ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߛߙߝߙߊߛ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
12 : 19

یٰیَحْیٰی خُذِ الْكِتٰبَ بِقُوَّةٍ ؕ— وَاٰتَیْنٰهُ الْحُكْمَ صَبِیًّا ۟ۙ

ای یحیې د الله کتاب ښه ټینګ ونیسه. او مونږ هغه ته په کوچنیوالي کې پوهه،او د پریکړې صلاحیت ورکړی و. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 19

وَّحَنَانًا مِّنْ لَّدُنَّا وَزَكٰوةً ؕ— وَكَانَ تَقِیًّا ۟ۙ

او له خپلې لورې نه مو هغه ته زړه سواندي او پاکي ور په برخه کړې.او هغه خورا پرهیزګاره ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 19

وَّبَرًّا بِوَالِدَیْهِ وَلَمْ یَكُنْ جَبَّارًا عَصِیًّا ۟

له مور او پلار سره ډیر نیکي کوونکی و او زور زیاتی کوونکی او سرغړوونکی نه و. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 19

وَسَلٰمٌ عَلَیْهِ یَوْمَ وُلِدَ وَیَوْمَ یَمُوْتُ وَیَوْمَ یُبْعَثُ حَیًّا ۟۠

سلام دې پرې، د پیدایښت په ورځ د مړینې په ورځ او په هغه ورځ وي چې بیرته ژوندی راپورته کړای شي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 19

وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ مَرْیَمَ ۘ— اِذِ انْتَبَذَتْ مِنْ اَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِیًّا ۟ۙ

او ای محمده!په دې کتاب کې د مریمې حال بیان کړه.چې له خپلو خلکو نه ختیځې خواته ګوښه شوه. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 19

فَاتَّخَذَتْ مِنْ دُوْنِهِمْ حِجَابًا ۫— فَاَرْسَلْنَاۤ اِلَیْهَا رُوْحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِیًّا ۟

هلته یې له خلکو نه پرده ونیوه مونږ خپل روح ورولیږه هغه ورته خپل ځان د یو روغ زلمي سړي په شان ښکاره کړ. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 19

قَالَتْ اِنِّیْۤ اَعُوْذُ بِالرَّحْمٰنِ مِنْكَ اِنْ كُنْتَ تَقِیًّا ۟

مریم وویل:زه د مهربان الله په نوم له تانه پناه غواړم که ته له هغه نه ډاریدونکی یې. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 19

قَالَ اِنَّمَاۤ اَنَا رَسُوْلُ رَبِّكِ ۖۗ— لِاَهَبَ لَكِ غُلٰمًا زَكِیًّا ۟

هغه وویل:زه ستا د رب استازی یم چې تاته یو پاک او ښکلی ځوی دروبښم. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 19

قَالَتْ اَنّٰی یَكُوْنُ لِیْ غُلٰمٌ وَّلَمْ یَمْسَسْنِیْ بَشَرٌ وَّلَمْ اَكُ بَغِیًّا ۟

مریم وویل:زما ځوی به له کومه شي؟ماته نه چا لاس راوړی او نه زه کومه بدلمنه ښځه یم. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 19

قَالَ كَذٰلِكِ ۚ— قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَیَّ هَیِّنٌ ۚ— وَلِنَجْعَلَهٗۤ اٰیَةً لِّلنَّاسِ وَرَحْمَةً مِّنَّا ۚ— وَكَانَ اَمْرًا مَّقْضِیًّا ۟

هغه وویل:هو!همداسې ده.خو ستا رب فرمایلي دي چې د هغه پيدایښت ماته ډیر اسان دی.او دهمدې لپاره یې پیدا کوم چې خلکو ته یي معجزه وګرځوم.او هم له خپلې لورې یو رحمت.او دا کار هرو،مرو سرته رسیدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 19

فَحَمَلَتْهُ فَانْتَبَذَتْ بِهٖ مَكَانًا قَصِیًّا ۟

حمل یې واخیست او حمل لرې ځای ته ګوښه کړه. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 19

فَاَجَآءَهَا الْمَخَاضُ اِلٰی جِذْعِ النَّخْلَةِ ۚ— قَالَتْ یٰلَیْتَنِیْ مِتُّ قَبْلَ هٰذَا وَكُنْتُ نَسْیًا مَّنْسِیًّا ۟

د لنګوال دردونو د خرما یوه ښاخ ته بوتله.او هلته یې له ډیر غم نه وویل:کاشکې چې له دې پیښې ډيره پخوا مړه او اوس د هیچا په یاد نه وای. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 19

فَنَادٰىهَا مِنْ تَحْتِهَاۤ اَلَّا تَحْزَنِیْ قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِیًّا ۟

له لاندې لورې یې ورته غږ کړ چې:خفه کیږه مه ستا رب له تانه لاندې د اوبو یوه ویاله او چینه بیه ولې ده. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 19

وَهُزِّیْۤ اِلَیْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسٰقِطْ عَلَیْكِ رُطَبًا جَنِیًّا ۟ؗ

د خرما ښاخ وخوزه وه.پرتا به تازه خوږې خرما راتوی شي. info
التفاسير: