আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

external-link copy
124 : 2

وَاِذِ ابْتَلٰۤی اِبْرٰهٖمَ رَبُّهٗ بِكَلِمٰتٍ فَاَتَمَّهُنَّ ؕ— قَالَ اِنِّیْ جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ اِمَامًا ؕ— قَالَ وَمِنْ ذُرِّیَّتِیْ ؕ— قَالَ لَا یَنَالُ عَهْدِی الظّٰلِمِیْنَ ۟

او هغه وخت یاد کړه چې الله تعالی ابراهیم علیه السلام د څه احکامو او سپارښتنو په تر سره کولو سره وازمایه، نو هغه په ښه بڼه او پوره توګه (هغه چارې) تر سره کړې، نو الله تعالی خپل پیغمبر ابراهیم ته وویل: زه تا د خلکو لپاره پېشوا او امام ګرځوم، څو خلک ستا د کړنو او اخلاقو پیروي وکړي، ابراهیم علیه السلام وویل: اې پالونکیه! زما له اولادې څخه هم مخکښان او امامان وګرځوه چې خلک یې پیروي وکړي، نو الله تعالی ورته په ځواب کې وویل: زما ژمنه په دین کې د امامت او پېشوا ګرځولو ستا د اولادې ظالمانو ته نه رسېږي. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• أن المسلمين مهما فعلوا من خير لليهود والنصارى؛ فلن يرضوا حتى يُخرجوهم من دينهم، ويتابعوهم على ضلالهم.
که مسلمانان له د یهودیانو او عیسویانو سره هر څومره نیکې وکړي نو هیڅکله به هم دوی ترې خوشاله نه شي، تر څو یې د خپل دین څخه ونه باسي او په ګمراهۍ کې یې پیروي و نه کړي. info

• الإمامة في الدين لا تُنَال إلا بصحة اليقين والصبر على القيام بأمر الله تعالى.
په دین کې امامت نه شي تر لاسه کېدی، مګر په سم باور لرلو او د الله تعالی اوامرو منلو کې په صبر کولو سره تر لاسه کېږي. info

• بركة دعوة إبراهيم عليه السلام للبلد الحرام، حيث جعله الله مكانًا آمنًا للناس، وتفضّل على أهله بأنواع الأرزاق.
د ابراهیم علیه السلام د دعا برکت چې د مکې ښار ته یې کړې وه، او الله تعالی خلکو ته د امن ښار وګرځوله، او پر اوسېدونکو یې د هر ډول روزۍ لورینه وکړه. info