আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
77 : 19

اَفَرَءَیْتَ الَّذِیْ كَفَرَ بِاٰیٰتِنَا وَقَالَ لَاُوْتَیَنَّ مَالًا وَّوَلَدًا ۟ؕ

آیا ته خبر یې -ای پېغمبره- په حال د هغه کس چې کفر یې کړی زمونږ په- دلېلونو او زمونږ د عذاب نه یې انکار کړی او وايي: که چېرته زه مړ شم او بېرته راژوندی شم نو خامخا راکول کیږي به ما ته ډیر مال او بچي. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 19

اَطَّلَعَ الْغَیْبَ اَمِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمٰنِ عَهْدًا ۟ۙ

آیا دی خبر دی په غېبو نو وايي هغه څه چې وايي یې په دلېل سره؟! او که نیولی یې دی د خپل رب سره لوظ چې خامخا به یې جنت ته داخلوي، او خامخا دې لره به مال او بچي ورکوي؟! info
التفاسير:

external-link copy
79 : 19

كَلَّا ؕ— سَنَكْتُبُ مَا یَقُوْلُ وَنَمُدُّ لَهٗ مِنَ الْعَذَابِ مَدًّا ۟ۙ

هیڅ کله داسې نه ده لکه دې چې ګومان کوي، خامخا لېکو به مونږ هغه څه چې دا یې وایي او کوي یې، او زیاتوو به مونږ دې لره عذاب دپاسه د خپل عذابه د هغه باطل د وجې چې دی یې دعوه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 19

وَّنَرِثُهٗ مَا یَقُوْلُ وَیَاْتِیْنَا فَرْدًا ۟

او په مېراث به واخلو مونږ د دې نه هغه مال او اولاد چې ده پریښودی وروسته د هلاکولو زمونږ نه دې لره او راځي به مونږ ته د قیامت په ورځ یواځې په داسې حال کې چې اخیستل شوي به وي د دې نه هغه مال او منزله چې دې پرې مزې کولې. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 19

وَاتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اٰلِهَةً لِّیَكُوْنُوْا لَهُمْ عِزًّا ۟ۙ

او نیولي دي مشرکېنو د ځان لپاره معبودان پرته له الله تعالی نه؛ د دې لپاره چې شي دوی لره مددګاران او مرسته کوونکي چې دوی د هغوی پواسطه کامیاب شي. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 19

كَلَّا ؕ— سَیَكْفُرُوْنَ بِعِبَادَتِهِمْ وَیَكُوْنُوْنَ عَلَیْهِمْ ضِدًّا ۟۠

هیچیرې داسې نه ده لکه دوی چې ګومان کوي، نو پس دا معبودان چې دوی یې د الله تعالی نه پرته بندګي کوي خامخا انکار به وکړي د مشرکېنو د بندګۍ نه دوی لره د قیامت په ورځ، او د دوی نه به بېزاره شي او د دوی دښمنان به شي. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 19

اَلَمْ تَرَ اَنَّاۤ اَرْسَلْنَا الشَّیٰطِیْنَ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ تَؤُزُّهُمْ اَزًّا ۟ۙ

ایا ته نه ګورې -ای پېغمبره- چې یقېنا مونږ رالېږلي شیطانان، او مسلط کړي مو دي په کافرانو باندې چې تیزوي (خوټ کوي) دوی لره ګناهونو ته او د الله تعالی د دین نه منع کولو ته په تیزولو سره. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 19

فَلَا تَعْجَلْ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّمَا نَعُدُّ لَهُمْ عَدًّا ۟ۚ

نو بس ته تلوار مه کوه- ای پېغمبره- په غوښتلو د الله تعالی نه زر هلاکت د دوی، یقینا مونږ شمېرو عمرونه د دوی په شمېرلو سره، تر دې چې ختم شي وخت د مهلت ورکولو د دوی نو مونږ به سزا ورکړو دوی ته هغه چې دوی یې مستحق دي. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 19

یَوْمَ نَحْشُرُ الْمُتَّقِیْنَ اِلَی الرَّحْمٰنِ وَفْدًا ۟ۙ

اې رسوله! د قيامت ورځ په ياد کړه، هغه ورځ چې ځان ساتونکي به يې خپل پالونکي ته د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره ډلې ډلې په درناوي او عزت غونډوو.
info
التفاسير:

external-link copy
86 : 19

وَّنَسُوْقُ الْمُجْرِمِیْنَ اِلٰی جَهَنَّمَ وِرْدًا ۟ۘ

او به شړو کافران جهنم ته تږي. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 19

لَا یَمْلِكُوْنَ الشَّفَاعَةَ اِلَّا مَنِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمٰنِ عَهْدًا ۟ۘ

طاقت نه لري دا کافران د سپارش کولو د یو بل لپاره مګر هغه څوک چې اخیستی ئې وي د الله تعالی په نیزد په دنیا کې لوظ په ایمان سره په هغه باندې او د هغه په پېغمبرانو باندې. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 19

وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمٰنُ وَلَدًا ۟ؕ

او وايي یهود او نصاری او ځینې مشرکین: نیولی دی رحمان ذات ځوی. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 19

لَقَدْ جِئْتُمْ شَیْـًٔا اِدًّا ۟ۙ

یقینا تاسې راتلل کړي -ای د دې خبري کوونکو خلکو- خبري ډیرې درنې او لویې ته. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 19

تَكَادُ السَّمٰوٰتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنْشَقُّ الْاَرْضُ وَتَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّا ۟ۙ

نږدي دي چې اسمانونه وچوي له دې بدې وینا څخه، او نږدې ده چې ځمکه راپریوځي، او نږدې ده چې غرونه راوغورځیږي. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 19

اَنْ دَعَوْا لِلرَّحْمٰنِ وَلَدًا ۟ۚ

دا ټول د دې وجې نه چې دوی رحمان ذات ته د زوی نسبت کوي، اوچت دی الله تعالی د دې خبرې نه ډیر اوچت. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 19

وَمَا یَنْۢبَغِیْ لِلرَّحْمٰنِ اَنْ یَّتَّخِذَ وَلَدًا ۟ؕ

او نه ده مناسب رحمان ذات لره چې ونیسي زوي ځکه چې هغه پاک دی د دې کار نه. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 19

اِنْ كُلُّ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ اِلَّاۤ اٰتِی الرَّحْمٰنِ عَبْدًا ۟ؕ

هر هغه څوک چې له پرېښتو، انسانانو او پېريانو په آسمانونو او ځمکه کې دي د قيامت په ورځ به يې پالونکي ته په عاجزۍ راځي.
info
التفاسير:

external-link copy
94 : 19

لَقَدْ اَحْصٰىهُمْ وَعَدَّهُمْ عَدًّا ۟ؕ

یقینا الله تعالی دوی په خپل علم کې راګیر کړي، او شمیرلی یې دي دوی په شمیرلو سره، نو پټ نشي پاتې کیدلی په دې باندې د دوی نه هیڅ شی. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 19

وَكُلُّهُمْ اٰتِیْهِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فَرْدًا ۟

او د قیامت په ورځ به هر یو د دوی څخه الله تعالی ته یواځې راځي چې څوک مددګار به ورسره نه وي او مال به ورسره هم نه وي. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• تدل الآيات على سخف الكافر وسَذَاجة تفكيره، وتَمَنِّيه الأماني المعسولة، وهو سيجد نقيضها تمامًا في عالم الآخرة.
ایتونه دلالت کوي په کم عقلۍ د کافر او په کمزوري فکر د هغه، او په بې ځایه خوندورو ارمانونو کولو د هغه، او زر دی چې دې به په اخرت کې د دې برعکس شیان وګوري. info

• سلَّط الله الشياطين على الكافرين بالإغواء والإغراء بالشر، والإخراج من الطاعة إلى المعصية.
الله تعالی شیطانان په کافرانو مسلط کړي په سرکشه کولو او تیزي ورکولو په شر سره، او په وتلو د تابعدارۍ نه د ګناه طرف ته. info

• أهل الفضل والعلم والصلاح يشفعون بإذن الله يوم القيامة.
د فضل، علم او اصلاح والا خلک به د قیامت په ورځ د الله تعالی په حکم سپارش کوي. info