د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

external-link copy
73 : 28

وَمِنْ رَّحْمَتِهٖ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ لِتَسْكُنُوْا فِیْهِ وَلِتَبْتَغُوْا مِنْ فَضْلِهٖ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

او هغه پاک ذات له خپلې لورېينې ای خلکو تاسوته شپه تياره ګرځولې ده، ترڅو آرام پکې وکړئ وروسته تردې چې د ورځې له کار څخه ستړي شوي وئ، او ورځ يې ستاسو لپاره رڼا ګرځولې ده تر څو پکې د روزۍ لټولو پسې هڅه وکړئ، کېدای شي پر تاسو د الله د نعمتونو شکر وباسئ او ناشکري يې ونه کړئ. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• تعاقب الليل والنهار نعمة من نعم الله يجب شكرها له.
د شپې او ورځې يو په بل پسې راتلل د الله له نعمتونو يو نعمت دی چې هغه لره يې شکر اېستل واجب دي. info

• الطغيان كما يكون بالرئاسة والملك يكون بالمال.
سرکښي لکه څنګه چې د مشرۍ او پاچايۍ له امله کيږي همدارنګه د مال له امله هم کيږي. info

• الفرح بَطَرًا معصية يمقتها الله.
د لويۍ له امله خوشحالي کول ګناه ده چې الله پرې په غوسه کيږي. info

• ضرورة النصح لمن يُخاف عليه من الفتنة.
د هغه چا لپاره د نصيحت اړتيا چې په اړه يې د فتنې وېره وي. info

• بغض الله للمفسدين في الأرض.
په ځمکه کې دوران کاروسره دالله تعالی بغض[بدګڼل] info