আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

পৃষ্ঠা নং:close

external-link copy
119 : 16

ثُمَّ اِنَّ رَبَّكَ لِلَّذِیْنَ عَمِلُوا السُّوْٓءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابُوْا مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ وَاَصْلَحُوْۤا اِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟۠

بیا یقینا ستا رب -ای پېغمبره- هغو کسانو لره چې بدۍ کوي او له انجام څخه یې ناخبره وي او اګر که هغوی یې قصدا کوي، بیا توبه وباسي الله تعالی ته وروسته د بدیو د کولو نه، او برابر کړي خپل د فساد والا عملونه، یقینا ستا رب وروسته د توبې نه خامخا بخنه کوونکی د دوی د ګناهونو دی، په دوی باندې مهربانه دی. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 16

اِنَّ اِبْرٰهِیْمَ كَانَ اُمَّةً قَانِتًا لِّلّٰهِ حَنِیْفًا ؕ— وَلَمْ یَكُ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟ۙ

یقینا ابراهیم -علیه السلام- داسې یو شخص وو چې ټول د خیر صفتونه پکې راجمع شوي وو، همیشه د خپل رب تابعداري کوونکی و، مایله و د ټولو دینونو نه یواځې اسلام دین ته، او هیڅکله د مشرکینو له ډلې څخه نه و. info
التفاسير:

external-link copy
121 : 16

شَاكِرًا لِّاَنْعُمِهٖ ؕ— اِجْتَبٰىهُ وَهَدٰىهُ اِلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

او هغه شکر کوونکی و د الله تعالی د هغو نعمتونو چې په هغه یې کړي وو، الله تعالی پیغمبرۍ لره غوره کړی و، او د اسلام برابرې لارې ته یې رسولی و. info
التفاسير:

external-link copy
122 : 16

وَاٰتَیْنٰهُ فِی الدُّنْیَا حَسَنَةً ؕ— وَاِنَّهٗ فِی الْاٰخِرَةِ لَمِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟ؕ

او ورکړې وه مونږ هغه لره په دنیا کې پیغمبري او ښایسته ستاینه او نیک بچي، او یقینا دې به په اخرت کې خامخا د کامیابانو څخه وي هغوی چې الله تعالی ورته په جنت کې لوړې درجې تیارې کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
123 : 16

ثُمَّ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ اَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ اِبْرٰهِیْمَ حَنِیْفًا ؕ— وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِیْنَ ۟

بیا مونږ تا ته وحي وکړه -ای پیغمبره- چې تابعداري وکړه د دین د ابراهیم -علیه السلام- په توحید کې او په بې زارۍ کې د مشرکینو نه او په دعوت کې الله تعالی ته او په عمل کولو کې د هغه په شریعت باندې، داسې چې مایل وو د ټولو دینونو نه د اسلام دین ته، او هیڅکله د مشرکینو له ډلې څخه نه و لکه څرنګه چې مشرکین ګمان کوي، بلکې یواځې الله تعالی لره بندګي کوونکی و. info
التفاسير:

external-link copy
124 : 16

اِنَّمَا جُعِلَ السَّبْتُ عَلَی الَّذِیْنَ اخْتَلَفُوْا فِیْهِ ؕ— وَاِنَّ رَبَّكَ لَیَحْكُمُ بَیْنَهُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كَانُوْا فِیْهِ یَخْتَلِفُوْنَ ۟

یقینا کیښودل شوی وو تعظیم د خالي (شنبي) د ورځي په فرضي ډول سره په هغو یهودیانو چې په دې کې یې اختلاف کړی و؛ د دې لپاره چې دوی په دې کې د خپلو کارونو څخه بندګۍ ته وزګار شي وروسته له دې چې دوی بې لارې شوي و د جمعې د ورځې نه هغه چې دوی ته پکې د وزګارتیا امر شوی و، او یقینا ستا رب -ای پیغمبره- خامخا فیصله به کوي د دې اختلاف کوونکو په منځ کې د قیامت په ورځ په هغه څه کې چې دوی پکې اختلاف کاوه، نو بدله به ورکړي هر چا ته د هغه مناسب. info
التفاسير:

external-link copy
125 : 16

اُدْعُ اِلٰی سَبِیْلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ وَهُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ ۟

دعوت کوه -ای پیغمبره- د اسلام دین ته ته او هغه څوک چې ستا تابعداري یې کړې د مومنانو څخه مناسب د دعوت کوونکې د حال سره او د هغه د پوهې او غاړې کیښودلو سره او په وعظ سره چې زیری او ویره پکې وي، او جواب ورکړه دوی ته په هغې طریقې چې هغه ډیره غوره وي په اعتبار د وینا او فکر او طریقې سره، نو نشته په تا باندې هدایت د خلکو، بلکې په تا باندې رسول د دین دی، یقینا ستا رب هغه ډیر پوهه دی په هغه چا چې هغه بې لارې شوی وي د اسلام د دین نه، او هغه ډیر پوهه دی په هدایت موندونکو، نو ته خپل ځان مه مړ کوه په دوی باندې د غم او خفګان له وجې نه. info
التفاسير:

external-link copy
126 : 16

وَاِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوْا بِمِثْلِ مَا عُوْقِبْتُمْ بِهٖ ؕ— وَلَىِٕنْ صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَیْرٌ لِّلصّٰبِرِیْنَ ۟

او که چیرته تاسې اراده لرئ د بدلې اخیستلو د خپل دښمن نه نو سزا ورکړئ هغوی ته د هغه کار په شان چې ستاسې سره یې کړی وي پرته له زیاتي کولو نه، او که چیرته تاسې صبر وکړئ د هغوی د سزا ورکولو نه سره د قدرت لرلو په دې سزا ورکولو سره نو یقینا دا کار ډیر غوره دی صبر کوونکو ته ستاسې نه د انتقام اخیستلو نه د هغوی په سزا ورکولو سره. info
التفاسير:

external-link copy
127 : 16

وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ اِلَّا بِاللّٰهِ وَلَا تَحْزَنْ عَلَیْهِمْ وَلَا تَكُ فِیْ ضَیْقٍ مِّمَّا یَمْكُرُوْنَ ۟

او صبر کوه -ای پیغمبره- په هغو تکلیفونو چې تا ته دررسیږي د دوی له طرفه، او نه دی توفیق د صبر کولو ستا مګر د الله تعالی په توفیق سره دی تا ته، او ته مه غمجن کیږه د کافرانو د مخ اړولو د وجې نه ستا څخه، او تنګه دې نشي سینه ستا د هغو چلونو او دوکو د وجې نه چې دوی یې کوي. info
التفاسير:

external-link copy
128 : 16

اِنَّ اللّٰهَ مَعَ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا وَّالَّذِیْنَ هُمْ مُّحْسِنُوْنَ ۟۠

یقینا الله تعالی د هغو کسانو سره دی چې د هغه نه ویریږي په پریښودلو د ګناهونو سره، او هغه کسان چې احسان کوونکي دي په کولو د نیکیو سره، او په عملي کولو د هغه څه سره چې امر ورته پرې شوی، نو الله تعالی خاص د هغوی سره دی په مرسته کولو او تایید کولو سره. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• اقتضت رحمة الله أن يقبل توبة عباده الذين يعملون السوء من الكفر والمعاصي، ثم يتوبون ويصلحون أعمالهم، فيغفر الله لهم.
د الله تعالی د رحمت تقاضا داده چې د خپلو هغو بندګانو توبه قبوله کړي چې بدۍ کوي د کفر او ګناهونو څخه، بیا توبه وباسي او خپل اعمال برابروي، نو الله تعالی دوی ته بخنه کوي. info

• يحسن بالمسلم أن يتخذ إبراهيم عليه السلام قدوة له.
مسلمان سره دا ښه ښکاري چې ابراهیم -علیه السلام- خپل پیشوا وګرځوي. info

• على الدعاة إلى دين الله اتباع هذه الطرق الثلاث: الحكمة، والموعظة الحسنة، والمجادلة بالتي هي أحسن.
د الله تعالی لارې ته دعوت کوونکو باندې لازمه ده چې دا درې طریقې وکاروي: حکمت (پوښ علم)، ښایسته نصیحت، او په ښې طریقې سره جوابونه ورکول (مباحثه کول). info

• العقاب يكون بالمِثْل دون زيادة، فالمظلوم منهي عن الزيادة في عقوبة الظالم.
سزا به هم مثل وي پرته له زیاتي کولو، ځکه چې مظلوم هم د زیاتي کولو څخه منعه شوی ظالم لره په سزا ورکولو کې. info