పవిత్ర ఖురాన్ యొక్క భావార్థాల అనువాదం - పష్టూ అనువాదం - అల్ ఖుర్ఆన్ అల్ కరీమ్ యొక్క సంక్షిప్త తఫ్సీర్ వ్యాఖ్యానం

external-link copy
50 : 34

قُلْ اِنْ ضَلَلْتُ فَاِنَّمَاۤ اَضِلُّ عَلٰی نَفْسِیْ ۚ— وَاِنِ اهْتَدَیْتُ فَبِمَا یُوْحِیْۤ اِلَیَّ رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ سَمِیْعٌ قَرِیْبٌ ۟

ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووایه: که چېرې په هغه څه کې له حقه لارورکی شوی وم چې تاسو ته يې رسوم، نو زما د لارورکۍ ضرر يوازې تر ما پورې دی، تاسو ته هيڅ نه در رسيږي، او که په سمه لار وم نو دا د هغې وحي له امله چې زما پالونکی يې راته وحي کوي، بېشکه هغه د خپلو بندګانو د ويناوو اورېدونکی دی، نېږدې دی څه چې وایم د هغه اورېدل نه پرې ستونزمن کيږي. info
التفاسير:
ఈ పేజీలోని వచనాల ద్వారా లభించే ప్రయోజనాలు:
• مشهد فزع الكفار يوم القيامة مشهد عظيم.
د قيامت په ورځ د کفارو د وېرې حالت[هغه بد منظر] به ډېر لوی حالت وي. info

• محل نفع الإيمان في الدنيا؛ لأنها هي دار العمل.
د ايمان د ګټې رسولو ځای دنيا ده، ځکه هغه د عمل کور دی. info

• عظم خلق الملائكة يدل على عظمة خالقهم سبحانه.
د پرېښتو د پيدايښت لوی والی د هغه د پاک پيداکوونکي پر لوی والي دلالت کوي. info