Translation of the Meanings of the Noble Qur'an - Pashto Translation - Rowwad Translation Center

فاطر

external-link copy
1 : 35

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ فَاطِرِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ جَاعِلِ الْمَلٰٓىِٕكَةِ رُسُلًا اُولِیْۤ اَجْنِحَةٍ مَّثْنٰی وَثُلٰثَ وَرُبٰعَ ؕ— یَزِیْدُ فِی الْخَلْقِ مَا یَشَآءُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

الله لره ستاينه ده، له نوي سره د اسمانو او ځمكې پيدا كونكي (لره)، د دوه دوه، درې درې او څلورو څلورو وزرونو والا ملايكو استازى ګرځونكي (الله) لره، چې هغه په مخلوق كې څنګه غواړي هومره زياتوالى كوي يقيناً الله په هر څه قادر دى. info
التفاسير: