আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

قریش

ছুৰাৰ উদ্দেশ্য:
بيان نعمة الله على قريش وحق الله عليهم.
پر قريشو د الله د پېرزوينې او پر هغوی د الله د حق بيان info

external-link copy
1 : 106

لِاِیْلٰفِ قُرَیْشٍ ۟ۙ

د قريشو د عادت او الفت لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 106

اٖلٰفِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَآءِ وَالصَّیْفِ ۟ۚ

په ژمي کې يمن ته سفر، او د اوړي سفر يې شام ته د ډاډ په حالت کې. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 106

فَلْیَعْبُدُوْا رَبَّ هٰذَا الْبَیْتِ ۟ۙ

نو يوازې د هغه الله چې د دغه بيت الحرام رب دی عبادت دې وکړي، هغه ذات چې دغه سفر يې د هغوی لپاره اسانه کړی دی او له هغه سره دې هيڅوک نه شريکوي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 106

الَّذِیْۤ اَطْعَمَهُمْ مِّنْ جُوْعٍ ۙ۬— وَّاٰمَنَهُمْ مِّنْ خَوْفٍ ۟۠

هغه ذات چې په لوږه کې يې هغوی ته خواړه ورکړل، او له وېرې يې په امن کړل، داسې چې د عربو په زړونو کې يې د حراموالي تعظيم او د هغې د اوسېدونکو تعظيم کېښود. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• أهمية الأمن في الإسلام.
په اسلام کې د امن اهميت. info

• الرياء أحد أمراض القلوب، وهو يبطل العمل.
ځان ښودنه يو د زړه له ناروغيو څخه ده، چې هغه عمل له منځه وړي. info

• مقابلة النعم بالشكر يزيدها.
د نعمت په وړاندې شکر اېستل نعمت زياتوي. info

• كرامة النبي صلى الله عليه وسلم على ربه وحفظه له وتشريفه له في الدنيا والآخرة.
د نبي صلی الله عليه وسلم د خپل پالونکي په وړاندې درناوی، د هغه ساتنه او په دنيا او آخرت کې يې عزت. info