আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

external-link copy
81 : 21

وَلِسُلَیْمٰنَ الرِّیْحَ عَاصِفَةً تَجْرِیْ بِاَمْرِهٖۤ اِلَی الْاَرْضِ الَّتِیْ بٰرَكْنَا فِیْهَا ؕ— وَكُنَّا بِكُلِّ شَیْءٍ عٰلِمِیْنَ ۟

او تابع کړې مو وه سلیمان لره هوا د تېزو الوتلو والا چې روانېده به د هغه په امر کله چې به یې ورته امر وکړ د شام ځمکې ته هغه چې مونږ پکې برکت اچولی و د دې وجې نه چې مونږ په دې کې کوم پېغمبران لېږلي وو، او د دې وجې نه چې په دې کې څومره برکتونه خواره کړی شوي، او مونږ په هر یو شي باندې پوهه یو، هیڅ څیز په مونږ باندې د دې نه پټ نشي پاتي کېدلی. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• فعل الخير والصلاة والزكاة، مما اتفقت عليه الشرائع السماوية.
د خیر د کارونو کول او ادا کول د لمانځه او ورکول د زکات، د هغو کارونو څخه دي چې ټول اسماني دېنونه پرې متفق دي. info

• ارتكاب الفواحش سبب في وقوع العذاب المُسْتَأْصِل.
د ګناهونو کول د بیخ ایستونکي عذاب د راتللو سبب دی. info

• الصلاح سبب في الدخول في رحمة الله.
نېکي د الله تعالی په رحمت کې د ننوتلو سبب دی. info

• الدعاء سبب في النجاة من الكروب.
دعا د تکلېفونو او مصېبتونو څخه د بچ کېدلو سبب دی. info