Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran

Numéro de la page: 141:128 close

external-link copy
111 : 6

وَلَوْ اَنَّنَا نَزَّلْنَاۤ اِلَیْهِمُ الْمَلٰٓىِٕكَةَ وَكَلَّمَهُمُ الْمَوْتٰی وَحَشَرْنَا عَلَیْهِمْ كُلَّ شَیْءٍ قُبُلًا مَّا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْۤا اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ یَجْهَلُوْنَ ۟

او که چیرته مونږ قبوله کړو د دوی غوښتنه په راوړلو د هغو معجزو چې دوی یې غوښتنه او وړاندیز کړی، نو راولیږو په دوی باندې ملایکې او دوی یې په خپلو سترګو وویني، او مړي هم د دوی سره خبرې وکړي، او دوی ته خبر ورکړي په ریښتنولۍ د هغه څه چې تا پرې راتګ کړی، او مونږ راجمع کړو دوی ته هر یو شی د هغه نه چې دوی غوښتلی په داسې حال کې چې دوی ورسره مخامخ شي؛ نه دي دوی چې ایمان راوړي په هغه څه چې تا پرې راتګ کړی، مګر هغه څوک چې الله تعالی ورته د هدایت اراده وکړي د دوی څخه، خو لیکن ډیری د دوی څخه په دې نه پوهیږي، نو پس دوی الله تعالی ته عاجزي نه کوي او نه ورته ورګرځي چې دوی ته د هدایت توفیق وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
112 : 6

وَكَذٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِیٍّ عَدُوًّا شَیٰطِیْنَ الْاِنْسِ وَالْجِنِّ یُوْحِیْ بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُوْرًا ؕ— وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ مَا فَعَلُوْهُ فَذَرْهُمْ وَمَا یَفْتَرُوْنَ ۟

او لکه څرنګه چې ته ازمایلی یې مونږ په دښمنۍ د دې مشرکانو ستا سره همداسې مونږ ازمایلی و هر پیغمیر ستا نه مخکې، نو مونږ ګرځولي وو هر یو ته د دوی نه دښمنان د سرکښو انسانانو نه، او دښمنان د سرکښو پیریانو نه، وسوسي کوي ځیني د دوی نه ځینو نورو ته نو ښایسته کوي دوی ته باطل د دې لپاره چې دوی دوکه کړي، او که چیرته الله تعالی غوښتلي وی چې دوی دا کار ونه کړي نو هیڅکله به یې هم نه و کړی، لیکن الله تعالی دا وغوښتل د دوی لپاره د امتحان او ازمایښت په ډول، نو پریږده دوی لره او هغه څه لره چې دوی یې کوي د کفر او باطل نه، او د دوی هیڅ پروا مه کوه. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 6

وَلِتَصْغٰۤی اِلَیْهِ اَفْـِٕدَةُ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ وَلِیَرْضَوْهُ وَلِیَقْتَرِفُوْا مَا هُمْ مُّقْتَرِفُوْنَ ۟

او د دې لپاره چې کاږه شي هغه څه ته چې وسوسه پرې اچوي بعضې د دوی بعضو نورو ته، زړونه د هغو کسانو چې ایمان نه راوړي په اخرت باندې، او د دې لپاره چې دا د خپلو ځانونو لپاره قبول کړي، او د هغو لپاره یې خوښ کړي، او د دې لپاره چې دوی وکړي هغه ګناهونه او نافرمانیاني چې دوی کولی. info
التفاسير:

external-link copy
114 : 6

اَفَغَیْرَ اللّٰهِ اَبْتَغِیْ حَكَمًا وَّهُوَ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ اِلَیْكُمُ الْكِتٰبَ مُفَصَّلًا ؕ— وَالَّذِیْنَ اٰتَیْنٰهُمُ الْكِتٰبَ یَعْلَمُوْنَ اَنَّهٗ مُنَزَّلٌ مِّنْ رَّبِّكَ بِالْحَقِّ فَلَا تَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِیْنَ ۟

ته ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته هغوی چې د الله تعالی سره د بل چا بندګي کوي: آیا دا خبره عقل مني چې زه دې قبول کړم پرته له الله تعالی نه بل څوک فیصله کوونکی زما او ستاسې تر منځ؟ نو پس خاص الله تعالی هغه ذات دی چې رالیږلی یې دی په تاسو باندې قران کریم بیانوونکی؛ راږیرونکی د هر یو شي، او یهودیان هغوی چې تورات مو ورته ورکړی، او نصارا هغوی چې انجیل مو ورته ورکړی، پوهیږي په دې خبره چې بیشکه قران کریم رانازل شوی دی په تا باندې مشتمل دی په حق باندې، د هغه دلیل له وجې چې دوی په خپلو دواړو کتابونو کې پدې خبره باندې موندلی و، نو د هغه وحیې په اړه چې مونږ تاته رالیږلې ده له شک کوونکو څخه مه جوړیږه. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 6

وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَّعَدْلًا ؕ— لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمٰتِهٖ ۚ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

او رسیدلی دی قران کریم انتها د ریښتیاو ته په وینا او خبرونو کې، نشته څوک بدلوونکی د هغه کلمو لره، او خاص الله تعالی اوریدونکی دی د خپلو بندګانو ویناګانو لره، پوهه دی په هغې، نو په هغه باندې هیڅ شی د هغې نه پټ نشې پاتی کیدلی، او خامخا سزا به ورکړي هغه چاته چې د هغه د کلماتو د بدلولو کوشش کوي. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 6

وَاِنْ تُطِعْ اَكْثَرَ مَنْ فِی الْاَرْضِ یُضِلُّوْكَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَاِنْ هُمْ اِلَّا یَخْرُصُوْنَ ۟

او بالفرض که چیرته ته تابعداري وکړي -ای پیغمبره- د ټولو هغو چې په ځمکه کې دي د خلکو نه؛ نو وابه ړوي تالره د الله تعالی د دین نه، نو یقینا د الله تعالی طریقه دا ده چې حق د لږ خلکو سره وي، نو ډیری د خلکو تابعداري نه کوي مګر د ګمانونو چې هیڅ دلیل پرې نه وي، ځکه چې دوی دا ګمان کوي چې د دوی معبودان دوی الله تعالی ته نزدې کوي، او دوی په دې کې دروغجن دي. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 6

اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ مَنْ یَّضِلُّ عَنْ سَبِیْلِهٖ ۚ— وَهُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ ۟

یقینا ستا رب -ای پیغمبره- ښه پوهه دی په هغه چا چې د هغه د لارې نه اوړي د خلکو نه، او هغه ښه پوهه دی په هغه چا چې رسیدونکی دی د الله تعالی لارې ته، په هغه باندې د دغه نه هیڅ شی پټ نشي پاتې کیدلی. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 6

فَكُلُوْا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللّٰهِ عَلَیْهِ اِنْ كُنْتُمْ بِاٰیٰتِهٖ مُؤْمِنِیْنَ ۟

نو خورئ تاسو -ای خلکو- د هغه څه نه چې د الله تعالی نوم پرې یاد شوی وي د حلالولو (ذبحې) په وخت کې، که چیرته تاسو ریښتیا مومنان یاست د هغه په ښکاره دلیلونو. info
التفاسير:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• يجب أن يكون الهدف الأعظم للعبد اتباع الحق، ويطلبه بالطرق التي بيَّنها الله، ويعمل بذلك، ويرجو عَوْن ربه في اتباعه، ولا يتكل على نفسه وحوله وقوته.
پر بنده لازم دي چې ترټولو لویه موخه يې د حق پيروي وي او پر هغو لارو يې ولټوي چې الله بيان کړې دي او پر همدغه عمل وکړي او د خپل پالونکي په پيروۍ کې د هغه د مرستې هيله ولري او پر خپل ځان، توان او ځواک بروسه ونه کړي. info

• من إنصاف القرآن للقلة المؤمنة العالمة إسناده الجهل والضلال إلى أكثر الخلق.
د قران کریم انصاف د لږو، پوهه او مومنانو سره دا دی چې د ناپوهۍ او ګمراهۍ نسبت یې ډیرو خلکو ته کړی. info

• من سنّته تعالى في الخلق ظهور أعداء من الإنس والجنّ للأنبياء وأتباعهم؛ لأنّ الحقّ يعرف بضدّه من الباطل.
په مخلوقاتو کې د الله تعالی د طریقو نه پيغمبرانو او د هغوی پيروانو ته د انسي او جني دښمنانو پیدا کول دي، ځکه چې حق د هغه په ضد سره د باطل نه معلومیږي. info

• القرآن صادق في أخباره، عادل في أحكامه،لا يُعْثَر في أخباره على ما يخالف الواقع، ولا في أحكامه على ما يخالف الحق.
قران کریم په خپلو خبرونو کې ریښتونی دی، انصاف کوونکی دی په خپلو حکمونو کې، د هغه په خبرونو کې هغه څه نشې موندل کیدلی چې د واقع الحال سره مخالف وي، او نه د هغه په حکمونو کې داسې څه وي چې د حق سره مخالف وي. info