قۇرئان كەرىم مەنىلىرىنىڭ تەرجىمىسى - قۇرئان كەرىم قىسقىچە تەپسىرىنىڭ پاشتۇچە تەرجىمىسى

external-link copy
123 : 9

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قَاتِلُوا الَّذِیْنَ یَلُوْنَكُمْ مِّنَ الْكُفَّارِ وَلْیَجِدُوْا فِیْكُمْ غِلْظَةً ؕ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُتَّقِیْنَ ۟

الله مؤمنانو ته له هغو کافرانو سره د جنګ امر کړی دی چې له هغوی سره نېږدې دي، ځکه هغوی د مؤمنانو لپاره خطر ګرځي هغوی ته د نېږدېوالي له امله، همدارنګه يې امر ورته کړی چې ځواک او سختي ښکاره کړي د هغوی د وېرولو او شر د دفع کولو لپاره، الله تعالی په خپله مرسته او تاييد له ځان ساتونکو مؤمنانو سره دی. info
التفاسير:
بۇ بەتتىكى ئايەتلەردىن ئېلىنغان مەزمۇنلار:
• وجوب ابتداء القتال بالأقرب من الكفار إذا اتسعت رقعة الإسلام، ودعت إليه حاجة.
له نېږدې کافرانو څخه د جنګ د پيل لازموالی، کله چې د اسلام لمن پراخه شي او دېته اړتيا پېښه شي. info

• بيان حال المنافقين حين نزول القرآن عليهم وهي الترقُّب والاضطراب.
د منافقانو د حالت بيان؛ پر هغوی د قرآن د نازلېدو په وخت کې چې هغه انتظار او نا کراري وه. info

• بيان رحمة النبي صلى الله عليه وسلم بالمؤمنين وحرصه عليهم.
پر مؤمنانو د نبي صلی الله عليه وسلم د لورېينې او پر هغوی يې د حرص بيان. info

• في الآيات دليل على أن الإيمان يزيد وينقص، وأنه ينبغي للمؤمن أن يتفقد إيمانه ويتعاهده فيجدده وينميه؛ ليكون دائمًا في صعود.
په آيتونو کې د دې خبرې دليل چې ايمان زياتيږي او کميږي او د مؤمن لپاره په کار دي چې د خپل ايمان په لټه کې وي، پاملرنه ورته وکړي، نوی يې کړي او زيات يې کړي، تر څو تل د اوچتوالي په حال کې وي. info