আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

external-link copy
64 : 17

وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُمْ بِصَوْتِكَ وَاَجْلِبْ عَلَیْهِمْ بِخَیْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِی الْاَمْوَالِ وَالْاَوْلَادِ وَعِدْهُمْ ؕ— وَمَا یَعِدُهُمُ الشَّیْطٰنُ اِلَّا غُرُوْرًا ۟

او سپک کړه څوک چې ته سپک ګڼلی شې د دوی نه په خپلې بلنې سره د ګناه طرف ته، او راوبله په دوی باندې خپل سواره او پیاده هغوی چې ستا تابعدارۍ کولو ته بلنه کوونکي دي، او شریک شه د دوی سره په مالونو د دوی کې په ښایسته کولو د هر یو کار چې د شریعت مخالف وي، او شریک شه د دوی سره د دوی په بچو کې په نسبت کولو د دوی بل چا ته په دروغو سره، او په راوړلو د دوی په زنا سره، او د دوی نسبت د بندګۍ کولو غیر الله ته په وخت د نوم کیښودلو کې، او ښایسته کړه دوی لره د دروغو وعدې او باطلې ارزوګانې، او وعده نه کوي د دوی سره شیطان مګر وعدې د دروغو هغه چې دوی دوکه کوي. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• من رحمة الله بالناس عدم إنزاله الآيات التي يطلبها المكذبون حتى لا يعاجلهم بالعقاب إذا كذبوا بها.
په خلکو باندې د الله تعالی د رحمت نه دا دي چې هغه معجزې نه رالیږي کومې چې دروغجنان خلک غواړي هسې نه چې په تلوار سره ورته سزا ورنه کړي کله چې دوی هغه دروغ وګڼي. info

• ابتلى الله العباد بالشيطان الداعي لهم إلى معصية الله بأقواله وأفعاله.
الله تعالی بندګان په شیطان باندې ازمایلي هغه شیطان چې رابلونکی دی د الله تعالی نافرمانۍ ته په خپلو ویناګانو او کارونو سره. info

• من صور مشاركة الشيطان للإنسان في الأموال والأولاد: ترك التسمية عند الطعام والشراب والجماع، وعدم تأديب الأولاد.
د شیطان د انسان سره په مال او بچو کې د شریکوالي د مثالونو نه دا دي: بسم الله نه ویل د خوراک او څښاک او کوروالي په وخت کې، او بچو ته ادب نه ورکول. info