ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
15 : 16

وَاَلْقٰی فِی الْاَرْضِ رَوَاسِیَ اَنْ تَمِیْدَ بِكُمْ وَاَنْهٰرًا وَّسُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟ۙ

په ځمکه کې يې درانه غرونه واچول چې تاسې ته کراره او ارامه وي. ویالي يې درکړې او لارې يې دروښوولې تر څو پرې تاسې د خپلو اهدافو په لور روان شئ. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 16

وَعَلٰمٰتٍ ؕ— وَبِالنَّجْمِ هُمْ یَهْتَدُوْنَ ۟

او نورې ډیر نښې يې هم پیدا کړي. او په ستورو هم هغوی لارې میندلای شي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 16

اَفَمَنْ یَّخْلُقُ كَمَنْ لَّا یَخْلُقُ ؕ— اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟

ایا هغه څوک چې پیدایښت کوي د هغه چا په څير دی چې هیڅ نشي پیدا کولی؟ نو ولې پند نه اخلئ. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 16

وَاِنْ تَعُدُّوْا نِعْمَةَ اللّٰهِ لَا تُحْصُوْهَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَغَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

او که د الله نعمتونه وشمیرئ نو هیڅکله ټول نشئ شمیرلی. بې له شکه چې الله پاک ښه بښونکی ډير مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 16

وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا تُسِرُّوْنَ وَمَا تُعْلِنُوْنَ ۟

او الله ته هغه ټول ښه معلوم دي چې تاسې يي پټوئ او هغه چې تاسې يي ښکاره کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 16

وَالَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَا یَخْلُقُوْنَ شَیْـًٔا وَّهُمْ یُخْلَقُوْنَ ۟ؕ

او کوم کسان چې پرته له الله نور څه بلي. هغوی هیڅ شی نه پیدا کوي بلکې په خپله پیدا کولای شي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 16

اَمْوَاتٌ غَیْرُ اَحْیَآءٍ ؕۚ— وَمَا یَشْعُرُوْنَ ۙ— اَیَّانَ یُبْعَثُوْنَ ۟۠

مړه دي ژوندي نه دي. او په دې هم نه پوهیږي چې دوی او منونکي به يې کله بیرته راپورته کولای شي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 16

اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— فَالَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ قُلُوْبُهُمْ مُّنْكِرَةٌ وَّهُمْ مُّسْتَكْبِرُوْنَ ۟

ستاسې حق معبود یکې یو الله دی نو هغه کسان چې اخرت نه مني، زړونه يې د حق له منلو نه اووښتي او دوی لويي کوونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 16

لَا جَرَمَ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا یُسِرُّوْنَ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ؕ— اِنَّهٗ لَا یُحِبُّ الْمُسْتَكْبِرِیْنَ ۟

حقه خبره همدا ده چې الله پاک ته ښه معلوم دي هغه څه چې دوی يې پټوي او هغه چې دوي يي ښکاره کوي. او همدا کره خبره ده چې الله پاک لويي کوونکي نه خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 16

وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ مَّاذَاۤ اَنْزَلَ رَبُّكُمْ ۙ— قَالُوْۤا اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

او کله چې تکبر کوونکي ته وویل شي چې ستاسې رب څه نازل کړي دي؟ نو وايي [۱۳] پخوانۍ کیسي. info

[۱۳] الله نه دي نازل کړي بلکه پخوانۍ زړې کیسي دي ( البحر المحیط).

التفاسير:

external-link copy
25 : 16

لِیَحْمِلُوْۤا اَوْزَارَهُمْ كَامِلَةً یَّوْمَ الْقِیٰمَةِ ۙ— وَمِنْ اَوْزَارِ الَّذِیْنَ یُضِلُّوْنَهُمْ بِغَیْرِ عِلْمٍ ؕ— اَلَا سَآءَ مَا یَزِرُوْنَ ۟۠

ددې خبرو جزا همدا ده چې د قیامت په ورځ به يي خپل ټول ګناهونه په اوږو بار او د هغو کسانو ګناهونه به هم پرې باو وي چې دوی يې په ناپوهۍ سره بې لارې کوي. خبردار چې دوی ډير بد پیټې په اوږو کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 16

قَدْ مَكَرَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَاَتَی اللّٰهُ بُنْیَانَهُمْ مِّنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَیْهِمُ السَّقْفُ مِنْ فَوْقِهِمْ وَاَتٰىهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَیْثُ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟

له دوی نه وړاندې هم ځینو خلکو دسیسې جوړې کړې وي. الله دهغوی د دسیسو ماڼۍ له بیخه ونړوله او پر هغوی يې رانسکوره کړه او د هغې لورې پرې عذاب راغی چې پرې هیڅ پوه نه وو. info
التفاسير: