Bản dịch ý nghĩa nội dung Qur'an - Bản dịch tiếng Pashto về diễn giải ngắn gọn Kinh Qur'an

external-link copy
86 : 11

بَقِیَّتُ اللّٰهِ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۚ۬— وَمَاۤ اَنَا عَلَیْكُمْ بِحَفِیْظٍ ۟

د الله هغه پاتې روزي چې په عدل سره يې د خلکو د حقوقو له اداکولو وروسته له حلالو تاسو لره پرېږدي، په تول او پېمانه کې له کمي او په ځمکه کې له وران کاري څخه د تر لاسه شوي زيادت څخه ډېره ګټوره او برکتناکه ده، که تاسو په حقه باور کوونکي ياست؛ نو پر دغه پاتې روزۍ خوښ اوسئ، زه پرتاسو څارونکی نه يم چې کړنې مو وشمېرم او ستاسو سره پرې محاسبه وکړم، بېشکه پر دغه څارونکی هغه څوک دی چې په راز او پټو پوهيږي. info
التفاسير:
Trong những bài học trích được của các câu Kinh trên trang này:
• من سنن الله إهلاك الظالمين بأشد العقوبات وأفظعها.
د الله له کړنلارو څخه د تيري کوونکو په تر ټولو سخته او رسوا کوونکې سزا تباه کول دي. info

• حرمة نقص الكيل والوزن وبخس الناس حقوقهم.
په پېمانه او تول کې د کمي کولو او د خلکو د حقوقو د کمښت ناروا والی. info

• وجوب الرضا بالحلال وإن قل.
حلال که څه هم کم وي پر هغو د خوښۍ لازموالی. info

• فضل الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر، ووجوب العمل بما يأمر الله به، والانتهاء عما ينهى عنه.
په ښو کارونو د امر او له بدو د راګرځولو غوراوی پر هغه څه د عمل کولو لازموالی چې الله پرې امر کړی او له هغه څه بندېدل چې منع يې کړې ده. info