Traduzione dei Significati del Sacro Corano - Traduzione in pashtu dell'Abbreviata Esegesi del Nobile Corano

external-link copy
16 : 64

فَاتَّقُوا اللّٰهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَاسْمَعُوْا وَاَطِیْعُوْا وَاَنْفِقُوْا خَیْرًا لِّاَنْفُسِكُمْ ؕ— وَمَنْ یُّوْقَ شُحَّ نَفْسِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟

له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او څومره چې د هغه پيروۍ ته په لار موندلو توانېږئ له نواهيوو په ډډه کولو ووېرېږئ، خبره واورئ او د الله او د هغه د رسول پيروي وکړئ، او هغه مالونه چې الله روزي درکړي د خير په لارو کې ولګوئ او الله چې څوک د نفس له حرص څخه يې وساتي؛ نو همدوی پر هغه څه بريالي دي چې غواړي يې او له هغه څه ژغورونکي دي چې ترې وېريږي. info
التفاسير:
Alcuni insegnamenti da trarre da questi versi sono:
• مهمة الرسل التبليغ عن الله، وأما الهداية فهي بيد الله.
د رسول دنده د الله له لوري تبليغ کول دي، خو لارښوونه د الله په لاس کې ده. info

• الإيمان بالقدر سبب للطمأنينة والهداية.
پر تقدير ايمان لرل د ډاډ او لارښوونې لامل کيږي. info

• التكليف في حدود المقدور للمكلَّف.
د توان په پولو کې مکلف ته تکليف متوجه کيږي. info

• مضاعفة الثواب للمنفق في سبيل الله.
د الله په لار کې د لګښت کوونکي لپاره د ثواب څو برابره کېدل. info