ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
27 : 53

اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ لَیُسَمُّوْنَ الْمَلٰٓىِٕكَةَ تَسْمِیَةَ الْاُ ۟

بېشكه هغه كسان چې پر آخرت ايمان نه لري، په پرېښتو ښځينه نومونه ږدي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 53

وَمَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ ۚ— وَاِنَّ الظَّنَّ لَا یُغْنِیْ مِنَ الْحَقِّ شَیْـًٔا ۟ۚ

او حال دا چې هغوى لره پرې څه پوهه نشته، له ګومانه پرته بل څه پسې نه ځي او په رېښتيا ګومان د حق پر وړاندې هيڅ كار نه شي وركولاى. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 53

فَاَعْرِضْ عَنْ مَّنْ تَوَلّٰی ۙ۬— عَنْ ذِكْرِنَا وَلَمْ یُرِدْ اِلَّا الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ؕ

نو له هغه چا مخ وګرځوه چې زموږ له ياده يې مخ اړولى او له دنيوي ژونده پرته بل څه نه غواړي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 53

ذٰلِكَ مَبْلَغُهُمْ مِّنَ الْعِلْمِ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ وَهُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدٰی ۟

همدا يې د پوهې وروستی بريد دى. بېشكه هماغه ستا پالونکی په هغه چا ډېر ښه پوه دى چې له لارې يې اوښتى او همغه پر لار موندونكو ښه پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 53

وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ۙ— لِیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اَسَآءُوْا بِمَا عَمِلُوْا وَیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا بِالْحُسْنٰی ۟ۚ

او په آسمانونو او ځمكه كې چې څه دي هغه (يوازې) الله لره دي. تر څو بد عمله كسانو ته د خپلو عملو بدله وركړي او چا چې ښه كړي هغه ته په ښو سره بدله وركړي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 53

اَلَّذِیْنَ یَجْتَنِبُوْنَ كَبٰٓىِٕرَ الْاِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ اِلَّا اللَّمَمَ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِكُمْ اِذْ اَنْشَاَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ وَاِذْ اَنْتُمْ اَجِنَّةٌ فِیْ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ ۚ— فَلَا تُزَكُّوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقٰی ۟۠

هغوى چې له غټو ګناهونو او بې شرميو ځان ساتي پرته له وړو وړو ګناهونو. بېشكه ستا رب د بخښنې پراخوونكى دى. هغه پر تاسي ښه پوه و چې كله يې له ځمكې راپيدا كړئ او كله چې تاسي د خپلو ميندو ګېډو كې (پټ) واړه بچيان واست. نو د خپلو ځانو پاكي مه بيانوئ، همغه متقيان ښه پېژني. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 53

اَفَرَءَیْتَ الَّذِیْ تَوَلّٰی ۟ۙ

آيا هغه دې وليد چې مخ يې واړولو؟ info
التفاسير:

external-link copy
34 : 53

وَاَعْطٰی قَلِیْلًا وَّاَكْدٰی ۟

او لږ (خيرات، زكات) يې وركړ او (نور څه يې) ايسار كړل. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 53

اَعِنْدَهٗ عِلْمُ الْغَیْبِ فَهُوَ یَرٰی ۟

آيا هغه سره د پټو پوهه ده چې (هر څه) ويني. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 53

اَمْ لَمْ یُنَبَّاْ بِمَا فِیْ صُحُفِ مُوْسٰی ۟ۙ

كه په هغه څه نه دى خبر شوى چې د موسى په پاڼو كې و. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 53

وَاِبْرٰهِیْمَ الَّذِیْ وَ ۟ۙ

او د هغه ابراهيم (پاڼو كې)، چې وفا يې وكړه. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 53

اَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ۟ۙ

دا چې هيڅوك به د بل چا بار نه وړي؟ info
التفاسير:

external-link copy
39 : 53

وَاَنْ لَّیْسَ لِلْاِنْسَانِ اِلَّا مَا سَعٰی ۟ۙ

او دا چې انسان ته بل څه نشته پرته له هغې بدلې چې خپله يې هڅه كړې وي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 53

وَاَنَّ سَعْیَهٗ سَوْفَ یُرٰی ۟

او بېشكه چې دا هڅه به يې زر وليدل شي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 53

ثُمَّ یُجْزٰىهُ الْجَزَآءَ الْاَوْفٰی ۟ۙ

بيا به پوره پوره بدله وركړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 53

وَاَنَّ اِلٰی رَبِّكَ الْمُنْتَهٰی ۟ۙ

او دا چې (همغه) ستا د رب لور ته ور رسېدل دي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 53

وَاَنَّهٗ هُوَ اَضْحَكَ وَاَبْكٰی ۟ۙ

او دا چې هغه (خلک) خندوي او ژړوي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 53

وَاَنَّهٗ هُوَ اَمَاتَ وَاَحْیَا ۟ۙ

او دا چې همغه مړه كوي او ژوندي كوي. info
التفاسير: