আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

external-link copy
38 : 21

وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

او په تلوار سره وايي کافران هغوی چې انکار کوونکي دي د بېرته راژوندي کېدلو نه:کله به وي هغه بېرته راژوندي کېدل چې تاسې یې زمونږ سره ژمنه کوئ -ای مسلمانانو- که چېرته تاسې ريښتوني یاستئ په هغه څه کې چې تاسې دعوه کوئ د واقع کېدلو؟! info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• بيان كفر من يستهزئ بالرسول، سواء بالقول أو الفعل أو الإشارة.
د هغه چا د کفر بیان چې په پېغمبر باندې مسخرې کوي، برابره خبره ده که په وينا سره وي او یا عملي وي او يا په اشارې سره وي. info

• من طبع الإنسان الاستعجال، والأناة خلق فاضل.
د انسان په طبېعت کې تلوار دی، او حوصله کول ډیر غوره اخلاق دي. info

• لا يحفظ من عذاب الله إلا الله.
د الله تعالی د عذابه هیڅوک څوک نشي بچ کولی مګر الله تعالی یې بچ کولی شي. info

• مآل الباطل الزوال، ومآل الحق البقاء.
د باطل اخري انجام زوال دی، او د حق انجام پاتې کېدل دي. info