আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
52 : 51

كَذٰلِكَ مَاۤ اَتَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا قَالُوْا سَاحِرٌ اَوْ مَجْنُوْنٌ ۟۫

د دغو مکې د خلکو د درواغ ګڼلو غوندې پخوانيو امتونو ته به چې هم کله د الله له لوري رسول راغی هغوی به درواغجن ګڼلو او ويل به يې: هغه يا کوډګر دی او يا لېونی دی. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 51

اَتَوَاصَوْا بِهٖ ۚ— بَلْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُوْنَ ۟ۚ

آيا پخوانيو کافرانو او وروستنيو يې يوبل ته د رسولانو پر درواغ ګڼلو سپارښتنه کړې وه؟! نه، بلکې پر دغه څه د هغوی سرکښۍ يوځای کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 51

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ فَمَاۤ اَنْتَ بِمَلُوْمٍ ۟ؗ

ای رسوله! له دغو درواغ ګڼوکو مخ واړوه، ته ملامت نه يې، پرته له شکه تا هغه څه ورته ورسول چې د رسولو امر يې درته شوی و. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 51

وَّذَكِّرْ فَاِنَّ الذِّكْرٰی تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

له هغوی مخ اړول دې تا د هغوی له وعظ او نصيحته څخه منع نه کړي راګرځوي، هغوی ته وعظ کوه او نصيحت، ځکه نصيحت پر الله ايمان لرونکو خلکو ته ګټه رسوي. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 51

وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنِ ۟

او ما پېريان او انسانان يوازې د خپلو لمانځلو لپاره پيداکړي دي، د دې لپاره مې نه دې پيداکړي چې ما لره شريک ونيسي. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 51

مَاۤ اُرِیْدُ مِنْهُمْ مِّنْ رِّزْقٍ وَّمَاۤ اُرِیْدُ اَنْ یُّطْعِمُوْنِ ۟

له هغوی نه روزي غواړم او نه له هغوی غواړم چې ماته خواړه راکړي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 51

اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِیْنُ ۟

پرته له شکه همغه الله خپلو بندګانو ته ښه روزي ورکوونکی دی، ټول د هغه روزي ته اړ دي، د پياوړي ځواک څښتن دی هيڅوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، ټول پېريان او انسانان د هغه پاک ذات ځواک ته غاړه اېښودونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 51

فَاِنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا ذَنُوْبًا مِّثْلَ ذَنُوْبِ اَصْحٰبِهِمْ فَلَا یَسْتَعْجِلُوْنِ ۟

نو ای رسوله! هغو کسانو چې ستا په درواغجن ګڼلو سره يې پر ځانونو ظلم کړی د عذاب برخه يې د خپلو پخوانيو ملګرو غوندې ده، هغه لره ټاکلې نېټه ده، نو له هغه نېټې مخکې دې له ما څخه په بيړه غوښتنه نه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 51

فَوَیْلٌ لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ یَّوْمِهِمُ الَّذِیْ یُوْعَدُوْنَ ۟۠

نو تباهي او زياان دی هغو کسانو لره چې پر الله يې کفر کړی او خپل رسول يې د هغه قيامت د ورځې په اړه درواغجن ګڼلی چې په هغه ورځ کې پر هغوی د عذاب د را ښکته کېدو ژمنه ورسره کيږي. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• الكفر ملة واحدة وإن اختلفت وسائله وتنوع أهله ومكانه وزمانه.
کفر يو ملت دی که څه هم لارې بېلې شي، خلک، ځای او زمانه يې بېله بېله وي. info

• شهادة الله لرسوله صلى الله عليه وسلم بتبليغ الرسالة.
د الله د خپل رسول صلی الله عليه وسلم لپاره د هغه د رسالت پر رسونه شاهدي ورکول. info

• الحكمة من خلق الجن والإنس تحقيق عبادة الله بكل مظاهرها.
د پېريانو او انسانانو په پيدايښت کې موخه دا وه چې په هر ډول د الله عبادت ترسره شي. info

• سوف تتغير أحوال الكون يوم القيامة.
ژر ده چې د قيامت په ورځ به د کايناتو حالات بدلون ومومي. info