وه‌رگێڕانی ماناكانی قورئانی پیرۆز - وەرگێڕاوی پەشتۆیی بۆ پوختەی تەفسیری قورئانی پیرۆز

ژمارەی پەڕە:close

external-link copy
36 : 6

اِنَّمَا یَسْتَجِیْبُ الَّذِیْنَ یَسْمَعُوْنَ ؔؕ— وَالْمَوْتٰی یَبْعَثُهُمُ اللّٰهُ ثُمَّ اِلَیْهِ یُرْجَعُوْنَ ۟

یقینا قبلوي ستا خبرې هغه چې تا پرې راتګ کړی هغه خلک چې خبرې اوري او پوهیږي پرې، او کافران (خو) مړه دي د هغوی هیڅ حیثیت نشته، ځکه چې د هغوی زړونه مړه شوي، او مړي به الله تعالی د قیامت په ورځ بیا راژوندي کړي، بیا به یوازې هغه ته وروګرځول شي د دې لپاره چې د هغوی په مخکنیو عملونو باندې بدلې ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 6

وَقَالُوْا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَیْهِ اٰیَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— قُلْ اِنَّ اللّٰهَ قَادِرٌ عَلٰۤی اَنْ یُّنَزِّلَ اٰیَةً وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

او وایې مشرکان په داسې حال کې چې سختي کوونکي او ځنډونکي وي ایمان لره: ولې نه نازلیږي په محمد باندې یوه معجزه چې دلیل وي د هغه په ریښتنولۍ باندې په هغه څه کې چې ده پرې راتګ کړی؟ ته ووایه: -ای پیغمبره-: بیشکه الله تعالی قادر دی په رالیږلو د معجزې په هغه ډول چې دوی یې غواړي، خو لیکن ډیر د دې مشرکانو نه کوم چې د معجزې غوښتونکي دي په دې نه پوهیږي چې بیشکه د معجزو رالیږل د الله تعالی د حکمت په اساس وي، نه د دوی د غوښتنو په اساس، نو که چیرته یې راولیږي او بیا دوی ایمان رانه وړي نو هلاک به یې کړي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 6

وَمَا مِنْ دَآبَّةٍ فِی الْاَرْضِ وَلَا طٰٓىِٕرٍ یَّطِیْرُ بِجَنَاحَیْهِ اِلَّاۤ اُمَمٌ اَمْثَالُكُمْ ؕ— مَا فَرَّطْنَا فِی الْكِتٰبِ مِنْ شَیْءٍ ثُمَّ اِلٰی رَبِّهِمْ یُحْشَرُوْنَ ۟

او نشته هیڅ یو حیوان چې د ځمکې پر سر حرکت کوي (خوځیږي)، او نه هیڅ یو مارغه چې الوځي په اسمان کې مګر دا جنسونه دي ستاسو په شان -ای بنی ادمو:- په پیدایش او روزۍ کې، مونږ ندی پریښودی په لوح محفوظ کې هیڅ یو شي مګر هغه مو ثابت (واضح) کړی، او د ټولو علم د الله تعالی سره دی، بیا به دوی یواځې خپل رب ته د قیامت په ورځ راجمع کیدلی شي لپاره د فیصلی کولو، نو بدله به ورکړي هر چاته د هغه څه چې حقدار یې وي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 6

وَالَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا صُمٌّ وَّبُكْمٌ فِی الظُّلُمٰتِ ؕ— مَنْ یَّشَاِ اللّٰهُ یُضْلِلْهُ ؕ— وَمَنْ یَّشَاْ یَجْعَلْهُ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

او هغه کسان چې دروغ یې ګڼلې آیتونه زمونږ په شان د هغو کڼو دي چې څه نه اوري، او په شان د ګونګیانو دي هغوی چې خبرې نشې کولای، او دوی سره د دې نه په تیارو کې هم دي؛ څه نه شي لیدلای، نو د چا چې دا حال وي څرنګه به هدایت ومومي؟! چا لره چې الله تعالی وغواړي د خلکو نه ګمراه کول د هغه نو ګمراه کوی یې، او چا لره چې وغواړي چې هدایت ورته وکړي نو هدایت ورته کوي داسې چې په سمه لاره یې روان کړي چې کوږوالی پکې نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 6

قُلْ اَرَءَیْتَكُمْ اِنْ اَتٰىكُمْ عَذَابُ اللّٰهِ اَوْ اَتَتْكُمُ السَّاعَةُ اَغَیْرَ اللّٰهِ تَدْعُوْنَ ۚ— اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: خبر راکړئ ماته که چیرته راشي تاسو ته عذاب د الله تعالی له طرفه او یا تاسو ته قیامت ناڅاپه راشي هغه چې تاسو سره یې وعده شوې چې یقینا دا راتلونکی دی؛ آیا تاسو به په دغه وخت کې د الله تعالی نه پرته بل چا نه وغواړئ چې ستاسو څخه هغه مصیبت او سختي لرې کړي چې په تاسو راغلې، که چیرته تاسو په خپله دې دعوه کې ریښتوني یاست چې یقینا ستاسو معبودان تاسو ته خیر دررسوي او یا ستاسو څخه شر بچ (دفع) کوي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 6

بَلْ اِیَّاهُ تَدْعُوْنَ فَیَكْشِفُ مَا تَدْعُوْنَ اِلَیْهِ اِنْ شَآءَ وَتَنْسَوْنَ مَا تُشْرِكُوْنَ ۟۠

حق خبره دا ده چې هغه مهال بيا له هغه الله پرته؛ چې پيداکړي يې ياست بل څوک نه رابولئ، ترڅو که هغه وغواړي مصيبت درڅخه لېرې کړي او ضررمو پورته کړي، همغه الله د دغه څښتن دی او پرې ځواکمن دی، خو کوم چې ستاسو معبودان دي چې له الله سره مو شريک کړي دي؛ نو هغه نه رابولئ، ځکه تاسې پوهېږئ چې هغه ګټه او توان نشي رسولای.
info
التفاسير:

external-link copy
42 : 6

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَاۤ اِلٰۤی اُمَمٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَاَخَذْنٰهُمْ بِالْبَاْسَآءِ وَالضَّرَّآءِ لَعَلَّهُمْ یَتَضَرَّعُوْنَ ۟

او یقینا مونږ لیږلی وو ستا نه مخکې نورو امتونو ته -ای پیغمبره- پیغمبران نو هغوی دروغجن وګڼل، او مخ یې واړاوه د هغه څه نه چې دوی پرې راتګ کړی و، نو مونږ هغوی ته په مالي تکلیفونو لکه غریبۍ سزا ورکړه او په هغه څه مو ورته سزا ورکړه چې د دوی بدنونو ته ضرر رسوي لکه مرض (بیمارتیا) د دې وجې نه چې دوی خپل رب ته عاجزي وکړي، او هغه ته غاړه کیږدي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 6

فَلَوْلَاۤ اِذْ جَآءَهُمْ بَاْسُنَا تَضَرَّعُوْا وَلٰكِنْ قَسَتْ قُلُوْبُهُمْ وَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

نو که چیرته دوی په دغه وخت کې کله چې دوی ته زمونږ عذاب راغی الله تعالی ته عاجزي کړي وي، او هغه ته یې غاړه کیښودې وي د دې لپاره چې د دوی نه عذاب لرې کړی شوی وی، نو مونږ به په دوی باندې رحم کړی وي لیکن دوی دا کار ونه کړ، بلکې زړونه یې سخت شول، نو عبرت یې وانه خیست او پند یې هم وانه خیست، او ښایسته کړل دوی ته شیطان هغه کفر او ګناهونه چې دوی کول، نو همیشوالی یې وکړ په خپلو هغو ګناهونو او کفر چې دوی مخکې کولو. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 6

فَلَمَّا نَسُوْا مَا ذُكِّرُوْا بِهٖ فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ اَبْوَابَ كُلِّ شَیْءٍ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا فَرِحُوْا بِمَاۤ اُوْتُوْۤا اَخَذْنٰهُمْ بَغْتَةً فَاِذَا هُمْ مُّبْلِسُوْنَ ۟

نو هر کله چې پریښودل دوی هغه څه چې دوی ته پرې پند ورکړ شوی و د سختې غریبۍ او مرض څخه او د الله تعالی په حکمونو باندې یې عمل ونه کړ، مونږ دوی ته مهلت ورکړ په پرانیستلو د دروازو د روزئ په دوی باندې، او په مالداره کولو د دوی سره وروسته له غریبۍ نه، او مونږ د دوی بدنونه روغ کړل وروسته د مرض نه، تر دې چې دوی تکبر وکړ، او په دوی باندې ځان ښودنه غالبه شوه د هغو خوشحالیو او نعمتونو په وجه چې دوی ته ورکړی شوی و ناڅاپه ورته زمونږ عذاب راغی، نو په دغه وخت کې دوی حیران او ناامیده شول د هغه څه نه چې دوی امیدوار وو. info
التفاسير:
سوودەکانی ئایەتەکان لەم پەڕەیەدا:
• تشبيه الكفار بالموتى؛ لأن الحياة الحقيقية هي حياة القلب بقَبوله الحق واتباعه طريق الهداية.
د کافرانو مشابهت د مړو سره؛ ځکه حقیقې زندګي د زړونو زندګې ده او هغه د حق په قبلولو او د هدایت د لارې په تابعدارۍ کولو سره وي. info

• من حكمة الله تعالى في الابتلاء: إنزال البلاء على المخالفين من أجل تليين قلوبهم وردِّهم إلى ربهم.
په امتحان او ازمیښت کې د الله تعالی د حکمتونو څخه دا دي: په مخالفینو باندې عذاب رالیږل د هغوی د زړونو د نرم والي لپاره او د هغوی خپل رب ته د ورګرځیدلو لپاره. info

• وجود النعم والأموال بأيدي أهل الضلال لا يدل على محبة الله لهم، وإنما هو استدراج وابتلاء لهم ولغيرهم.
ګمراهانو سره د نعمتونو او مالونو شتوالی هغوی سره د الله تعالی په مینه دلالت نه کوي، بلکې دا د هغوی لپاره مهلت دی او د هغوی او دنورو خلکو لپاره امتحان او ازمیښت دی. info