আল-কোৰআনুল কাৰীমৰ অৰ্থানুবাদ - পুস্তু অনুবাদ আল-মুখতাচাৰ ফী তাফছীৰিল কোৰআনিল কাৰীম

external-link copy
98 : 10

فَلَوْلَا كَانَتْ قَرْیَةٌ اٰمَنَتْ فَنَفَعَهَاۤ اِیْمَانُهَاۤ اِلَّا قَوْمَ یُوْنُسَ ۚؕ— لَمَّاۤ اٰمَنُوْا كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ الْخِزْیِ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَمَتَّعْنٰهُمْ اِلٰی حِیْنٍ ۟

داسې نه دي پېښ شوي چې له هغو ښارونو د کوم ښار خلکو دې د باور وړ ايمان راوړی وي چې موږ رسولان ورته لېږلي دي د سزا له ليدلو مخکې، نو ايمان يې ګته ورته رسولې وي د سزا له ليدو مخکې د ايمان د راتلو له امله، مګر د يونس قوم کله يې چې ايمان راوړ رېښتينی ايمان؛ موږ د دنيا په ژوند کې له هغوی د خوارۍ او رسوايۍ سزا پورته کړه او هغوی ته مو يې د مرګونو د وخت تر رسېدو پورې ګټه ورکړه. info
التفاسير:
এই পৃষ্ঠাৰ আয়াতসমূহৰ পৰা সংগৃহীত কিছুমান উপকাৰী তথ্য:
• الإيمان هو السبب في رفعة صاحبه إلى الدرجات العلى والتمتع في الحياة الدنيا.
ايمان د خپل څښتن د لوړو درجو د لا اوچتوالي او د دنيا په ژوند کې د مزو لامل ګرځي. info

• ليس في مقدور أحد حمل أحد على الإيمان؛ لأن هذا عائد لمشيئة الله وحده.
د هيچا په توان کې دا نشته چې بل څوک ايمان راوړلو ته اړ کړي ځکه دغه يوازې د الله تر خوښې پورې اړه لري. info

• لا تنفع الآيات والنذر من أصر على الكفر وداوم عليه.
هغه چاته نښانې او وېرونې ګټه نه رسوي چې هغه پر کفر ټينګار کوي او دوام پرې کوي. info

• وجوب الاستقامة على الدين الحق، والبعد كل البعد عن الشرك والأديان الباطلة.
پر حق دين د نېغ پاتې کېدو لازموالی او له شرک او باطلو اديانو څخه په ټوله معنی لرې والی. info