Traduction des sens du Noble Coran - La traduction en pachtou du Résumé dans l'Exégèse du noble Coran

ماعون

Parmi les objectifs de la sourate:
بيان صفات المكذبين بالدين.
د دين د درواغ ګڼونکو د صفتونو بيان info

external-link copy
1 : 107

اَرَءَیْتَ الَّذِیْ یُكَذِّبُ بِالدِّیْنِ ۟ؕ

ايا هغه دې وپېژندلو چې د قيامت په ورځ بدله درواغ ګڼي؟! info
التفاسير:

external-link copy
2 : 107

فَذٰلِكَ الَّذِیْ یَدُعُّ الْیَتِیْمَ ۟ۙ

هغه خو همغه دی چې يتيم له اړتيا څخه په زياته سختۍ سره شړي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 107

وَلَا یَحُضُّ عَلٰی طَعَامِ الْمِسْكِیْنِ ۟ؕ

خپل ځان او نور خلک بې وزلو ته په خوړو ورکولو نه هڅوي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 107

فَوَیْلٌ لِّلْمُصَلِّیْنَ ۟ۙ

نو د هغو لمونځ کوونکو لپاره تباهي او سزا چې له لمونځونو يې بې خبره وي هيڅ پروا يې نه لري، تردې چې وخت يې تېر شي.
info
التفاسير:

external-link copy
5 : 107

الَّذِیْنَ هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُوْنَ ۟ۙ

نو د هغو لمونځ کوونکو لپاره تباهي او سزا چې له لمنځونو يې بې خبره وي هيڅ پروا يې نه لري، تردې چې وخت يې تېر شي.
info
التفاسير:

external-link copy
6 : 107

الَّذِیْنَ هُمْ یُرَآءُوْنَ ۟ۙ

هغه کسان چې په خپلو لمنځونو او کړنو ځان ښودنه کوي، د الله لپاره يې نه ځانکړی کوي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 107

وَیَمْنَعُوْنَ الْمَاعُوْنَ ۟۠

او له نورو خلکو سره پر هغه څه له مرستې کولو څخه منع کوي چې پر هغو په مرسته کې کوم زيان هم نشته. info
التفاسير:
Parmi les bénéfices ( méditations ) des versets de cette page:
• أهمية الأمن في الإسلام.
په اسلام کې د امن اهميت. info

• الرياء أحد أمراض القلوب، وهو يبطل العمل.
ځان ښودنه يو د زړه له ناروغيو څخه ده، چې هغه عمل له منځه وړي. info

• مقابلة النعم بالشكر يزيدها.
د نعمت په وړاندې شکر اېستل نعمت زياتوي. info

• كرامة النبي صلى الله عليه وسلم على ربه وحفظه له وتشريفه له في الدنيا والآخرة.
د نبي صلی الله عليه وسلم د خپل پالونکي په وړاندې درناوی، د هغه ساتنه او په دنيا او آخرت کې يې عزت. info