আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
48 : 43

وَمَا نُرِیْهِمْ مِّنْ اٰیَةٍ اِلَّا هِیَ اَكْبَرُ مِنْ اُخْتِهَا ؗ— وَاَخَذْنٰهُمْ بِالْعَذَابِ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

او فرعون او د هغه د قوم سردارانو ته مو چې هر دليل د هغه څه په صحت ورښودلو چې موسی عليه السلام ورسره راغلی و يو به تر هغه بل مخکېني لوی و، او هغوی مو په دنيا کې په عذاب ونيول، په دې هيله چې له هغه څه راوګرځي چې پر کوم کفر وو، خو هيڅ ګټه يې ونه کړه. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 43

وَقَالُوْا یٰۤاَیُّهَ السّٰحِرُ ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِنْدَكَ ۚ— اِنَّنَا لَمُهْتَدُوْنَ ۟

نو هغوی ته چې کله ځينې عذاب ورسېدلو موسی ته يې وويل: اې کوډګره پالونکی دې زموږ لپاره راوبوله ستا لپاره د هغه څه په يادولو سره چې عذاب به لرې کړي که موږ ايمان راوړ، بېشکه موږ هرومرو هغه ته لارموندونکي يو که يې له موږ عذاب پورته کړ. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 43

فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ اِذَا هُمْ یَنْكُثُوْنَ ۟

نو کله چې به مو له هغوی عذاب اېسته کړ، سمد ستي به يې ژمنې ماتولې او نه به پرې درېدل. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 43

وَنَادٰی فِرْعَوْنُ فِیْ قَوْمِهٖ قَالَ یٰقَوْمِ اَلَیْسَ لِیْ مُلْكُ مِصْرَ وَهٰذِهِ الْاَنْهٰرُ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِیْ ۚ— اَفَلَا تُبْصِرُوْنَ ۟ؕ

فرعون په خپل قوم کې پر خپله پاچايي د وياړ په توګه په دې ويلو نارې کړې: ای زما قومه، آيا د مصر پاچايي او دغه د نيل نهرونه چې زما تر ماڼيو لاندې بهيږي زما نه دي؟ نو آيا زما پاچايي نه وينئ او زما لويي نه پېژنئ؟!. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 43

اَمْ اَنَا خَیْرٌ مِّنْ هٰذَا الَّذِیْ هُوَ مَهِیْنٌ ۙ۬— وَّلَا یَكَادُ یُبِیْنُ ۟

نو زه له موسی غوره يم چې شړل شوی کمزوری دی داسې دی چې خبرې هم سمې نه شي کولای. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 43

فَلَوْلَاۤ اُلْقِیَ عَلَیْهِ اَسْوِرَةٌ مِّنْ ذَهَبٍ اَوْ جَآءَ مَعَهُ الْمَلٰٓىِٕكَةُ مُقْتَرِنِیْنَ ۟

نو ولې الله پر هغه کس چې را لېږلی یې دی د سرو زرو وښي نه دي اچولي، تر څو دا خبره په ډاګه کړي چې هغه يې رسول دی، او يا پرېښتې نه دي ورسره راغلې چې ځينې يې په ځينو پسې وای. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 43

فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهٗ فَاَطَاعُوْهُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا قَوْمًا فٰسِقِیْنَ ۟

نو فرعون يې خپل قوم وهڅولو، هغوی يې په لارورکۍ کې پيروي وکړه، بېشکه هغوی داسې قوم وو چې د الله له پيروۍ وتونکي وو. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 43

فَلَمَّاۤ اٰسَفُوْنَا انْتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَاَغْرَقْنٰهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

نو کله چې هغوی پر کفر د خپل دهمیشوالي له امله موږ په غوسه کړو، له هغوی مو غچ واخيست، هغوی ټول مو ډوب کړل. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 43

فَجَعَلْنٰهُمْ سَلَفًا وَّمَثَلًا لِّلْاٰخِرِیْنَ ۟۠

نو فرعون او د هغه سرداران مو مخکښان وګرځول چې له خلکو مخکې کېدل، او ستا د قوم کافران پر هغوی پسې دي، او هغوی مو د هغه چا لپاره پند وګرځول چې پند اخلي، تر څو د هغوی غوندې عمل ونه کړي، چې هغه څه به ور ورسيږي چې هغوی ته ور رسېدلي و. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 43

وَلَمَّا ضُرِبَ ابْنُ مَرْیَمَ مَثَلًا اِذَا قَوْمُكَ مِنْهُ یَصِدُّوْنَ ۟

کله چې مشرکانو ګمان وکړ چې هغه عیسی کوم چې نصاراوو يې عبادت کړی د الله تعالی په دغه وينا کې داخل دی: بېښکه تاسو او د څه چې تاسو پرته له الله عبادت کوئ د دوزخ خس دي، تاسې هغه لره ورتلونکي یاست، حال دا چې الله د هغه له عبادته منع کړې وه، لکه څنګه يې چې د بتانو له عبادته منع کړې وه، نو دغه مهال به دې اې رسوله قوم په شخړه کې شور کوي او چېغې به وهي په دې ويلو سره: موږ خوښ يو چې زموږ معبودان د عيسی غوندې وي، نو الله پر هغوی د رد کولو سره دغه آيت نازل کړ، بېشکه هغه كسان چې د هغوى لپاره زموږ لخوا نېكمرغي مخكې (ليكل) شوې ده، نو هغوې به له هغه لرې كړى شوي وي.
info
التفاسير:

external-link copy
58 : 43

وَقَالُوْۤا ءَاٰلِهَتُنَا خَیْرٌ اَمْ هُوَ ؕ— مَا ضَرَبُوْهُ لَكَ اِلَّا جَدَلًا ؕ— بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُوْنَ ۟

او هغوی وويل: آيا زموږ معبودان غوره دي او که عيسی؟! ابن الزبعری او د هغه غوندې خلکو چې دغه بېلګه درته وړاندې کړه دا حق ته د رسېدو د مينې له امله نه وه، بلکې د جګړې د مينې له امله وه، نو هغوی داسې قوم دی چې پرجګړه يې طبيعت جوړ کړی شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 43

اِنْ هُوَ اِلَّا عَبْدٌ اَنْعَمْنَا عَلَیْهِ وَجَعَلْنٰهُ مَثَلًا لِّبَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

د مريم زوی عيسی يوازې د الله له بندګانو يو بنده دی چې موږ پر هغه د نبوت او رسالت پېرزوينه کړې ده، او هغه مو د بني اسرائيلو لپاره بېلګه ګرځولی چې د الله پر قدرت استدلال پرې کوي کله يې چې هغه پرته له پلاره پيداکړ، لکه څنګه يې چې آدم پرته له مور او پلاره پيداکړی. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 43

وَلَوْ نَشَآءُ لَجَعَلْنَا مِنْكُمْ مَّلٰٓىِٕكَةً فِی الْاَرْضِ یَخْلُفُوْنَ ۟

ای د آدم اولاده که موږ ستاسو تباه کول غوښتي وای، نو تاسو به مو تباه کړي وای او ستاسو بدل به مو پرېښتې په ځمکه کې ستاسو ځای ناستي ګرځولې وای، چې د الله عبادت به يې کولو او له هغه سره به يې هيڅ هم نه شريکولای. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• نَكْث العهود من صفات الكفار.
د ژمنو ماتول د کافرانو له صفتونو څخه دي. info

• الفاسق خفيف العقل يستخفّه من أراد استخفافه.
فاسق سړی سپک عقل والا وي هر څوک چې يې سپکاوی وغواړي سپکوي يې. info

• غضب الله يوجب الخسران.
د الله غوسه زيان را منځته کوي. info

• أهل الضلال يسعون إلى تحريف دلالات النص القرآني حسب أهوائهم.
د لارورکۍ څښتنان د خپلو هوسونو سره سم د قرآني نص د دلالتونو د بدلولو لوري ته هڅه کوي. info