د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

external-link copy
71 : 39

وَسِیْقَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِلٰی جَهَنَّمَ زُمَرًا ؕ— حَتّٰۤی اِذَا جَآءُوْهَا فُتِحَتْ اَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَاۤ اَلَمْ یَاْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنْكُمْ یَتْلُوْنَ عَلَیْكُمْ اٰیٰتِ رَبِّكُمْ وَیُنْذِرُوْنَكُمْ لِقَآءَ یَوْمِكُمْ هٰذَا ؕ— قَالُوْا بَلٰی وَلٰكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ الْعَذَابِ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟

او كومو خلكو چې كفر كړى هغوى به ډلې ډلې جهنم ته روان كړى شي، تر دې چې هلته ورشي، دروازې يې ورته پرانيستل شي او څوكيداران يې ورته ووايي: آيا له تاسو څوك رسولان نه وو درغلي چې د خپل رب ايتونه يې درباندې لوستل، او تاسي یې له دغې ورځې سره د مخامخ كېدلو څخه وېرولي واى؟ هغوى به وايي: هو (راغلي وو) خو په دغو كافرانو د عذاب خبره ثابته شوې ده. info
التفاسير: