ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಅಲ್-ಮುಖ್ತಸರ್ ಫಿ ತಫ್ಸೀರಿಲ್ ಕುರ್‌ಆನಿಲ್ ಕರೀಮ್ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ

ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ:close

external-link copy
55 : 36

اِنَّ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ الْیَوْمَ فِیْ شُغُلٍ فٰكِهُوْنَ ۟ۚ

بېشکه جنتیان به د قیامت په ورځ مصروفه وي د سوچ وهلو نه په نور څه کې؛ ځکه چې کوم تلپاتې نعمتونه او ستره بریا ویني، نو دوی به په همدې کې خوشاله مزې کوي. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 36

هُمْ وَاَزْوَاجُهُمْ فِیْ ظِلٰلٍ عَلَی الْاَرَآىِٕكِ مُتَّكِـُٔوْنَ ۟ۚ

دوی او میرمنې یې په کټونو کې د جنت د پراخه سیورو لاندې نعمتونو کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 36

لَهُمْ فِیْهَا فَاكِهَةٌ وَّلَهُمْ مَّا یَدَّعُوْنَ ۟ۚ

دوی لره به په جنت کې ډول ډول پاکې میوې وي له انګورو، انځرو او انارو څخه، او دوی لره به هر هغه خوندونه او نعمتونه وي چې غواړي یې، نو هر څه چې وغواړي شتون به ولري. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 36

سَلٰمٌ ۫— قَوْلًا مِّنْ رَّبٍّ رَّحِیْمٍ ۟

او دوی ته به له دې نعمتونو پورته سلامتیا وي، وینا ده د دوی د مهربان رب لخوا، نو کله چې پرې سلام واچوي نو سلامتیا به پرې له ټولو خواوو وي، او داسې ښه راغلاست به ورته وشي چې له هغې پورته بل ښه راغلاست نشته. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 36

وَامْتَازُوا الْیَوْمَ اَیُّهَا الْمُجْرِمُوْنَ ۟

او د قیامت په ورځ به مشرکانو ته وویل شي: له مؤمنانو بېل شئ، نو دوی ته مناسب نده چې تاسو سره وي؛ ځکه ستاسو او د دوی بدله او ستاسو او د دوی صفتونه سره جلا دي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 36

اَلَمْ اَعْهَدْ اِلَیْكُمْ یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ اَنْ لَّا تَعْبُدُوا الشَّیْطٰنَ ۚ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟ۙ

آیا تاسو ته مې د خپلو پېغمبرانو په خولو سپارښتنه او امر نه ؤ کړی او نه مې ؤ ویلي چې: ای د آدم زامنو، په کفر او ګناهونو ترسره کولو کې د شیطان مه منئ، بېشکه شیطان په ښکاره دښمنۍ سره دښمن دی، نو یو هوښیار کس ته څرنګه ممکن دي چې د هغه دښمن ومني کوم چې ښکاره دښمني کوي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 36

وَّاَنِ اعْبُدُوْنِیْ ؔؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟

او تاسو ته مو ای بني آدمه امر کړی چې يوازې زما عبادت وکړئ او له ما سره هيڅ شی شريک نه کړئ، نو يوازې زما عبادت او زما پيروي داسې نېغه لار ده چې زما رضا او د جنت ننه وېستلو ته مو رسوي، خو تاسو پر هغه څه عمل نه کوئ چې زه يې سپارښتنه درته کوم او امر درته کوم.
info
التفاسير:

external-link copy
62 : 36

وَلَقَدْ اَضَلَّ مِنْكُمْ جِبِلًّا كَثِیْرًا ؕ— اَفَلَمْ تَكُوْنُوْا تَعْقِلُوْنَ ۟

او خامخا شیطان له تاسو څخه ډېر خلک بې لارې کړي، نو آیا ستاسو عقلونه نه وو چې تاسو ته د خپل رب د منلو او یوازې د هغه د عبادت کولو امر کړی وی، او د هغه شیطان له منلو مو ووېروي چې په ښکاره دښمنۍ مو دښمن دی؟!. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 36

هٰذِهٖ جَهَنَّمُ الَّتِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ ۟

دا هماغه جهنم دی چې تاسو سره به پرې ستاسو د کفر له کبله وعده کېدله، او له تاسو پټ ؤ، او نن ورځ یې تاسو په سترګو وینئ. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 36

اِصْلَوْهَا الْیَوْمَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ ۟

نن ورننوځئ، او دردمن شئ د ګرمۍ څخه یې له دې کبله چې تاسو د دنیا په ژوند کې په الله کفر کولو. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 36

اَلْیَوْمَ نَخْتِمُ عَلٰۤی اَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَاۤ اَیْدِیْهِمْ وَتَشْهَدُ اَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟

نن به د دوی په خولو مهر وهو نو د ګونګیانو په څېر به ویني خو خبرې به نشي کولای چې د خپل کفر او ګناهونو څخه انکار وکړي چې کول یې، او لاسونه به یې مونږ ته د هغه څه په اړه خبرې کوي چې په دنیا کې یې پرې کول، او پښې به یې شاهدي ورکوي په هغه څه چې دوی به پرې کوم ګناهونه کول او ورتلل به. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 36

وَلَوْ نَشَآءُ لَطَمَسْنَا عَلٰۤی اَعْیُنِهِمْ فَاسْتَبَقُوا الصِّرَاطَ فَاَنّٰی یُبْصِرُوْنَ ۟

او که مونږ د دوی د سترګو له منځه وړل وغواړو نو یو به یې سو پس نه به ویني، نو له یو بل به لارې ته وړاندې کېږي چې جنت ته ترې تېر شي، نو لرې ده چې تېر شي په داسې حال کې چې سترګې یې له منځه تللې وي. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 36

وَلَوْ نَشَآءُ لَمَسَخْنٰهُمْ عَلٰی مَكَانَتِهِمْ فَمَا اسْتَطَاعُوْا مُضِیًّا وَّلَا یَرْجِعُوْنَ ۟۠

او که مونږ د دوی د پېدایښت بدلون او په خپلو پښو کښینول وغواړو نو پېدایښت به یې بدل کړو او په خپلو پښو به یې کښینوو، نو له خپلو ځایو به نشي خوځېدلای، او نه به مخ ته تللی شي، او نه به شاته ګرځېدلی شي. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 36

وَمَنْ نُّعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِی الْخَلْقِ ؕ— اَفَلَا یَعْقِلُوْنَ ۟

او د هغو خلکو چې ژوند اوږدوو د عمر په اوږدولو نو د کمزورتیا دورې ته یې راګرځوو، نو آیا په خپلو عقلونو کې سوچ نه وهي؟ او نه مومي چې دا کور تلپاتې کور نه دی، او بېشکه تلپاتې کور خو د آخرت کور دی. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 36

وَمَا عَلَّمْنٰهُ الشِّعْرَ وَمَا یَنْۢبَغِیْ لَهٗ ؕ— اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ وَّقُرْاٰنٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ

او مونږ نه محمد صلی الله علیه وسلم ته شعر ښوولی ؤ او نه ورسره ښایي؛ ځکه چې د ده په طبیعت کې نشته او د ده مزاج یې نه غواړي، څو ستاسو دا دعوه درسته شي چې شاعر دی، هغه څه چې مونږ ورښوولي نه دي پرته له ذکر او څرګند قرآن څخه د هغه چا لپاره چې سوچ پرې کوي. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 36

لِّیُنْذِرَ مَنْ كَانَ حَیًّا وَّیَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟

د دې لپاره چې که د چا زړه ژوندی او روښان عقل ولري، نو هماغه ترې ګټه اخلي او د عذاب خبره په کافرانو ثابتېږي، ځکه چې حجت پرې قائم شوی په نازلېدو د هغه او د هغه د بلنې رسېدلو دوی ته، نو هېڅ عذر به دوی ته پاتې نشي چې وړاندې یې کړي. info
التفاسير:
ಈ ಪುಟದಲ್ಲಿರುವ ಶ್ಲೋಕಗಳ ಉಪಯೋಗಗಳು:
• في يوم القيامة يتجلى لأهل الإيمان من رحمة ربهم ما لا يخطر على بالهم.
د قیامت په ورځ به د ایمان خاوندانو ته د خپل رب له رحمت څخه هغه څه څرګند شي چې د دوی په ذهن کې به نه راتلل. info

• أهل الجنة مسرورون بكل ما تهواه النفوس وتلذه العيون ويتمناه المتمنون.
جنتیان په ټولو هغو شیانو چې زړونه یې غواړي او سترګې ترې خوند اخلي او هیله کوونکي یې هیله لري خوشاله وي. info

• ذو القلب هو الذي يزكو بالقرآن، ويزداد من العلم منه والعمل.
د زړه خاوند هغه دی چې په قرآن پاکېږي، او د هغه څخه خپل علم او عمل زیاتوي. info

• أعضاء الإنسان تشهد عليه يوم القيامة.
د انسان غړي پر هغه د قیامت په ورځ شاهدي وایي. info