আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

external-link copy
77 : 28

وَابْتَغِ فِیْمَاۤ اٰتٰىكَ اللّٰهُ الدَّارَ الْاٰخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِیْبَكَ مِنَ الدُّنْیَا وَاَحْسِنْ كَمَاۤ اَحْسَنَ اللّٰهُ اِلَیْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِی الْاَرْضِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُحِبُّ الْمُفْسِدِیْنَ ۟

او کوم مالونه چې الله درکړي د هغو په بدل کې په آخرت کې څه ثواب ولټوه، داسې چې د خير په لارو کې يې ولګوه او همدارنګه له خوراک، څښاک، جامو او نورو نعمتونو څخه دې خپله برخه هم مه هېروه، خو چې د زيات لګښت بريد او لويۍ بريد ته نه وي رسېدلې، او له خپل پالونکي او د هغه له بندګانو سره ښه معامله کوه لکه څنګه چې الله پاک ستاسره ښه کړي دي او په ځمکه کې د ګناهونو په ترسره کولو او پيرويو په پرېښودلو ورانکاری مه کوه، بېشکه الله پر دغه څه په ځمکه کې ورانکاري نه خوښوي بلکې بد يې ګڼي. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• تعاقب الليل والنهار نعمة من نعم الله يجب شكرها له.
د شپې او ورځې يو په بل پسې راتلل د الله له نعمتونو يو نعمت دی چې هغه لره يې شکر اېستل واجب دي. info

• الطغيان كما يكون بالرئاسة والملك يكون بالمال.
سرکښي لکه څنګه چې د مشرۍ او پاچايۍ له امله کيږي همدارنګه د مال له امله هم کيږي. info

• الفرح بَطَرًا معصية يمقتها الله.
د لويۍ له امله خوشحالي کول ګناه ده چې الله پرې په غوسه کيږي. info

• ضرورة النصح لمن يُخاف عليه من الفتنة.
د هغه چا لپاره د نصيحت اړتيا چې په اړه يې د فتنې وېره وي. info

• بغض الله للمفسدين في الأرض.
په ځمکه کې دوران کاروسره دالله تعالی بغض[بدګڼل] info