আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

یوسف

ছুৰাৰ উদ্দেশ্য:
الاعتبار بلطف تدبير الله لأوليائه وتمكينهم، وحسن عاقبتهم.
د الله اولیاوو ته د هغه د مهربانۍ له مخې؛ چارسموونې او د هغوی ښه عاقبت ته اعتبار دی. info

external-link copy
1 : 12

الٓرٰ ۫— تِلْكَ اٰیٰتُ الْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟۫

الر) د دغو او دېته ورته تورو په اړه بحث د بقرې سورت په پیل کې تېر شو. دغه آيتونه چې په دغه سورت کې نازل کړل شوي دي د څرګند قرآن له آيتونو څخه دي چې پر هغه مشتمل دی. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 12

اِنَّاۤ اَنْزَلْنٰهُ قُرْءٰنًا عَرَبِیًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟

بېشکه موږ قرآن په عربي ژبه نازل کړی دی تر څو ای عربو تاسو يې په معناوو پوه شئ. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 12

نَحْنُ نَقُصُّ عَلَیْكَ اَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَاۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ هٰذَا الْقُرْاٰنَ ۖۗ— وَاِنْ كُنْتَ مِنْ قَبْلِهٖ لَمِنَ الْغٰفِلِیْنَ ۟

ای رسوله! موږ پر تا غوره کيسې بيانوو د هغو د رېښتينولۍ، د هغو د الفاظو د سلامتۍ او بلاغت له امله چې دغه قرآن مو درباندې نازل کړی دی او بېشکه ته د هغه له نازلېدو مخکې له دغو کيسو څخه له بې خبرو څخه وې، تا لره پر دغه پوهه نه وه. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 12

اِذْ قَالَ یُوْسُفُ لِاَبِیْهِ یٰۤاَبَتِ اِنِّیْ رَاَیْتُ اَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَّالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَاَیْتُهُمْ لِیْ سٰجِدِیْنَ ۟

موږ تا خبروو ای رسوله! کله چې يوسف عليه السلام خپل پلار يعقوب عليه السلام ته وويل: ای پلارجانه! بېشکه ما په خوب کې يولس ستوري وليدل، لمر او سپوږمۍ مې وليدل، دا ټول مې وليدل چې ما لره سجده کوونکي وو، دغه خوب د يوسف عليه السلام لپاره يو بيړنی زيری و. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• بيان الحكمة من القصص القرآني، وهي تثبيت قلب النبي صلى الله عليه وسلم وموعظة المؤمنين.
د قراني کيسو د حکمت بيان، چې هغه د نبي صلی الله عليه وسلم د زړه پياوړي کول او د مؤمنانو لپاره پند دی. info

• انفراد الله تعالى بعلم الغيب لا يشركه فيه أحد.
د پټو په پوهه د الله يوازې والی چې هيڅوک نه ورسره شريکوي. info

• الحكمة من نزول القرآن عربيًّا أن يعقله العرب؛ ليبلغوه إلى غيرهم.
په عربي د قرآن له نازلېدو حکمت دا و چې عرب پرې پوه شي، ترڅو يې نورو ته ورسوي. info

• اشتمال القرآن على أحسن القصص.
د قرآن په غوره کيسو اشتمال. info