغه يو ستوری دی، ځينو مشرکانو به له الله پرته لمانځلو.
info
التفاسير:

external-link copy
50 : 53

وَاَنَّهٗۤ اَهْلَكَ عَادَا ١لْاُوْلٰی ۟ۙ

او دا چې هغه لومړني عاديان تباه کړل، چې هغه د هود قوم و کله يې چې پر کفر ټينګار وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 53

وَثَمُوْدَاۡ فَمَاۤ اَبْقٰی ۟ۙ

او د صالح قوم ثموديان يې تباه کړل، نو له هغوی يې هيڅوک پرې نښودل. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 53

وَقَوْمَ نُوْحٍ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا هُمْ اَظْلَمَ وَاَطْغٰی ۟ؕ

او د عاد او ثمود له قوم مخکې يې د نوح قوم تباه کړ، بېشکه د نوح قوم د ظلم له پلوه ډېر سخت و، او د عاد او ثمود له قومونو لوی سرکښه و، ځکه نوح په هغوی کې پنځوس کم زر کاله پاتې شو او هغوی يې د الله يووالي ته رابلل، خو هغوی يې خبره ونه منله. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 53

وَالْمُؤْتَفِكَةَ اَهْوٰی ۟ۙ

او د لوط د قوم کلی يې آسمان ته پورته کړ، بيا سرچپه کړ، بيا ځمکې ته را وغورځولو. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 53

فَغَشّٰىهَا مَا غَشّٰی ۟ۚ

بيا يې پټ کړل او ډبرې يې ور ورسولې په هغه څه يې چې آسمان ته له پورته کولو او ځمکې ته تر راغورځولو وروسته و. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 53

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكَ تَتَمَارٰی ۟

نو د خپل پالونکي پر کومو نښانو چې د هغه پر ځواک دلالت کوونکې دي ای انسانه! ته شخړه کوې چې پند نه پرې اخلې؟! info
التفاسير:

external-link copy
56 : 53

هٰذَا نَذِیْرٌ مِّنَ النُّذُرِ الْاُوْلٰی ۟

دغه رسول چې تاسو ته در لېږل شوی دی د پخوانيو رسولانو له جنسه دی. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 53

اَزِفَتِ الْاٰزِفَةُ ۟ۚ

نېږدې قيامت نېږدې شو. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 53

لَیْسَ لَهَا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ كَاشِفَةٌ ۟ؕ

هغه لره کوم داسې ايساروونکی نشته چې ايسار يې کړي، او له الله پرته نه کوم خبر ورکوونکی شته چې په اړه يې خبر ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 53

اَفَمِنْ هٰذَا الْحَدِیْثِ تَعْجَبُوْنَ ۟ۙ

نو آيا له دغه قرآنه چې پر تاسو لوستل کيږي تعجب کوئ چې د الله له لوري دی؟! info
التفاسير:

external-link copy
60 : 53

وَتَضْحَكُوْنَ وَلَا تَبْكُوْنَ ۟ۙ

او پر هغه د ملنډو له کبله خاندئ، او د هغو د پندونو د اورېدو پر مهال ژاړئ نه؟! info
التفاسير:

external-link copy
61 : 53

وَاَنْتُمْ سٰمِدُوْنَ ۟

او تاسو له هغه بې خبره ياست، پروا يې نه کوئ؟! info
التفاسير:

external-link copy
62 : 53

فَاسْجُدُوْا لِلّٰهِ وَاعْبُدُوْا ۟

نو يوازې الله ته سجده وکړئ، او يوازې هغه لره عبادت وکړئ. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• عدم التأثر بالقرآن نذير شؤم.
له قرآن څخه نه اغېزمن کېدل د وېروونکي بد فالي ده. info

• خطر اتباع الهوى على النفس في الدنيا والآخرة.
پر نفس د هوس د پيروي خطر په دنيا او آخرت کې. info

• عدم الاتعاظ بهلاك الأمم صفة من صفات الكفار.
د نورو امتونو له تباهۍ پند نه اخېستل د کافرانو له صفتونو يو صفت دی. info