আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

external-link copy
110 : 11

وَلَقَدْ اٰتَیْنَا مُوْسَی الْكِتٰبَ فَاخْتُلِفَ فِیْهِ ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ ؕ— وَاِنَّهُمْ لَفِیْ شَكٍّ مِّنْهُ مُرِیْبٍ ۟

بېشکه موسی عليه السلام ته مو تورات ورکړ، خلکو پکښې اختلاف وکړ؛ نو ځينو پرې ايمان راوړ او ځينو کفر وکړ، که چېرې د الله مخکېنۍ پرېکړه نه وای چې په سزا کې بيړه نه کوي بلکې د حکمت له امله يې د قيامت تر ورځې وروسته کوي، هرومرو به په دنيا کې پر هغوی هغه سزا نازله شوې وای چې وړ يې دي او بېشکه له کافرانو يهود او مشرکان د قرآن په اړه په زړه نازړه کوونکي شک کې دي. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• وجوب الاستقامة على دين الله تعالى.
د الله تعالی په دين د نېغ درېدلو لازموالی. info

• التحذير من الركون إلى الكفار الظالمين بمداهنة أو مودة.
د ظالمو کافرانو لوري ته په نرمۍ او مينه له کږېدو څخه وېرول. info

• بيان سُنَّة الله تعالى في أن الحسنة تمحو السيئة.
د الله تعالی د کړنلارې بيان چې نيکي بدي له منځه وړي. info

• الحث على إيجاد جماعة من أولي الفضل يأمرون بالمعروف، وينهون عن الفساد والشر، وأنهم عصمة من عذاب الله.
د فضيلت له څښتنانو د داسې ډلې جوړولو ته هڅول چې په ښو امر کوي او له فساد، بدۍ راګرځول کوي او هغوی د الله له سزا څخه خوندي دي. info